چهارشنبه, مې 20, 2026
Home Blog Page 836

حال‌وش:د طالبانو او د ایران پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نن سهار نښته شوې

د حال‌وش خبري آژانس خبر ورکړی، چې د طالبانو او د ایران پوله ساتو ځواکونو نن سهار د هرمند ښار په صفري نقطه کې نښته کړې.

دغه خبری اژانس وایي، د طالبانو او د ایران د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته وروسته له هغې پیل شوه چې د ایران د پوله ساتو ځواکونو د هرمند د ساسولي په کلي کې په یو شمیر بلوچو باندې ډزې وکړې.

ددغې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو او ایران رسمي سرچینو هم د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

زلمی خلیلزاد د جمهوریت مشرانو ته:افغانستان ستاسې بې کفایتۍ له خاورو سره خاورې او طلایي چانس یې له لاسه ورکړ

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړیي استازیي زلمي خلیلزاد د وروستي جمهوریت په مشرانو او یو شمیر افغان سیاستوالو سخته نیوکه کړې.

نوموړي په خپل ایکس‌پاڼه لیکلي:« جمهوریت ستاسې د بې کفایتې له امله ړنګ شو، تاسې په حکومتولۍ، په مذاکرې او جګړې نه پوهیدئ»

نوموړي افغان سیاسیونو ته په اشارې لیکلي، چې افغانستان یو طلایي چانس ستاسې د بې کفایتۍ له امله د لاسه ورکړ او تاسې افغانستان له خاورو سره خاورې کړ.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې جمهوري حکومت کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امر الله صالح ویلي، هرځل چې خلیلزاد کابل ته سفر کاوه، لومړی یې د سولې فضا جوړوله، له ولسمشر سره له کتنې مخکې یې له سیاسي رهبرانو سره کتل او ارګ یې د سولې او ثبات ګډوډونکی معرفي کاوه.

حنیف اتمر:له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو شکمن یم

د افغانستان د وروستي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي،مطمین نه دی چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه وتلي وي.

ښاغلي اتمر د عبدالحق عمري سره په خبرو کې ویلي چې د مسکو فارمت غونډه کې پدې اړه د قطعنامې له خپریدو وروسته دا شک ډیر کړی چې بهرني ځواکونه لاهم په افغانستان کې شتون لري.
محمد حنیف اتمر ونه وویل چې کوم بهرنیان په افغانستان کې شتون لري.
دا په داسې حال کې ده چې ګڼو افغان سیاسي مشرانو د دوحې تړون کې د پټو ضمایمو خبرې کوي، اوس پوښتنه داده چې ایا په پټو ضمایمو کې د امریکا او ناټو استخباراتي یا نظامي حضور شامل دي که کومه بله خبره ده.

د غزې روغتیا وزارت:د تیرکال راهیسې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې نږدې ۱۵۰ زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د غزې د روغتیا وزارت مسولین وایي د تیر کال ۲۰۲۳ د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۳۰۶۱ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۱۲۲۳ نور ټپیان شوي دي.
په غزې کې د سمدستې اوربند لپاره د نړیوالو له غوښتنو سره سره اسرائیلي ځواکونو د غزې پر عامو خلکو خپلو ړندو بمباریو ته دوام ورکړی.

مسعود پزشکیان:امریکا هېڅکله موږ نه شي تسلیمولای

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، چې امریکا هېڅکله دوی نه شي تسلیمولای.

ښاغلي پزشکیان یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، که چیرې باور او اعتماد شتون ولري، هیڅ ځواک نشي کولی زموږ د هیواد په اړه غلط نظر ولري.

نوموړي له خپلو خلکو غوښتي، چې همیشه په ځان باور ولري او ټول په اتفاق کې اوسي.

پزشکیان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې اسراییلو ددغه هېواد په بېلا بېلو دولتي ځایونو او تاسیساتو بریدونه وکړل چې څلور ایراني عسکر پکې ووژل شول.

