د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په منځنۍ سیمه کې د دوو وسلهوالو ډلو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.
ځايي سرچینې وايي، دا نښته د مناتو کامران کلي په سیمه کې هغه مهال پیل شوه کله چې د کاظم او ممتاز امتي ډلې د یو پخواني اختلاف پر سر یو بل ته مخامخ شوې.
د نښتې پر مهال دواړو لورو درنې وسلې کارولي او جګړې څو ساعته دوام کړی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې د ممتاز امتي ډلې یو مهم غړی هم شامل دی، چې د دې ډلې د تنظیمي جوړښت لپاره مهم بلل کېده.

