چهارشنبه, مې 20, 2026
Home Blog Page 839

نتنیاهو:ایران کې یې ټول اهدف په نښه کړي او برید یې بریالی وو

0

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، پر ایران یې هدفمند بریدونه ترسره کړي او ټول اهداف یې له منځه وړي دي.

هغه ویلي، ایران پر دوی برید کې ماتې وخوړه؛ خو دوی ځکه بریالی برید وکړ، چې ټول اهداف یې په نښه کړل.

اسرائیل وایي، ایران کې ۱۵ نظامي اهداف په نښه کړي؛ خو ایران وایي، چې زیان یې نه دی اړولی.

د ایران حکومت؛له امنیت شورا غوښتي چې پر دوی د وروستي برید په اړه فوق العاده غونډه را وبولي

0

د ایران حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې پر دوی د وروستي برید په اړه فوق العاده غونډه راوبولي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني امنیت شورا ته په یو لیک کې ادعا کړې چې اسرائیل غیر قانوني او تېري کوونکي اقدامات کړي.

لیک کې راغلي، چې دا چاره ځمکنۍ بشپړتیا نقض کوي او دا چاره د ملګرو ملتونو له منشور سرغړونه ده.

د یادونې ده چې اسرائیل تېره شپه د ایران مختلفې سیمې بمبار کړې.

ایران:افغانستان د ایران د زعفرانو په سیال بدل شوی

د ایران د نيشاپور د کرنې د ادارې رييس علي مبارکي وايي، چې افغانستان د ايران د زعفرانو پر اصلي سيال بدل شوی دی.

علي مبارکي ویلي، چې په ایران کې د زعفرانو کښت اوږد تاریخ لري، خو اوس افغانستان د ایران د زعفرانو په سیال بدل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان سږ کال تر ۷۰ ټنه زیات زعفران بهر ته صادر کړي دي.

د یادونې ده چې د بلجيم د “مزه” نړیوال انسټېټیوټ د جوزا په مياشت کې اعلان وکړ چې د لابراتوري څېړنو وروسته، د هرات زعفرانو د خوند له پلوه لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

د افغان کرکټ الف لوبډله؛نن ماښام په پای‌لوبه کې سریلانکا سره مخ کېږي

0

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان د کرکټ الف لوبډله او سریلانکا الف لوبډله د عمان په الامارت لوبغالي کې په پایلوبه کې مخامخ شي.

دغه لوبه به د دواړو لوبډلو ترمنځ د کابل په وخت د ماښام شپږ بجې پیل شي.

د افغانستان لوبډلې تېره ورځ د هند لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره ومونده.

د یادونې ده چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان لوبډله د اسیا د ایمرجېنګ جام پایلوبې ته وځي.

امرالله صالح: د طالبانو یوه ډله د احتمالي کودتاه په لټه کې دي

د افغانستان د وروستي جمهوریت لومړي مرستیال امرالله صالح نیویارک ټایمز سره د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني مرکې ته په اشارې سره وایي د طالبانو یوه ډله هڅه کوي د سیمې او لودیځو هیوادونو په مرسته په شیخ هبت الله احتمالي کودتا وکړي.

ښاغلي صالح په خپل ایکس پاڼې لیکلي د برېکس سازمان ته د طالبانو نه ور بلل ددوي انزوا او ناهیلي په ګوته کړې.

نوموړي لیکلي په داسې حال کې چې نیویارک ټایمز د یوشمیر طالب چارواکو سپینولو ته کار ویلی، چې د احتمالي کودتا لپاره هڅه کوي بهرنۍ ملاتړ ترلاسه کړي.

د وروستي جمهوریت دغه دوهمه درجه چارواکي لیکلي: « د نیویارک ټایمز مقاله له CIA سره د حقاني شبکې د اوږدمهاله همکارۍ دوام دی او له دې لارې دوی غواړي ځانونه متفاوت او کودتا ته لېوال وښيي. »

قالیباف:امریکا دې اسراییل کنټرول او یو دوامداره اوربند ته مجبور کړي

0

د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف له امریکا څخه غوښتي، چې اسراییل کنټرول او یو دوامدار اوربند ته مجبور کړي.

نوموړي ویلي، چې ایران به د اسراییل وروستي برید ته “حتمي ځواب” ورکړي.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې امریکا پر ایران د برید لپاره اسراییل ته یو فضایي دهلیز برابر کړی دی.

ده زیاته کړه، پر ایران د اسراییل په عملیاتو کې د امریکا د ګډون شواهد ایران ته روښانه دي.

عباس عراقچي دغه راز ویلي، چې ایران د ملګرو ملتونو سرمنشي ته لیک استولی او د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه یې کړې ده.

فلیپین کې؛د ټرامي په توم توپان ۱۳۰ تنه وژلي

0

فلیپین کې د ټرامي په نوم د توپان له کبله تر اوسه ۱۳۰ کسان مړه او تري تم شوي دي.

د یاد هېواد د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، دا توپان د تېرې جمعې په ورځ د هېواد په لویدیځ کې پیل شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغه توپان له کبله د اوښتو تلفاتو شمېر لاهم وروستی نه دی او ښايي تر دې نور هم زیات شي.

وال سټریټ ژورنال:د اسراییل په برید کې د ایران څلور ایس-۳۰۰ د توغندیو دفاعي سیسټم ویجاړ شوی

0

وال سټریټ ژورنال د یوه اسراییلي چارواکي له قوله ویلي، چې پر ایران د اسراییل له برید مخکې ایران څلور ایس-۳۰۰ د توغندیو دفاعي سیسټم درلود چې تر ټولو پرمختللی هوايي دفاعي سیسټم ګڼل کېږي؛ خو دغه ټول د اسراییل په برید کې ویجاړ او له منځه تللي.

ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو ګواښ کوي چې د هر شوي برید ځواب به ورکوي.

د یادونې ده چې اسراییلو تېره شپه ناوخته د ایران بېلابېل نظامي ځایونه او تاسیسات په نښه کړل.

ایران ویلي، چې د دې هوايي حملو په نتیجه کې څلور ایراني سرتېری وژل شوي دي.

خالد حنفي:د بالغو ښځو غږ عورت دی او تر دې وروسته نه شي کولای چې په لوړ غږ تلاوت او ترانې ووایي

د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي ویلي، تر دې وروسته بالغې ښځې نه شي کولای چې په لوړ اواز تلاوت او ترانې ووايي.

هغه ویلي، د بالغو ښځو غږ عورت دی او دوی نور نشي کولای چې دا چاره ترسره کړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې دوی به د امرباالمعروف قانون به په تدریجي ډول پلی کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت په نوي قانون کې د ذیروح شیانو پر تصویر اخیستلو هم بندیز لګولی دی.

جوبایډن:د اسراییل لخوا پر ایران برید به په منځني ختیځ کې روان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي

0

د امریکا ولسمشر جوبایډن هیله څرګنده کړې، چې د اسراییل له‌خوا پر ایران وروستۍ هوايي حملې به په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ دې څپرکې ته د پای ټکی کېږدي.

بایډن ویلي، چې اسراییلو له پوځي مرکزونو پرته په ایران کې نور اهداف نه دي په نښه کړي او هیله یې څرګنده کړې چې دا به د روان کړکېچ پای وي.

د یادونې ده چې اسراییلو تېره شپه ناوخته د ایران بېلابېل نظامي ځایونه او تاسیسات په نښه کړل.

بل لورته ایران ویلي، چې د دې هوايي حملو په نتیجه کې څلور ایراني سرتېری وژل شوي دي.