حزب‌الله ډلې؛نعیم قاسم د عمومي منشي په توګه منلی

0

د لبنان حزب الله نعیم قاسم د دغې ډلې د عمومي منشي په توګه وټاکه.

نعیم قاسم له هاشم صفی الدین وروسته ددغې ډلې عمومي منشي وټاکل شو.

حزب‌الله ډلې د نعیم قاسم په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله د لبنان په بیروت کې د اسراییلو په برید کې ووژل شو او هاشم صفي الدین یې ځای ناستی شو؛ خو دوه اونۍ وړاندې هاشم صفي الدین هم اسراییلو وژلی.

د اوکراین؛په خارکییف کې د روسیې په حملو کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د اوکراین پر خارکییف ښار نن سهار وختي د روسیې په حملو کې څلور کسان وژل شوي.

د خارکییف ښاروال ایهور تیريخوف ویلي، چې پر اوسنو ویانسک ناحیه په دې برید کې ملکي تاسیساتو او د استوګنې کورونو ته هم زیان اوښتی دی.

تیريخوف زیاته کړې چې د ښار پر مرکز په لومړۍ حمله کې نهه کسان ټپیان شوي وو.

د هغه په وینا، په دې حمله کې یوه تاریخي ودانۍ هم زیانمنه شوه.

د امریکا د عدلیې وزارت:د سمندري ځواکونو یو قومندان یې له افغانانو د رشوت اخیستو په تور زندان ته لېږلی

امریکا خپل یو قومندان له افغانانو د رشوت اخیستو په تور زندان ته لېږلی.

د امریکا عدلیې وزارت ویلي، د جیرومي پېټمن په نوم د دغه هېواد د سمندري ځواکونو یو قومندان له افغانانو د رشوت اخېستو او امریکا ته د ورتګ لپاره هغوی ته د جعلي اسنادو د جوړولو په جرم زندان ته لېږلی دی.

نوموړي ته د محکمې لخوا د ۳۰ میاشتو حبس مودې د تېرولو سزا ورکړل شوې ده.

دغه وزارت لیکلي، چې پېټمن په خپل جرم اعتراف کړی.

یاد وزارت زیاته کړې چې پېټمن ویلي، ۲۰ افغانانو ته یې داسې اسناد چمتو کړي چې وښیي هغوی په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه دندې ترسره کولې.

دين خانه او د دين نرسان

0

لیکوال: رحمت شاه فراز
د دين په پېچلي کولو کې د ملا ګټه دا وه، چې د دين په څېر فردي پديده يې د ملا ملکيت وګرځوله. د دين د پېچلتيا سلسله له عباسي دورانه پيل شوه او بيا نظام الملک د پېچلتيا عروج ته ورسوله.

د دينپوهانو دليل دا دی، چې ايا طبابت د هر سړي کار دی که لومړی به تخصص پکې اخلي؟ خو د دوی دا مثال تر بحث لاندې مسئلې سره هېڅ اړخ نه لګوي. دين الله تعالی فرد ته د عمل کولو لپاره را لېږلی، د دې لپاره نه دی چې د دين په سر د بل سړي عمليات وکړو يا د امر او نهي پېچکاري ورکړو.

ملا د دين په پېچلتيا کې ګڼ مراحل ووهل. په لومړنۍ مرحله کې يې د دينپوهنې په برخه کې دومره فنون او علوم ايجاد کړل، چې عام سړي ته يې يوازې د نومونو زدکړه هم تر ابن سينايي طبابته مشکله شوه. په دې سره يې عوام په دين کې بې وسه کړل.

په دوهمه مرحله کې دينپوهانو د ځان لپاره داسې لقبونه اختيار کړل، چې له ځان سره يې يو ډول تقدس لېږداوه. امام، شيخ الحديث، شيخ القران او داسې نور. په قرآن کې يوازې د تفقه في الدين اصطلاح راغلې وه، دا نور ټول د دينپوهانو شخصي ايجاد و.

