جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 835

د لاهور یوه مدرسه؛شپږو استادانو په ۱۵۰ زدکونکو جنسي تېري کړي

0

د پاکستان په لاهور کې په یوې دینې مدرسې کې استادانو له ۱۵۰ زدکوونکو سره جنسي تېرې کړی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر اساس، دا جنسي تېري د شپږو استادانو له لوري شوی دي.

ویل کېږي، چې له دوی سره تر جنسي تېري وروسته به د مدرسې استادانو شاګردان قسمي کول چې هیچاته حل ونه وايي.

دا لومړی ځل نه دی؛ بلکې تر دې وړاندې هم د پاکستان په ګڼو مدرسو کې استادانو پر زدکوونکو جنسي تېرې کړي، چې د ځنیو عمرونه به ان له اوو کالو هم کم وو.

شمالي وزیرستان کې چاودنه؛۴ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

په شمالي وزیرستان کې د یوې چاودنې له کبله ۴ تنه وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي.

دا چاودنه په رزمک بازار کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د بلوجستان په موسی خېلو سیمه کې ۲۳ پنجابیان د بلوڅ ازادي غوښتونکو لخوا وژل شوي وو.

د یوناما استازې ته؛کندهار کې د طالبانو حکومت مشر د لیدنې وخت نه دی ورکړی

د طالبانو حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې روزا اتونبایووا ته د لیدلو وخت نه دی ورکړی.

ویل کېږي، چې اتونبایووا د نوي قانون په اړه د لیدنو لپاره کندهار ته تللې وه چې وروسته ورته ویل شوي وو، چې د کندهار لپاره د طالبانو والي به ورسره وویني؛ خو له هغې سره ان د والي مرستیال لیدلي وو.

د کندهار ولایت مقام وايي، په دې لیدنه کې له کروندګرو سره د مرستو په اړه خبرې شوې دي.

د یادونې ده چې یوناما تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت د امرباالمعروف نوي قانون ته غبرګون ښودلی.

د طالبانو حکومت د مشر نوی فرمان:د وزارتونو او ادارو له ویاندویانو پرته هیڅوک د طالبانو له ادرسه نشرات او خبرې نشي کولای

د طالبانو حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په یو تازه فرمان کې ویلي، چې د وزارتونو او ادارو له وياندويانو پرته هېڅوک نه شي کولای د طالبانو له ادرسه نشرات او څرګندونې وکړي.

په دغه فرمان کې راغلي، چې ویاندویان هم یوازې کولای شي چې د دوی موخې، پالیسي، فعالیتونه او لاسته راړونې خپرې کړې.

فرمان کې زیاته شوې، په هغو چارو کې چې د دوی موقف په کې واضح نه وي؛ هیڅ ویاند نه شي کولای خپل نظر څرګند کړي.

فرمان کې راغلي، چې د ویاندویانو فعالیتونه یوازې اړوندو ادارو پورې محدود دي او دوی مکلف دي چې د مطالبو له نشرولو مخکې د اړوند وزارت یا ادارې له مقام څخه اجازه واخلي.

د اګست۲۶مه؛کابل کې پر امریکایي ځواکونو د برید له درېیمې کالیزې سره برابره ده

د اګست ۲۶مه، د کابل هوایي ډګر کې پر امریکایي ځواکونو د برید ۳یمې کالیزې سره برابره ده.

د دغه برید پړه داعش ډلې منلې وه.

که څه هم پر دغه برید درې کاله تېرېږي؛ خو لاهم یاده موضوع د بایډن پر حکومت د فشار په توګه کارول کېږي.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر بایډن نیوکه لري چې د دغې پېښې له قربانیانو سره یې هیڅ اړیکه هم نه ده نیولې.

ټرمپ پر ټاکنیز کمپاینونو کې هم دا موضوع د بایډن لپاره د پیغور په ډول یادوي.

د یادونې ده چې دغه برید کې ۱۳ امریکایي پوځیان هم ووژل شول.

د ډونالډ ټرمپ؛د مېرمن ملانیا ټرمپ د خاطراتو کتاب چاپ شو

‏د ډونالډ ټرمپ مېرمنې ملانیا ټرمپ پر خپل انستاګرام د “ملانیا” په نوم د خپلو یاداښتونو چاپېدو خبر ورکړی.

هغې ویلي، دغه یاداښتونو کې به د خپل ژوند تجربې له خلکو سره شریکې کړې.

بل لورته ډونالډ ټرمپ هم د دغه کتاب لوستلو ته خلک هڅولي.

