سه شنبه, جون 16, 2026
Home Blog Page 829

امیرخان متقي؛د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي

‏د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير شيخ عبدالله بن زايد آل نهيان سره لېدلي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او اماراتو پر دوو اړخيزو اړيکو، د اقتصادي همکاريو پراختيا او سيمه‌ييزو مسايلو خبرې اترې وکړې.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه لېدنه کې د افغانستان او اماراتو ترمنځ د سوداگرۍ پر زياتوالي، په ځانگړې توگه اماراتو کې افغان توکو ته د بازارموندنې پر لارو چارو خبرې وشوې او پرېکړه شوې چې په اړه به يې تخنيکي کارونه ترسره شي.

تکل دغه راز لیکلي:« د بهرنيو چارو وزير له اماراتي لوري وغوښتل چې افغانانو ته د ويزو د ورکړې په برخه کې اسانتياوې راشي او افغان حکومت چمتو دی چې د پروسې د ښه پلي کېدو په برخه کې خپل رول ولوبوي.»

د هغه په خبره، په پای کې د دوې اړخيزې سوداگرۍ د لا پراختيا په موخه د منظم کار پر دوام او د توافق شوو چارو پر تعقيب هوکړه وشوه.

امیرخان متقي؛د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سره پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې کړې

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وکرم مسري د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل ویلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو تر منځ په سیاسي، اقتصادي او د خلکو تر منځ په اړیکو هر اړخیزې خبرې وشوې.

په لیدنه کې امیرخان متقي د هند د بشردوستانه مرستو مننه کړې او زياته کړې یې ده چې د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي د سیمې د یو مهم او اقتصادي هیواد په توګه له هندوستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

متقي هندي لوري ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستانه چاته خطر نشته او د ديپلوماتیکو اړیکو د لوړولو، د سوداګرو، مریضانو او محصلینو د ویزو اړوند د سهولتونو رامنځته کولو هیله یې څرګنده کړې ده.

تکل ویلي چې د هند مرستیال وزیر په افغانستان کې د سرتاسري امن، ثبات، له مخدره توکو، او فساد سره د طالبانو د مبارزي ستاینه کړې او زیاته یې کړه چې هند لیواله دی په سیاسي او اقتصادي برخه کې له افغانستان سره اړیکې پراخې او د چابهار بندر له لارې سوداګري ته وده ورکړي.

په پای کې دواړو خواوو د ویزو او تجارت په برخه کې د اسانتیاوو په راوستلو هوکړه کړې.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت؛د جبریل عمر پر مړینې خواشیني ښودلې

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د استرلیایي ښوونکي جبریل عمر پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د دغې پېښې په اړه د عمر کورنۍ او خواخوږو ته تسلیت وایي.

جبریل عمر تېرو کلونو کې طالبانو نیولی وو، چې وروسته مسلمان او کابل کې یې اوسېدنه غوره کړه.

هغه له اوږدې مودې راهیسې د سرطان له ناروغۍ کړېده.

اسټرالیایي ښوونکی؛جبریل عمر کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ

اسټرلیاوي ښوونکی جبریل عمر کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ.

جبریل عمر چې د طالبانو حکومت سره زنداني وو، له خوشې کېدو وروسته مسلمان او په افغانستان کې یې استوګنه غوره کړه.

نوموړی له اوږدې مودې راهیسې له ورپېښې ناروغۍ کړیده او نن ومړ.

شمالي وزیرستان؛وسله والو د ترهګرۍ ضد افسر وژلی

0

نا څرګندو وسله والو د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیس افسر وژلی دی.

ځايي مسوولینو ویلي، چې یاد افسر په هدفي برید کې په نښه شوی.

تر اوسه چا د پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د یادونې ده، چې هلته دا ډول پېښې تحریک طالبان پاکستان ډله ترسره کوي.

د طالبانو حکومت رسمي اعلامیه کې؛د پاکستان د پولي واحد روپۍ کارول غبرګونه راوپارول

په رسمي اعلامیه کې د افغانۍ د کرنسۍ پر ځای د پاکستان د پولي واحد روپۍ کارولو د ټولنیزو رسنیو د یو شمېر افغانو کاروونکو نیوکې راپارولي.

دیني عالم مولوي رحمت الله اندړ لیکلي، چې له طالبانو سره شل کاله په کالدارو معامله شوې، نو ځکه د افغانۍ او ډالرو اسعار هم ورته روپۍ ښکاري.

مولوي اندړ دا چاره هم د طالبانو وارخطایي بللې، چې د افغانیو پرځای د پاکستان کرنسۍ نوم اخلي.

بل لورته لیکوال خوشحال خلیل هم د طالبانو حکومت پر مرستیال ویاند نیوکه کړې چې د افغانیو او ډالرو پر ځای یې د پاکستان د کرنسۍ نوم کارولی.

خوشال خلیل لیکلي، چې د دوی ذهن، فکر او اصطلاحات ټول پاکستاني دي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د مرستو په اړه د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون کې لیکلي وو، چې امریکا له دوی سره یو روپۍ مرسته هم نه ده کړې.

