چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeافغانستانزلمی خلیلزاد: د ټرانس-افغان دهلېز بریا د افغانستان، پاکستان او مرکزي آسیا...

زلمی خلیلزاد: د ټرانس-افغان دهلېز بریا د افغانستان، پاکستان او مرکزي آسیا په ګټه ده

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف له خوا د ټرانس-افغان دهلېز د رهبرۍ او ملاتړ هرکلی کړی او هغه ته یې مبارکي ورکړې ده.

خلیلزاد په اېکس کې په یوه پیغام کې ویلي چې د ټرانس-افغان دهلېز پر مټ به مرکزي آسیا د افغانستان له لارې د سویلي آسیا، عربي سمندر او هند سمندر له بازارونو سره ونښلي او دا یو مهم ګام دی.

نوموړي زیاته کړې چې د دې پروژې بریالیتوب کولی شي افغانستان، پاکستان او د مرکزي آسیا هېوادونه له اقتصادي پلوه لا هوسا او باثباته کړي.

خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلې اړیکې د دې ستراتیژیکې پروژې پر وړاندې یو مهم خنډ بللی او ویلي یې دي چې د پروژې احتمالي ګټې باید دواړه هېوادونه وهڅوي څو خپل اختلافات له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي.

هغه همداراز ویلي چې د طالبانو حکومت له دې پروژې سره لېوالتیا ښودلې او د پاکستان له پوځي مشرتابه یې غوښتي چې ورته مثبت غبرګون وښيي.

د نوموړي په وینا، دواړه لوري باید د شخړو پر ځای د سیمې د اقتصادي همکاریو او مثبت راتلونکي په اړه فکر وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here