چهارشنبه, جون 17, 2026
Home Blog Page 85

فاکس نیوز:د UFO نسکورو شوو بېړیو کې د نامعلومو فضایي موجوداتو مړي موندل شوي

فاکس نیوز په یو راپور کې وايي، امریکايي مستند جوړونکي ډن فراه ادعا کړې چې د کلونو په اوږدو کې د ناپېژندو الوتونکو اجسامو (UFOs/UAPs) له نسکور شوو بېړیو څخه د «غیر انساني» موجوداتو جسدونه ترلاسه شوي دي.

فراه ویلي، هغه لوړپوړي استخباراتي چارواکي چې ده ورسره د خپل نوې مستند لپاره مرکې کړي، په ښکاره یې تایید کړې چې امریکايي حکومت څو ځله د غیر انساني منشاء لرونکي الوتکې راټولې کړي او ځینو کې د نامعلومو موجوداتو مړي هم موجود وو.

د هغه په خبره، دا جسدونه ټول یو ډول نه وو، بلکې بېلابېلو نوعو پورې یې تړاو درلود، چې د ځمکې د باندې د احتمالي ژوند په اړه شکونه لا زیاتوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ډونالډ ټرمپ ادارې په وروستیو میاشتو کې پر امریکايي ادارو فشار زیات کړی څو د UFO/UAP اړوند پټ اسناد افشا کړي.

د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت لسګونه انځورونه، ویډیوګانې او اسناد له محرمیت څخه ایستلي دي.

ډن فراه ادعا کړې چې د امریکا په حکومت کې ځینې کړۍ له نږدې ۸۰ کلونو راهیسې دا معلومات پټ ساتي او نه غواړي خپل قدرت او کنټرول له لاسه ورکړي.

هغه ویلي، ځینې چارواکي باور لري چې عام خلک ښايي د دې حقیقت د زغملو توان ونه لري.

فراه همداراز ویلي، که امریکا په ښکاره ومني چې د غیر انساني ټکنالوژۍ الوتکې یې موندلي، نو دا به د واشنګټن سیال هېوادونو ته کومه نوې خبره نه وي، ځکه د ده په وینا د امریکا مخالفین لا دمخه پوهېږي چې انسانان په کایناتو کې یوازې نه دي.

الحدث:د ایران او امریکا ترمنځ په راتلونکو ساعتونو کې د هوکړې د نهايي کېدو امکان شته

د الحدث رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د ايران او امريکا ترمنځ د خبرو اترو بل پړاو به د حج مراسمو وروسته د اسلام اباد په ښار کې ترسره شي.

راپور زیاتوي، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز ښايي سبا تهران ته سفر وکړي، څو د احتمالي هوکړې د متن د نهایي کېدو اعلان وکړي.

د سرچینو په وینا، که د پاکستان د پوځ مشر ایران ته سفر ونه کړي، نو امکان شته چې د راتلونکو ساعتونو په ترڅ کې د هوکړې د متن د بشپړېدو رسمي اعلان وشي.

سرچینې وایي، د واشنګټن او تهران ترمنځ د هوکړې د متن د وروستي کولو چارې په جدي او چټک ډول روانې دي.

ډونالډ ټرمپ:له ایران سره خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې، د نوې هوکړې اعلان نږدې دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ايران سره روانې خبرې اترې وروستي پړاو ته رسېدلې دي؛ خو خبرداری یې ورکړی چې که تهران وړاندیز شوې هوکړه ونه مني، نو د نورو بریدونو احتمال هم شته.

په ورته وخت کې، د الحدث رسنۍ راپور ورکړی چې د احتمالي هوکړې متن نهایي مرحلې ته رسېدلی او ښايي په راتلونکو ساعتونو کې، یا هم د پاکستان د پوځ د مشر د تهران د سفر پر مهال، د دې هوکړې د رسمي اعلان خبر ورکړل شي.

د سرچینو په وینا، د واشنګټن او تهران ترمنځ د هوکړې د متن د وروستي کولو هڅې په چټک او جدي ډول روانې دي؛ خو تر اوسه د دواړو لورو له خوا رسمي تایید نه دی شوی.

ډونالډ ټرمپ؛د سوریې ولسمشر احمد الشرع ته عطر ډالۍ کړې

د سوریې ولسمشر احمد شرع اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورته د خپل برانډ دوه د عطرو بستې ډالۍ کړې دي.

نوموړي په اېکس شبکې خپاره کړې انځور کې د «ټرمپ» په نوم عطرونه ښودلي او لیکلي یې دي چې«دا ډالۍ د هغه وخت لپاره رالېږل شوې چې عطر یې کم شي».

احمد شرع ویلي، تېر کال د سپینې ماڼۍ د لیدنې پر مهال هم ټرمپ ورته یو عطر ډالۍ کړی و.

د هغه په وینا، په نوې بسته کې دوه د ټرمپ برانډ عطرونه شامل دي او ورسره یو طنزي پیغام هم مل و.

