د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه هېواد په سیمه کې د کړکېچ د بیا زیاتېدو د مخنیوي او د ثبات د ټینګښت لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې روانې ساتي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي چې دوحه هڅه کوي وضعیت بېرته د ایران پر وړاندې له جګړې مخکې د ثبات حالت ته ور وګرځوي او د نوي تاوتریخوالي د رامنځته کېدو مخه ونیسي.
نوموړي همداراز د غزې د وضعیت په اړه ویلي چې قطر د منځګړیتوب رول ته دوام ورکوي او هڅه کوي د اوربند تړون په بشپړ ډول عملي شي.
راپورونه ښیي، د تېر کال په اکتوبر کې په غزه کې د اعلان شوي اوربند سربېره، د اسرایيلو په بریدونو کې په غزه کې نږدې ۱۰۰۰ کسان وژل شوي چې دا د سولې د ټینګښت په اړه اندېښنې زیاتوي.

