چهارشنبه, جون 3, 2026
Home Blog Page 847

عاصم منیر:د ترهګرو ډلو د مخنیوي په موخه د ډیورنډ پر کرښه مو پیاوړی سیستم جوړ کړی

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر له افغانستان سره د ډيورنډ پر کرښه د ساتنې او د ترهګرو ډلو په وړاندې د پولو د مدیریت لپاره د یو پیاوړي سیستم د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.

ډان ورځپاڼې د جنرال عاصم منیر له قوله ویلي چې، دوی دا سیستم د ترهګرو ډلو نه د پولو د ساتلو په موخه رامنځته کړی دی.

جنرال عاصم منیر په‌‌‌دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي؛ خو ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت دې دا باوري کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو ډلو له لوري نه استعمالیږي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې له افغانستان څخه د راپېښو ګواښونو په اړه باید نور د دوی زغم ونه ازمایل شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کاناډایي رسنۍ:طالبانو کابل کې متقاعد کاناډایي سرتېری نیولی

کاناډایي رسنۍ سي ټي وي خبر ورکړی چې طالبانو کابل کې یو متقاعد عسکر یې نیولی دی.

دوی د سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دعه عسکر ډیویډ لاوري نومیږي او د تېرې دوشنبې په ورځ کابل ته له داخلېدو سره سم نیول شوی دی.

د معلوماتو پر اساس، ریون رای کابل کې د خصوصي امنیتي او مشورتي خدمتونو شرکت اداري مشر و.

تر اوسه د طالبانو حکومت د هغه د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

هند کې؛په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له کبله ۱۰ نوي زیږېدلي ماشومان وژل شوي

0

د هند په اترا پردېش کې د نویو زېږېدونکو ماشومانو په روغتون کې اور لګېدلی، چې له کبله یې لس نوي زېږېدلي ماشومان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د یاد ایالت اعلی وزیر براجیش پتهاک په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

لاهم د پېښې علت معلوم نه دی.

د یادونې ده، چې په یاده څانګه کې د ۵۵ نویو زېږېدلو ماشومانو درملنه روانه وه.

بلوچستان کې؛بلوچ ازادي غوښتونکو اووه پاکستاني ځواکونه وژلي

0

د بلوچستان ایالت په کلات سیمه کې پر یو پوځي مرکز برید کې ۷ تنه پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

دغه برید چې تېره شپه شوی، د پاکستان امنیتي سرچینو د مخالفې ډلې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

بل لورته بلوچ ازادي غوښتونکي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ددغه برید مسولیت منلی او د پاکستان ځواکونو ته یې د درنې مرګ ژوبلې یادونه کړې.

د هوا د ککړتیا له کبله؛پنجاب کې بېړنی روغتیایي وضعیت اعلان شوی

0

پنجاب کې د هوا د ککړتیا له کبله تېره ورځ بېړنی روغتیايي وضعیت اعلان شوی.

اوس مهال د دغه ایالت پر دوو سترو ښارونو کې سوداګریزې چارې په ټپه درېدلې دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له تېرو دوو اونیو راهیسې په دغه ایالت کې دوړو او لوګیو دوه میلیونه وګړي ناروغ کړي دي.

د پنجاب ایالت اعلی وزیرې مریم اورنګزېب ویلي، چې ټولې ښوونیزې موسسې او بېلابېل بنسټونه تر بلې خبرتیا پورې تړل شوي دي.

ګلوبل ایشیوز:واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض زیات شوی

ګلوبل ایشیوز د یو شمېر بشري حقونو فعالانو په حواله راپور ورکړی، چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته افغانستان کې د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو نقض زیات شوی دی.

د دوی په خبره، په تېرو درې کالو کې د طالبانو د بندیزونو له کبله ۶۰ زره ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

راپور کې راغلي، چې د بشر حقونو فعالان به له افغان ښځو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د بې پولو خبریالانو بنسټ:طالبانو افغانستان کې خپلواک غږونه خاموش کړي دي

د بې پولو خبریالانو ټولنې یو وار بیا د طالبانو له حکومت غوښتي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې جبر او ظلم پای ته ورسوي.

دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو خپلواک غږونه خاموش کړي او هېوادوال یې د ویرې له کبله غږ نشي پورته کولای.

دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه خوست کې درې غږیزې رسنۍ تړل شوې دي.

لبنان؛له ایران غوښتي چې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د سولې هڅې وکړي

0

لبنان له ایران غوښتي چې د اسرائیل او حزب الله ډلې ترمنځ د اوربند په یقیني کولو کې هڅې وکړي.

د لبنان حکومت سرپرست لومړي وزیر نجیب میقاتي له ایران غوښتنه کړې چې د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره ګامونه پورته کړي.

بل لورته د ایران د مذهبي مشر سلاکار علي لاریجاني هم ویلي، چې دوی د دغه اوربند غوښتونکي دي.

فیض اباد کې؛ترافیکي پېښې اته تنه وژلي

د بدخشان په فیض اباد کې د ټرافیکي پېښې له کبله اته تنه مړه شوي.

د یاد ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې دغه پېښه کوکچي سیند ته د موټر لوېدو له کبله رامنځه شوې.

په وژل شویو کسانو کې څلور مېرمنې، یو نارینه او د رې ماشومان شامل دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه د یو کس جسد له سیند څخه راوتلی او د نورو د موندلو هڅې روانې دي.

ایران:د اسرائیل او لبنان د سولې ملاتړ کوو

0

د ایران د مذهبي مشر سلاکار علي لاریجاني ویلي، ایران د لبنان او حزب الله د سولې سبوتاژ کول نه غواړي.

هغه ویلي، که لبنان له اسرائیل سره هر ډول سوله کوي؛ نو تهران یې ملاتړ کوي.

دی دا څرګندونې بیروت ته له تازه سفر وروسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې رسنیو راپور ورکړی و، چې اسرائیل له لبنان سره د سولې په لټه دی.