د سوریې ولسمشر د دې ډالۍ د ترلاسه کولو دقیق وخت او د لېږلو څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه سپینې ماڼۍ او د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ هم په دې اړه تازه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په ټولنیزو رسنیو کې د دې موضوع خپرېدو د کاروونکو پام ځانته اړولی او تاوده بحثونه یې را پارولي دي.

خیبر پښتونخوا؛کورمه کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ نښته کې ۱۸ کسان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په منځنۍ سیمه کې د دوو وسله‌والو ډلو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.

ځايي سرچینې وايي، دا نښته د مناتو کامران کلي په سیمه کې هغه مهال پیل شوه کله چې د کاظم او ممتاز امتي ډلې د یو پخواني اختلاف پر سر یو بل ته مخامخ شوې.

د نښتې پر مهال دواړو لورو درنې وسلې کارولي او جګړې څو ساعته دوام کړی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې د ممتاز امتي ډلې یو مهم غړی هم شامل دی، چې د دې ډلې د تنظیمي جوړښت لپاره مهم بلل کېده.

راپورونه:پر اسلام اباد د تهران اړیکې د بې‌باورۍ نوې مرحلې ته داخلې شوي

د الحدث عربي رسنۍ د راپور له مخې، په وروستیو دوو اوونیو کې د تهران او اسلام‌اباد ترمنځ سیاسي همغږي کمه شوې او د دواړو هېوادونو اړیکې له نوو اختلافاتو سره مخ دي.

راپورونه ښيي چې دواړه لوري د خبرو اترو د څرنګوالي، د تماس د لارو او د احتمالي مذاکراتو د ځای په اړه ګډ تفاهم ته نه دي رسېدلي.

ویل کېږي، همدغه اختلافونو د دواړو حکومتونو ترمنځ د باور فضا زیانمنه کړې ده.

بل لور ته، پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د نویو اړیکو او غیرمستقیمو تماسونو پر پراخېدو اندېښنه ښودلې ده.

سربیره پر دې چې اسلام آباد ځان د تهران او واشنګټن ترمنځ د روغې جوړې دریمګړی بولي؛ خو هممهاله اندېښمن دی، چې ښايي د سیمې د سیاسي بدلونونو په بهیر کې له مهمو معادلو لرې پاتې شي.

شیخ هبت‌الله؛د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر د هرات ښاروال وټاکه

د طالبانو حکومت مشر شيخ هبت‌الله اخندزاده د تازه حکم له مخې د حکومت په اداري جوړښت کې نوې بدلونونه راوستي دي.

د یاد حکم پر بنسټ، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت پخوانی وزیر مولوي حمدالله نعماني د هرات د ښاروال په توګه ټاکل شوی دی.

همداراز، د هرات پخوانی ښاروال ملا نعمت الله حسن د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د فني او مسلکي مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.

په روانه اوونۍ کې دوهم سفر؛د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تهران ته رسیدلی

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تهران ته رسېدلی او ټاکل شوې له ایراني چارواکو سره پر سیمه‌ییزو تحولاتو او سیاسي اړیکو خبرې وکړي.

د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي مذاکراتو د بیا فعالېدو لپاره د اسلام‌اباد له هڅو سره دا په روانه اوونۍ کې د محسن نقوي دوهم سفر دی.

چین او روسیې؛د اوږدمهاله ستراتېژیک مشارکت د پیاوړتیا ژمنه وکړه

چین او روسیې د خپلو ستراتېژیکو اړیکو د پراختیا په لړ کې هوکړه کړې چې د «ښه ګاونډیتوب او دوستانه همکارۍ تړون» موده به نوره هم وغځوي.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ ویلي، بیجینګ چمتو دی چې له مسکو سره په ګډه د دغه تړون روحیې ته درناوی وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ «شا په شا» ستراتېژیکه همغږي لا پیاوړې کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې چین او روسیه به په سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو کې خپلې اړیکې او همکاري نوره هم پراخه کړي.

اسرائیلي رسنۍ:ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتانیاهو شاوخوا نیم ساعت د احتمالي شخړو پر سناریو ټیلیفوني بحث کړی

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمنځ یو مهم ټیلیفوني تماس شوی، چې د دواړو لورو ترمنځ یې د ستراتیژیکو مسایلو پر سر بحثونه راپارولي دي.

راپورونه وایي، دغه تماس چې د سه‌شنبې په ماښام ترسره شوی، تر نیم ساعت زیات یې دوام کړی او د منځني ختیځ د وروستیو ترینګلتیاوو په ځانګړي ډول د ایران د احتمالي رول په اړه خبرې پکې شوې دي.

که څه هم رسمي بیان نه دی خپور شوی، خو اسرائیلي رسنۍ ادعا کوي چې دواړو مشرانو د راتلونکو احتمالي بدلونونو او د سیمه‌ییزو شخړو د بیا زیاتېدو د خطر پر سناریو هم نظرونه تبادله کړي دي.

په ورته وخت کې، راپورونه زیاتوي چې د ټرمپ د راتلونکو بهرنیو سفرونو، په ځانګړي ډول چین ته د سفر د ممکنه اجنډا ځینې برخې هم په دې تماس کې یادې شوې دي.