په دريمه مرحله کې ملا د اختلاف له موجوديته انکار وکړ او خپله خبره يې وروستۍ او د خدای يوازينۍ منشأ وګڼله. مګر په طبابت کې د دوهمې او دريمې رايې اخيستو اصل تر نن ورځې پلي کېږي.

په دې مراحلو سره دينپوهان په ديني چارو کې د صحيح او غلط قاضيان شول او دا يې هېر کړل، چې په دين کې خو صحيح او غلط يوازې د خدای په لاس کې دي. تاسو لويې، لويې فتاواوې در وګورئ، تر هرې فتوې لاندې (والله اعلم بالصواب) ليکلي وي. چې صحيح او صواب يوازې خدای ته معلوم دي، نو ملا خپلې فردي فتوا ته د قانون شکل څرنګه ورکولی شي؟

په پورتنيو درې واړو کې تر ټولو خطرناکه دريمه مرحله وه. زموږ د وطن د نوي قانون جوړوونکي په دې پوهېږي چې د دوی په قانون کې ليکل شوې ګڼې مسئلې اختلافي دي او د دې اختلافونو په منځ کې د يوه غوراوی د فرد خوښه ده، د ملا يا حاکم کار نه دی. چې په يوه مسئله کې اختلاف موجود وي، فطري خبره ده چې په خپله خبره يا نظريه باندې د تقنين او تنفيذ تر بريده تاکيد نه شو کولی. اختلاف په دې معنا هم دی، چې دا اطمينان نشته، چې د چا خبره سل سلنه سمه ده او په دې صورت کې يوازينۍ لاره دا ده، چې د عمل کولو لپاره د يوه نظر يا فتوا غوراوی فرد ته پرېښودل شي. تاسو څو شېبې تصور کړئ، که طبيبان حاکمان شوو او خپل د امر او نهي قانون يې وضع کړ، د انسانان وضعه به څرنګه وي؟

ملا چې دينپوهنه له طبابت يا انجينري سره پرتله کوي، نو بيا دې ټول رنګ او بوی د هغو ور خپل کړي. له ځانه دې د دين ډاکټر جوړ کړي او د کوڅې په سر کې دې «دين خانه» پرانيزي او خپلو مراجعينو ته دې شېبې وشمېري. طبيبان چې کور په کور نه ګرځي، د دين نرسان ولې په چوکونو کې ليدل کېږي؟

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

د افغاني اسلام له تبلیغه تر تنفیذه انحراف

0

لیکوال: رحمت شاه فراز

دا نن چې تاسو په خپله ټولنه کې د اسلام کومه بڼه وينئ، د دې ډېرې کمې برخې يې له قرآن او سنت نه سرچينه اخیستې ده. د دې وجه دا ده، چې زموږ په ټولنه کې تاريخي اسلام حاکم دی، په خپله مذهبي اسلام د ټولنې په ډېره محدوده ساحه کې منل شوی دی. له مذهبي نه مې مراد هغه اسلام دی، چې سرچينه يې له قرآن او سنت نه اخيستل شوې وي. ځينو خلکو ته به يوازې د معروف و منکر قانون تر نظر ورځي، خو اوسمهال زموږ د ټولنې په بنيادي بستر کې ټول ټغر د تنفيذي اسلام خپور شوی دی. زموږ د ټولنې هغه منوره طبقه هم چې د دين په روح يې يا خپله ځان پوه کړی او يا يې د نورې نړۍ له روشنفکره علماوو نه زدکړه کړې ده، له حاکمې طبقې سره يوازې په جزياتو کې اختلاف لري. مثلا په پورتني قانون کې د ښځو اواز عورت ګڼل شوی دی. منوره طبقه له حاکمانو سره په همدې ټکي اختلاف کوي، چې ايا په رښتيا هم په اسلام کې د ښځې غږ عورت دی که نه دی او بيا هغه ايتونه او احاديث ورته راوړي، چې د هغو له مخې د ښځې د اواز نه عورت والی ثابتېدلی شي.

