دوشنبه, جون 22, 2026
Home Blog Page 836

بریټانوي چارواکی:افغانې ښځې مو هېرې کړې نه دي او له طالبانو سره به حساب کتاب وکړو

د بريتانيا د بهرنيو چارو مرستيال وزير هميش فالکونر وايي، د افغان ښځو او نجونو له حقونو څخه دفاع د بريتانيا له مهمو لومړيتوبونو څخه ده.

فالکونر په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، چې له افغانو ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د منلو وړ نه دی.

نوموړې زیاته کړې، چې افغانستان په نړۍ کې يوازينى هېواد دى، چې نجونې يې تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې دي.

فالکونر دغه راز ویلي، چې بریتانیا د طالبانو حکومت له لوري دغه محدودیتونه په کلکه غندي.

دغه بریتانوي چارواکي ټینګار کړی چې افغانې ښځې دوی هېرې کړې نه دي او له طالبانو سره به حساب کتاب وکړي.

د طالبانو حکومت دفاع وزیر؛د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره کتلي

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره کتلي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سعودي عربستان سفیر له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو او بشري، اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه لیدنه کې مولوي یعقوب مجاهد د افغانستان او عربستان اړيکې د عقیدتي او فرهنګي اړخه شريکې بللې او ددغه هېواد له لوري په بېلابېلو برخو کې له همکارۍ یې مننه کړې.

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې یعقوب مجاهد په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت بیا پرانستل مهم او ارزښتناک بللي.

فرانسې؛د بشارالاسد د نېولو حکم صادر کړی

0

یو شمېر سرچینو خبر ورکړی چې فرانسوي قاضیانو د سوریې د پرځول شوي حکومت د ولسمشر بشارالاسد د نیول کېدو امر کړی.

سرچینې ویلي، دا امر د فرانسوي‌ـ‌سوریایي وګړي صلاح ابونبوري د قضیې په اړه صادر شوی.

ابونبوري په ۲۰۱۷ کې سوریه کې د یو بمبار پر مهال ووژل شو.

د یادونې ده چې دا دویم ځل دی چې د اسد د نیولو حکم صادریږي.

سیمه‌ییزې سرچینې:تخار کې ناپیژندو وسله والو یو چینایي وګړی وژلی

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، تخار کې ناپیژاندو وسله والو یو چینایي وګړی وژلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سې شنبې په ورځ پر دغه چینایي وګړي، یو ژباړن او یو بل تن برید شوی.

سرچینې وایي، تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت په دې اړه ژباړن نیولی دی.

ټرمپ:پر هغو چینايي توکو تعرفې لوړوم چې له دغه هېواد څخه مکسیکو او کاناډا ته صادریږي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، پر هغو چینايي توکو د تعرفو لوړولو په لټه کې دی، چې له دغه هېواد څخه مکسیکو او کاناډا ته صادریږي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر لوړې وړاندې یې ویلي وو، چې پر چین، مکسیکو او کاناډا به تعرفې لوړې کړي.

بل لورته چین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ په تېرو دوو ورځو کې ګڼ شمېر فرمانونه لاسلیک کړي دي.

امیرخان متقي؛له جنګ اونال د کابل او ترکیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، امیرخان متقي په دې لیدنه کې له جنګ اونال غوښتي چې د کابل او انقرې ترمنځ اړیکې باید پیاوړې شي.

بل لورته د ترکیې سفیر ژمنه کړې چې هېواد یې هڅه کوي څو له طالبانو سره په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.

اتونبایووا له امیرخان متقي سره لیدنه کې؟له افغانستان سره د پرمختیايي مرستو کچه زیاته شوې

د یوناما مشره روزا اوتنبایووا وایي، په تیرو دریو کلونو کې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه له بشري مرستو څخه زياته شوې.

نوموړې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې دا يو خورا مثبت پرمختګ دی او د افغانستان پر اقتصاد به يې اغېز مثبت وي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، چې د یوناما مشرې ډاډ ورکړی چې دا مثبت بدلون به دوام ومومي.

د سند له زندانونو؛تېرو دوو کالو کې له ۴۲۰۰ زیات افغان بندیان ازاد شوي

د پاکستان په کراچۍ کې د طالبانو حکومت قونسلګري وایي، چې په تېرو دوه کالو کې یې له ۴۲۰۰ زیات بندیان ازاد کړي.

سرچینه زیاتوي دا بندیان د غیر قانوني اسنادو نه لرلو او بېلابېلو علتونو له کبله نیول شوي دي.

یادې قونسلګري څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی پاکستان کې د افغانې بندي راحیلې د خلاصون لپاره هڅه کوي او ژر به یې له بند څخه خلاصه کړي.

ټرمپ:که پوتین د اوکراین جګړې په اړه خبرو ته حاضر نه شي؛ نو بندیزونه به پرې ولکوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که پوتین د اوکراین جګړې په اړه خبرو ته حاضر نه شي؛ نو دوی به پرې بندیزونه ولګوي.

نوموړي ویلي، اروپايي ټولنه هم باید د اوکرایند ملاتړ لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

د ټرمپ په خبره، اوکراین ته د وسلو د ورکولو په اړه هم غور کوي.

هغه د یادې جګړې ختمولو لپاره پر چین د فشار راوستلو خبره هم کړې او ویلي یې دي، چې دا هېواد هم د یادې جګړې د ختمولو په برخه کې مهم رول لري.

جان ایګلنډ:د ډونالډ ټرمپ له لوري د مرستو ځنډول به افغان مېرمنو ته بدې پایلې ولري

د ناروې د کډوالو شورا مشر ویلي، د ډنالډ ټرمپ له لوري به د درې میاشتو لپاره د مرستو ځنډول د افغانستان لپاره بدې پایلې ولري.

جان ایګلنډ ویلي، ښايي دا پرېکړه به تر ډېره د ښځو او نجونو پر ژوند منفي تاثیر وکړي.

نوموړی زیاتوي، که په دې برخه کې کوم مثبت بدلون رامنځته نه شي، نو دوی اړ دي، چې مرستې راکمې او د ښځینه کارکوونکو دندې پای ته ورسوي.

واک ته له رسېدو سره ټرمپ هېوادونو ته مرستې د درې میاشتو لپاره بندې کړې.