چهارشنبه, جون 3, 2026
Home Blog Page 848

لبنان کې؛اسرائیلو د مدني دفاعي مرکز ۱۲ کارکوونکي وژلي

0

د لبنان د بلعیک ښار په ختیځه برخه کې اسرائیلو د یاد هېواد پر مدني دفاعي مرکز برید کړی.

د لبنان روغتیایي چارواکو ویلي، چې دغه برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د لبنان روغتیا وزارت دا برید غندلی او د روغتیایي ځایونو په نښه کول یې وحشیانه عمل بللی دی.

ممتاز بلوڅ:طالبان دې نور زمونږ صبر نه ازمایي

0

پاکستان له طالبانو یو وار بیا غوښتي چې له ترهګرو سره د مبارزې په اړه د دوی غوښتنې جدي وګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې له افغانستان څخه د راپېښو ګواښونو په اړه باید نور د دوی زغم ونه ازمایل شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې له پاکستان غوښتي چې خپلې ستونزې په کور دننه حل کړي.

جوبایډن؛سبا د چین له ولسمشر سره ګوري

0

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن به سبا په پیرو کې د چین له ولسمشر سره وګوري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وایي، دا لیدنه به د اسیا پسفیک د اقتصادي همکاریو په څنډه کې ترسره شي.

یاده لیدنه داسې مهال کېږي، چې چین وایي د امریکا له نوې رهبري سره د اړیکو پراختیا ته چمتو دي.

نا پېژاندو موټرسایکل سپرو؛پلچرخي کې دوه طالب سرتېري وژلي

نن ماښام د کابل په پلچرخي سیمه کې دوه طالب سرتېري د نامالومو موټرسایکل سپرو له لوري وژل شوي دي.

سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه طالب سرتېري یو دوکان ته د سودا اخیستلو لپاره له موټره ښکته شول.

تر اوسه چا د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

بل لورته د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو؛بدخشان کې د یوه خرس د ښکار په جرم یو کس نېولی

بدخشان کې د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې ریاست وایي، په شکي ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی، چې یو خرس یې ښکار کړی و.

د یادې ادارې رییس فیض الرحمن ابراهیمي ویلي، د وحشي ژویو ښکار غیر قانوني دی او هر هغه کس چې دغه کړنه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په شکي ولسوالۍ کې شپږ کسانو یو خرس ښکار کړی و او وروسته یې ورسره یادګاري تصویرونه هم اخیستي وو.

د شیخ هبت الله د فرمان څخه د طالبانو نا فرماني؛طالب چارواکو د عکسونو په اخیستلو او خپراوي کې په دوو ډلو ویشل شوي

د طالبانو د مشر شیخ هبت الله اخوندزاده حکم طالبان په دوو ډلو ویشلي دي.
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، د امربالمعروف وزیر، د خوست او د ننګرهار واليان په کنفرانسونو او غونډو کې خبریالانو ته د د عکس او ویډیو اخیستلو اجازه نه ورکوي؛ خو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، د کورنیو چارو وزیر، د خوست مرستیال والي او په کابل کې ګڼ شمیر نورې حکومتي ادارې له بهرنیو چارواکو او افغانانو سره د خپلو غونډو عکسونه او ویډیوګانې خپروي.

عام افغانان پوښتنه کوي، چې دین ولې د طالبانو لپاره په مختلفو ځایونو کې بېلابېل تفسیرونه لري؟

دوی زیاتوي چې د ملا هبت‌الله اخوندزاده امر ولې ځینې طالب چارواکي پر ځای کوي او ځینې ترې سرغړونه کوي او نه یې مني؟

د ټرمپ له راتګ سره؛طالب چارواکو پر ځان د عامو افغانانو د راټولونې هڅې پیل کړي

په دې وروستیو کې یو شمېر ولایتونو ته د طالب چارواکو تګ راتګ زیات شوی دی.

درې ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني میدان وردګ ته تللی و؛ خو وړمه ورځ بیا پکتیا ته ورسېد.

له هغه سره په یو وخت د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وړمه ورځ بامیان ته تللی وو؛ خو نن بیا د پکتیا میرزکې ولسوالۍ ته رسېدلی دی.

یو شمېر شنونکي باور لري، چې د افغانستان په اړه د واشنګټن بدلېدونکو سیاستونو طالبان وېرولي او هڅه کوي چې اوس عام افغانان پر ځان راټول کړي.

د طالبانو رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبداکبیر نن د میرزکې د خلکو ستونزې اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی

عباس ستانکزی:له نړیوالو مرستو پرته مو حکومت د پام وړ پرمختګ کړی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی په بهرنیو هېوادونو کې په مېشتو افغانانو غږ کړی چې، د دښمن په لاس کې له لوېدو نه، ځان وژغوري او خپل هېواد ته راشي.

عباس ستانکزي نن په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې د افغانستان غېږ او د طالبانو د حکومت غېږ د دوی پر مخ باندې خلاصه ده.

هغه ویلي، چې د طالبانو حکومت د پام وړ پرمختګ کړی او په وینا یې دا لاسته راوړنې پرته له کومې نړیوالې مرستې ترلاسه شوي، حتی که ډیری هیوادونه زموږ مخالفت کوي.

نوموړي زیاته کړې چې د هیوادوالو ترمنځ د یووالي او عدالت تامین مهم دی او د دوی حکومت د هیوادوالو د ټولو شرعي حقوقو تأمین ته ژمن دی.

د هوا پېژندنې ادارې؛نن د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د باران او سیلابونو راوتلو اټکل کړی

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېز باد او سېلابونو د راوتو اټکل کړی.

د هوا پېژندنې ادارې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه وړاندوېنه د بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پنجشېر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکندي، غور، غزني، روزګان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونو لپاره شوې ده.

یادې ادارې ویلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۳۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

ضمیر کابلوف؛پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه غږېږي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف نن پاکستان ته په یو رسمي سفر ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ضمیر کابلوف به د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړه لوري به د سیمې د سولې او ثبات په ښه کولو کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د رول په اړه هم بحثونه وکړي.