چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeکورپاڼهسي اېن اېن؛د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند او نوې هوکړې...

سي اېن اېن؛د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند او نوې هوکړې مسوده افشا کړې

سي اېن اېن راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې یو ۱۴ مادیز هوکړه‌لیک (MOU) ترلاسه کړی چې په کې د اوربند، اقتصادي اسانتیاوو او د اټومي لانجې د حل لپاره یو پراخ چوکاټ وړاندې شوی دی.

راپور وایي، دا سند لا رسماً نه دی خپور شوی، خو د امریکا د یوه چارواکي له خوا سي اېن اېن ته ورکړل شوی او د جي۷ په غونډه کې د څو ډیپلوماتیکو سرچینو له خوا تایید شوی دی.

د مسودې له مخې، دواړه هېوادونه د جګړې سمدستي او دایمي پای اعلانوي او ژمنه کوي چې نور به د یو بل پر وړاندې دښمنانه اقدام نه کوي. همدارنګه د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو، د سمندري تګ راتګ د عادي کېدو او د محدودیتونو د لرې کولو یادونه شوې ده.

په اقتصادي برخه کې امریکا ژمنه کوي چې د ایران د تېلو او پیټروکیمیکل صادراتو بندیزونه نرم کړي او که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه ژمنې عملي کړي، نو تر ۳۰۰ میلیارد ډالرو پورې د پراختیایي تمویل امکان ورته برابرېدای شي.

همدارنګه د بندیزونو د نرمېدو او د کنګل شویو ایرانيو شتمنیو د ازادېدو موضوع هم په سند کې شامله ده.

په اټومي برخه کې، ایران بیا ټینګار کوي چې هېڅکله به اټومي وسلې جوړې نه کړي او د لوړ غني شويو یورانیمو برخلیک به په وروستۍ هوکړه کې روښانه شي.

د مسودې له مخې دواړه لوري باید په ۶۰ ورځو کې یوې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي او تر هغه وخته به د جګړې وضعیت همداسې کنټرول کې وي.

د راپور له مخې، دا سند به د جمعې په ورځ په سویس کې لاسلیک شي، خو له لاسلیک وروسته به لا هم ۶۰ ورځې خبرې روانې وي تر څو وروستۍ هوکړه بشپړه شي.

په ورته وخت، سره له دې چې سي اېن اېن وایي دا متن د یوه امریکایي چارواکي له خوا ورکړل شوی او ځینو ډیپلوماتانو یې محتوا تایید کړې، خو لا هم دا روښانه نه ده چې دا د وروستي تړون دقیق متن دی که نه.

امریکایي چارواکو ویلي چې دا یوازې یو «سیاسي سند» دی او ټولې پټې ژمنې په کې نه دي شاملې شوي، په ځانګړي ډول د ایران د اټومي پروګرام راتلونکې برخه لا روښانه نه ده.

د ایران تسنیم خبري اژانس بیا وایي چې د سند ځینې لیک شوي نسخې سمې نه دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here