د طالبانو حکومت؛مرستیال ویاند د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې کړی پوسټ ایډیټ کړ

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت خپل هغه ټویټ بیرته ایډیټ کړی، چې طالبانو سره د مرستو په اړه یې د ټرمپ په غبرګون کې کړی وو.

په لومړي پوسټ کې هغه ویلي وو، چې دا مرستې که قطعه هم شي دوی ورته کومه اړتیا نه لري او امریکا هم باید دا لګښتونه قطع کړي؛ خو وروسته یې خپل پوسټ څخه دغه جمله اېستلې ده.

د یادونې ده چې ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا طالبانو ته په میلیاردونو ډالر ورکوي او دا ورته د منلو وړ نه ده.

«چا غوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه»

لیکوال: عبدالعزیز نایبي

د ارواښاد ملنګ جان د دې مشهور شعر کیسه هغه وخت ته ورګرځي چې افغانستان د پښتونستان د داعیې او ډیورند کرښې پر سر پاکستان سره سخته لانجه کې ښکېل وو، د دواړو ملکونو ترمنځ اړیکې ترینګلې وې. یوځل لومړي وزیر داود خان پداسې حال کې چې پراخ ولسي ملاتړ ورسره وو په ۱۹۶۳م کال پاکستان ته د سفربرۍ امر وکړ، خو د منځګړو په وساطت له کړې پریکړې تېر شو. د سردار داود خان هڅه دا وه چې نننی خیبر پښتونخوا او د بلوجستان له لاسه تللې سیمې د پاکستان له ولکې وباسي.

همدا وختونو وو چې ولسي شاعر محمد امین مشهور په ملنګ جان له ننګرهار څخه کابل ته د کار له پاره بللی شوی وو. ملنګ جان چې امي وو، داود خان ورته د لیک لوست د زدکړې له پاره استاد وګماره. هغه په کابل راډیو کې د پښتو موسیقۍ د تنظیم مشر وو او د ولسونو د بیدارۍ له پاره ېې د پښتونستان په اړه حماسي سندرې او ترانې جوړولې. د استاد حبیب اله رفیع په وینا ملنګ جان به هروخت د پښتونستان خپرونې ته نوی شعر وایه؛ د ۱۹۶۲م کال د اپریل په شلمه د پاکستان لومړنی جمهور ریس سکندر میرزا کابل ته په سفر راغلی وو، حکومتي مسوولینو ملنګ جان ته ویلي وو چې د میلمه د هستوګنې تر وخته پورې به د پښتونستان نوم نه اخلي، خو ملنګ جان خپل عادت قضا نه کړ او دا شعر ېې ووایه:

چا غوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه

د سرو شونډو د پاسه سور پېزوان مه یادوه

راوړئ زولنې چې اول ښکُل بیا ېې په پښو کړم

د مینې کار کې مالره زندان مه یادوه

دلیل او دلایل په خط او خال د یار مېن کړم

دا څه له راته واېې تور زُلفان مه یادوه

شمع په ژړا شوه لباسي پتنګان لاړل

وردانګه ملنګ جان خو د ځان مه یادوه

ملنګ جان په ۱۹۱۴م کال د ننګرهار ولایت بهسودو کې زیږدلی وو. په ۱۹۵۷م کال د کابل-جلال آباد د لویې لارې په اوږدو کې د لته بند په سیمه کې، د موټر د اوښتو په پېښه کې له خپل یواځیني ځوی داو جان سره ومړ.

طالبانو حکومت:له امریکا څخه نه مرستې غواړو، نه یې توقع لرو، او د میلیاردونو مرستو ادعاوې یې هم ردوو

د طالبانو حکومت د ټرمپ هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې امریکا ورسره میلیاردونه ډالره مرسته کوي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، امریکا نه یوازې دا، چې دوی سره مرستې نه دي کړي؛ بلکې له دوی یې هم میلیاردونه ډالر غصب کړي.

د نوموړي په خبره، افغانستان ته د امریکا رالېږل شوې پیسې بېرته د دوی د ځواکونو پر تېښته مصرف شوې دي.

تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دوی افغانستان ته میلیاردونه ډالره ورکوي چې دا ورته د زغملو نه ده.

مجاهد:سهیل شاهین په قطر کې زمونږ د سرپرست سفیر په توګه وټاکل شو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ومنله، چې سهیل شاهین په دوحه کې د دوی د سرپرست سفیر په توګه ټاکل شوی.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې هغه به تر دې وروسته قطر کې د طالبانو حکومت د سفیر په توګه دنده کوي.

بل لورته بیا د قطر دفتر پخوانی سرپرست محمد نعیم د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال ټاکل شوی دی.

تېره ورځ بیا سهیل شاهین له نړیوالو غوښتي وو، چې د افغانستان لپاره خپل سفارتونه د دوحې پر ځای په کابل کې پرانېزي.