افغان کرېکټ ملي لوبډله نن له بنګله دېش سره برخلیک ټاکوونکې سیالي کوي.
دا پنځوس اوریزه سیالي د افغانستان پر وخت دوه نیمې بجې پیلېږي.
تر دې وړاندې دواړو لوبډلو د سیریز یوه یوه سیالۍ ګټلې ده.
افغان لوبډله د دغو سیالیو کوربه توب کوي.
افغان کرېکټ ملي لوبډله نن له بنګله دېش سره برخلیک ټاکوونکې سیالي کوي.
دا پنځوس اوریزه سیالي د افغانستان پر وخت دوه نیمې بجې پیلېږي.
تر دې وړاندې دواړو لوبډلو د سیریز یوه یوه سیالۍ ګټلې ده.
افغان لوبډله د دغو سیالیو کوربه توب کوي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان ویلي، جوبایډن له ډونالډ ټرمپ غوښتي چې له اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
هغه ویلي، دواړو لوریو په کورني او بهرني سیاست هم خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، بایډن د منځنۍ اسیا، اروپا، اسیا او نورو مسایلو په اړه هم ټرمپ سره خپل نظریات شریک کړي.
په پام کې ده چې راتلونکو دوو میاشتو کې جوبایډن واک ډونالډ ټرمپ ته تسلیم کړي.
د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسیي سیال ولادیمیر پوتین سره په ټیلفوني خبرو کې له هغه غوښتنه کړې، چې د اوکراین جګړه نوره شدیده نه کړي.
د واشنګټن پوسټ د راپور پر اساس، ټرمپ هیله څرګنده کړې، چې د اوکراین جګړې د ختم په اړه ژر تر ژره له پوتین سره یو وار بیا خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ په خپله لومړۍ وینا کې هم ویلي وو، چې د جګړې پلوی نه دی.
تسنیم خبري اژانس وايي، چې د سیستان بلوچستان ولایت په سراوان سیمه کې پنځه ایراني عسکر وژل شوي.
بل لورته د سپاپاسداران ځواکونو اعلان کړی، چې سیمې ته یې د پېښې د څېړلو لپاره ځواکونه استولي.
لاهم د یاد برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
ایراني حکومت دا یوه ترهګریزه پېښه بللې ده.
د یادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د یاد ولایت په راسک ولسوالي کې پر ایراني ځواکونو بریدونه شوي وو.
د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي ویلي، له افغاني غرور څخه ډک شخصیتونه هیڅ وخت له پنجاب سره مینه نه شي کولای.
ښاغلي اصولي په خپلې ایکسپاڼې لیکلي، که د پنجاب استخدام شوي کسان په راتلونکي کې د ملک، معلم، ملا، مدرسې او پوهنتون تر چتر لاندې پټ هم شي د ولس ورڅخه کرکه ده.
نوموړي زیاته کړې، ولس که هیڅ نه شي ویلي؛ خو هر څه ویني او د ښو او بدو په توپیر پوهېږي.
د جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وايي، د پاکستان خلک باید له خپل حکومت ځواب وغواړي او د دوی دا پلمه ختمه کړي، چې هلته د کېدوونکو بریدونو پړه په بهرنیو هېوادونو او کړیو ور اچوي.
اتمر په کوېټه کې شوی برید غندلی او دغه کار یې یو جنایت بللی دی.
د اتمر په وینا، د پاکستان پوځ ترهګري د ستراتيژۍ په توګه کارولې او له دې لارې یې اقتصادي ګټه کړې ده.
هېواد کې پاتې شویو دوو سیاسي څېرو عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي له ځنډ وروسته یو بل سره کتلي دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله د دغې کتنې خبر خپور کړی؛ خو په اړه یې زیات جزیات نه دي ورکړي.
تر دې وړاندې هم دواړو له ځینې سیاسي څېرو او بهرنیو مېلمنو سره لیدنې کړې دي؛ خو د طالبانو حکومت د دوی پر سیاسي فعالیتونو بندیز لګولی او هېواد کې یې اوسېدل یوازې تر لیدنو محدود شوي دي.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، چې هیڅ شخص او یا هېواد سره به د دین او اسلامي نظام پر سر معامله ونکړي.
مولوي عبدالکبیر زیاتوي، نړیواله ټولنه باید د اسلامي نظام درنښت او د افغانستان د خپلواکي خوندیتوب ته په کتو له اوسني حکومت سره تعامل وکړي.
هغه ویلي، د دوی د حکومت سیاست جامد نه دی او غېږه یې له ټولو هېوادونو سره تعامل ته پرانېستې ده.
د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخوندزاده د احتمالي کودتا د مخنیوي په هڅه کې دی.
خبریال بلال سروري په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې پر افغانستان د بیا ځل واکمنۍ وروسته په رسنیو او غونډو کې طالبانو د ملي حاکمیت دعوه کوله؛ خو دغه دعوه او داعیه یې له لومړي سره ناقصه وه.
نوموړی لیکلي، د طالبانو مشر پر خپلو وزیرانو هم بې باوره دی او د دوی په منځ کې بې باوري تر دې حده زیاته شوې، چې د دفاع وزارت،کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست څخه یې د وسلو د ویش صلاحیت واخیست.
سروري زیاتوي، په داسې وخت کې دا ډول پرېکړې هیڅ معنی نه لري.
روسیه وايي، تېره شپه یې د مسکو پر لور ګڼ شمېر توغول شوي ډرون خنثی کړي دي.
د یاد ښار ښاروال سیرګي سوبیانین ویلي، هوايي دفاعي سیستم یې د مسکو پر بېلابېلو سیمو تر شلو ډېرې بې پیلوټکه الوتکې ویشتلې دي.
بل لورته ټاس خبري اژانس لیکلي چې د دغو بریدونو له کبله د مسکو دوو هوايي میدانونو خپلې الوتنې د لنډ وخت لپاره ځنډولې دي.
ویل کېږي چې دغه ډرون الوتکې د اوکراین له لوري ورتوغول شوې وې.