خو دغه استدلال د مسئلې ډېره سرسري مطالعه ښيي. د وکړه مه‌کړه د قانون ګڼې مادې به له قرآن او سنت سره په ټکر کې وي او ښايي د حاکمې طبقې منصف مزاجه ډله به راسره د هو سر هم وښوروي، خو دا به په دې معنا نه وي، چې موږ مسئله سمه پېژندلې او يا مو يې حل لاره موندلې ده.

لومړی بايد په دې ځان پوه کړو، چې زموږ په ټولنه کې لږ تر لږه د اوسمهالني اسلام بنياد او منبع قرآن او سنت نه ده، بلکې هغه عملي شوی دين دی، چې په سمه يا ناسمه بڼه د مذهبي متنونو پخوانیو شارحینو او لیکونکو په خپلو کتابونو کې بيان کړی دی. په بله وينا، زموږ د ټولنې اسلام، مذهبي اسلام نه دی، تاريخي اسلام دی.

د خپلې ټولنې په اوسمهالني اسلام باندې د پوهېدو لپاره به یوې وړې بېلګې ته ودرېږو. مثلا تاسو د معروف او منکر قانون در وګورئ، هلته به ډېر کم داسې ومومئ، چې يوه مسئله دې له قرآن او سنت نه بيان شوې وي او شاوخوا په ټول قانون کې يوازې تاريخي استدلال سترګکونه وهي او دا ښکاره ده، چې تاريخي استدلال د اسلام په برخه کې تر ټولو کمزوری استدلال دی. خو په ورته وخت کې تر ټولو زورور استدلال هم دی، په دې چې تاريخي استدلال قدامت لري او زموږ ټولنه له بنياده قدامت پرسته ده. زموږ منوره طبقه هم چې د حاکمانو په مقابل کې کمزورې ښکاري، وجه يې دا ده، چې منوره طبقه له قرآن او سنت نه خبرې کوي او حاکمه طبقه او د دې طبقې ملاتړي دوديز ملايان تاريخي اسلام غږوي او په ډېره تونده ژبه دا پوښتنه کوي، چې ايا دا ټول تاريخي سفر ترکستان ته وهل شوی دی او اوس به دا نوي روشنفکران موږ ته د کعبې لاره راښيي؟

يو بل دليل چې د معروف و منکر د قانون حيثيت ور شړوي، دا دی چې په قرآن کريم کې يوازې د ګوتو په شمېر احکام اجتماعي او تنفيذي صبغه لري، نور ټول احکام فردي جنبه لري او د فردي احکامو په برخه کې ان د حکومت مسووليت هم يوازې د تبليغ تر حده وي، د تنفيذ حق يې نه لري.

په پای کې به يو بل دليل هم راوړو. په قرآن کريم او د احاديثو په ټوله مجموعه کې د معروف او منکر ټکي تنها راغلي دي، د معروفاتو او منکراتو ليستونه نه دي ورسره ذکر شوي، خو زموږ په هېواد کې چې د معروف او منکر بشپړ قانون موجود دی، سرچينه يې هماغه تاريخي پاڼې دي، قرآن او سنت نه دی. دا نیوکه هم کېدلی شي، چې اخر دغه تاریخي پاڼې هم د قرآن او سنت په بنیاد لیکل شوې دي، خو خبره دا ده، چې د قرآن او سنت تعبیر او تفسیر خو زه هم کولی شم، پوښتنه دا ده، چې زما تعبیر او تفسیر دې ولې غلط وي او تاریخي پاڼې دې ولې دومره معتبرې شي، چې د قانون بڼه خپله کړي؟

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.