سه شنبه, جون 16, 2026
Home Blog Page 823

ایران؛ولسمشر پزشکیان به د یو لړ مهمو سندونو د لاسلیک په موخه مسکو ته سفر وکړي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي ټاکل شوې چې ددې هیواد ولسمشر مسعود پزشکیان په دوه اړخیزو غونډو او یوشمیر ستراتیژیکو سندونو د لاسلیک په موخه تاجکستان او روسیې ته سفر وکړي.

ښاغلي عراقچي ویلي چې د ولسمشر په توګه د ښاغلي پزشکیان دا لومړی سفر دی چې مسکو ته یې ترسره کوي.

دغه سفر به د روانې جمعې په ورځ ترسره شي.

خیبر پښتونخوا؛د وسله والو په بېلابېلو بریدونو کې ۴ پاکستاني پوځیان او پولیس وژل شوي

0

تحریک طالبان پاکستان ډلې د بنو په ډومېل سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو بریدونه کړي، چې دوه پوځیان یې وژلي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، دا برید د پوستو له سل مترۍ شوی، چې پکې درې وسله وال هم وژل شوي.

بل لورته د ډي اي خان سیمه کې هم د پاکستاني پوځیانو پر پوستو برید شوی، چې په کې یو پولیس وژل شوی.

په همدې حال کې د خیبر ایجنسي په ورسک کې هم یو پولیس وژل شوی دی.

سوډان کې نښتې؛تازه بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰ تنه وژل شوي

0

د سوډان پلازمېنې خرطوم پر شاوخوا سیمو راکټي بریدونه شوي چې ۱۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

راپورونه وایي، دا لومړۍ شمېرې دي او ښایي د تلفاتو کچه نوره هم لوړه شي.

سوډان کې د دولتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي، چې اوس مهال یې سخت زور اخیستی دی.

دمګړی سیمې ته مرستندویه ډلې رسېدلې او د مړو او ټپیانو په خوندي کولو بوختې دي.

سراج الدین حقاني؛د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره لیدلي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د سعوي عربستان به سفیر فیصل طلق البقمي سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې، په دغې لیدنه کې سراج الدین حقاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو اسلامي او تاریخي اړیکو پر اهمیت خبرې کړې دي.

قانع زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې البقمي د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د لا پراختیا ژمنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د «ګډو اسلامي او کلتوري ارزښتونو» پر بنسټ د همکارۍ پر دوام یې تاکید کړی دی.

خوست شېخ زاید؛د طالبانو حکومت د شرعیاتو پوهنځي ۱۷ استادان منفک کړي

طالبانو د خوست ولایت شېخ زاید پوهنتون ۱۷ استادان منفک کړي دي.

رسنیو کې لاس په لاس شوي مکتوب کې لیدل کېږي چې ټول د شرعیاتو پوهنځي استادان دي.

سره له دې چې دا مکتوب د یاد پوهنتون ادارې ته رسېدلی؛ خو تر اوسه په رسمي ډول د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

یو شمېر سرچینې بیا وایي چې د دغه پوهنتون ځینې نور استاد بیا له کادري بستونو لرې شوي دي.

د بالتیک تړون درې غړي؛د روسیې د احتمالي ګواښونو په اړه ناسته کوي

0

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو د بالتیک حوزې درې غړي هېوادونه نن له روسیې څخه د ورپېښو احتمالي ګواښونو په اړه غونډه لري.

د یادې غونډې اصلي هدف د روسیې د بېړیو له خوا د احتمالي ګواښونو مخنیوی او د ځینو مهمو تاسیساتو ساتنه بلل شوې.

ایستونیا، لاتویا او لیتوانیا د دې غونډې جوړوونکې دي او ویل کېږي، چې د ناټو سرمنشي او یو شمېر نورمشران به هم په کې برخه ولري.

د یادونې ده، چې روسیه له بالتیک سمندرګي څخه د خپلو تېلو کښتیو د انتقال لپاره ګټه اخلي.

اوچا:افغانستان کې له خلکو سره د مرستې لپاره ۲۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره(اوچا) وايي، افغانستان کې له خلکو سره د مرستو لپاره نږدې ۲۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

یادې ادارې ویلي، چې یوازې په روان کال کې ۱۴.۳ میلیونه وګړي روغتیايي برخو ته اړتیا لري.

د دوی په خبره، په پام کې ده، چې له دې ډلې یوازې ۹.۳ میلیونه کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، چې په اړمنو کسانو کې ۵۳ سلنه یې مېرمنې او پاتې نور یې ماشومان او معلول وګړي دي.

د مذاکراتو پیل؛دوحه نن د حماس او اسرائیلو د مرکچي پلاوي کوربتوب کوي

0

ټاکل شوې چې نن د حماس او اسرائیل ترمنځ په دوحه کې مذاکرات پیل شي.

دا مذاکرات په غزه کې د اوربند طرحې نهايي او عملي کولو په اړه پیلیږي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن تمه ښودلې وه، چې راتلونکو ۴۸ ساتونو کې به د بندیانو تبادله پیل شي.

د یادونې ده چې د دغې طرحې یوه یوه کاپي دواړو لورویو ته هم سپارل شوې.

الیس جیل:د طالبانو په بند کې زنداني رایان کوربت روغتیایي حالت ښه نه دی

د ملګرو ملتونو د ځورونې او غیر انساني کړنو لپاره راپور ورکوونکی الیس جیل وایي، چې د طالبانو په بند کې زنداني رایان کوربت بېړنۍ روغتیایي درملنې ته اړتیا لري.

نوموړي د طالبانو له حکومت غوښتي چې له مرګ څخه د کوربت د ژغورلو لپاره باید د هغه درملنه وشي.

د الیس په خبره، که د کوربت درملنه ونه شي؛ نو ښایي هغه ان ژوند له لاسه ورکړي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

جوبایډن:د حماس او اسرائیل ترمنځ اوربند د عملي کېدو په درشل کې دی

0

د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپلې ولسمشرۍ د دورې وروستۍ وینا وکړه.

هغه د امریکا پر بهرني سیاست د خبرو ترڅنګ د حماس له لوري د برمته شویو اسرائیلي وګړو د خلاصون په اړه ویلي چې په دې اړه هم خبرې نهايي شوي.

د بایډن په خبره، له دغې وینا څخه ۴۸ ساعته وروسته به د دغو بندیانو د ازادولو لړۍ پیل شي.

ان بي سي نیوز د یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي له قوله ویلي، ښايي په لومړي پړاو کې هغه سرتیري ازاد شي، چې په یو بد وضعیت کې قرار لري.