سه شنبه, جون 16, 2026
Homeکورپاڼهاروپایي کمېسیون: په هرمز تنګي دې آزاد تګ راتګ تضمین شي

اروپایي کمېسیون: په هرمز تنګي دې آزاد تګ راتګ تضمین شي

د اروپایي کمېسیون مشرې اورسولا فون در لاین ویلي چې د منځني ختیځ د ثبات لپاره باید په هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ بشپړه ازادي بېرته ټینګه شي.

نوموړې د سیمه‌ییزو شریکانو سره د منځني ختیځ په اړه په یوه غونډه کې ویلي چې په دې ستراتیژیکې سمندري لارې باید هېڅ ډول محدودیت نه وي.

فون در لاین زیاته کړې چې په هرمز تنګي کې وروستیو پېښو د نړیوالو ترانسپورتي لارو کمزورۍ روښانه کړې دي او اړتیا ده چې د بدیلو سوداګریزو لارو او نویو دهلیزونو د جوړولو لپاره ګډ کار وشي چې له ډلې یې د IMEC یا د هند، منځني ختیځ او اروپا اقتصادي دهلیز پروژه هم یادېږي.

نوموړې ویلي، ښه اتصال کولی شي موجودې ستونزې په اقتصادي فرصتونو بدلې کړي.

د اروپایي کمېسیون مشرې همداراز د لبنان موضوع ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې یو باثباته او سوله‌ییز منځنی ختیځ د یو باثباته لبنان پرته نه شي جوړېدای.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here