دې کتاب کې د ډونالډ ټرمپ واکمني کې د لومړۍ مېرمنې تجربې او خاطرې شریکې شوې دي.

اتونبایووا کندهار کې؛ له کروندګرو سره د بدیل معیشت برخه کې مرسته کوو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (UNAMA) مشره روزا اوتونبایوا وايي، په افغانستان کې له کروندګرو او د کوچنیو کاروبارونو له جوړونکو سره همکاري کوي.

اوتونبایوا پرون د کندهار لپاره د طالبانو حکومت له مرستیال والي سره په لیدنه کې ویلي، چې له کروندګرو سره له نږدې ویني او وروسته ورسره د کوکنارو د بدیل مرسته کوي.

هغې ویلي، د افغانستان بانک سره په همکارۍ خلکو ته پورونه ورکوي؛ ترڅو کوچني کاروبارونه پیل کړي.

نبیل:له هرې افراطي دورې وروسته ټولنو د نوي مسیر پر لور حرکت کړی

د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، چې له هرې افراطي دورې وروسته، ټولنو په نوي لور حرکت کړی.

د هغه په خبره، د افراطي دورو وروسته ټولنې داسې لوري ته تللې، چې د مذهب او سیاست رول پکې په متوازن او درناوي سره تعریف شوی دی.

هغه د ترکیې او مالیزیا هېوادونو بېلګې وړاندې کړې، چې له مذهبي افراطیت ورسته په کې د نظامونو نوې بڼه راغلې ده.

دی دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم څرګندونې له غبرګونونو سره مخ شوې.

د یادوې ده چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم کابل کې د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې د نجونو د زده کړې مسله حساسه ده، او په میاشتو او هفتو نه حل کیږي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې په داسې حال کې چې قهرجن ښکاره کیده وویل، د نجونو د زده کړې په اړه د علماوو تحقیق دوام لري، که ثابته شوه چې د نجونو زده کړې جایز دي؛ نو زده کړو ته به اجازه ورکړو، خو که تحقیقات دا وي چې نه دي جایز، همداسې به پاتې وي.

حزب‌الله:اسرائیل په سیمه کې د شخړو زیاتېدو هڅه کوي

0

د لبنان حزب الله ډلې اسرائیل په سیمه کې د شخړو پر زیاتېدو تورن کړي دي.

د یادې ډلې مشر حسن نصرالله ویلي چې اسرائیلو د حزب الله ډلې د مهم قومندان فواد شکر په وژلو سره ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کړې.

حزب الله ډلې زیاته کړې چې د اسماعیل هنیه او شکر وژنو ته به له دوی وروسته ایران او ورپسې حوثيان پخپل ډول ځواب ورکړي.

یادې ډلې وړمه ورځ پر اسرائیلو ګڼ شمېر توغندي ور وتوغول.

رویټرز بیا راپور ورکړی چې تر اوسه په دغه برید کې یو تن وژل شوی دی.

ندا محمد ته د طالبانو غبرګون؛خپله کمزوري په اسلام مه پټوئ

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وروستیو څرګندونو د یو شمېر د طالبانو غبرګونونه هم راپارولي.

تازه د طالبانو حکومت د استخباراتو غړي جابر نعماني لیکلي چې دا نظر د نظام نه؛ بلکې د یو شخص دی.

هغه لیکلي،” په دې مورد سکوت د کتمان په درجه کې دی؛ خو د یو لړ لوړو مصالحو په خاطر وخت (چې نشته) له اشدو ضرورتونو څخه دی تر څو فزیکي، علمي او… خنډونه په خورا ښو تکتیکونو له مینځه ولاړ شي.”

په همدې حال کې بل طالب قاري منصور لیکلي چې خپله کمزورتیا باید په اسلام پټه نه شي.

هغه لیکلي،”اسلام دومره کمزوری دین نه دی چې د ښځینه تعلیم په څیر دې معلومې او مهمې مسئلې ته حل لاره ونلري، بلکې دا دلته د اسلام نه د حاکمو افرادو په کمزوري درک او فهم پورې تړلې مسئله ده.
د وزیر صیب لاندې څرګندونې خلک په اسلام بدګمانه کوي او د اسلام په اړه داسې منفي ذهنیت ایجادوي چې ګواګې اسلام یو قلف او له واقیعت نه خلاص دین دی.”

د یادونې ده چې نن د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو سرپرست وزیر ویلي چې علماوو تحقیق شروع کړی که اسلام کې د ښځو زده کړې روا وې؛ نو اجازه ورکوو او که ناروا وې، ښوونځي به همداسې تړلي وي.