دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 811

متقي:د تېر حکومت د سفیرانو تر ادارې لاندې له سفارتونو موټر او غالۍ پلول شوي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د تېر یوه کال د لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، چې د تېر حکومت د سفیرانو تر ادارې لاندې د ځینو سفارتونو موټر او غالۍ پلورل شوي دي.

متقي ویلي، چې دا د دوی عادت دی او همدا د دوی پالنه ده چې نه د خپل وقار او نه د خپل هېواد د خزانې په اړه فکر کوي.

هغه ویلي، چې دا د خوښۍ ځای دی چې په دې وروستیو کې یې ډېر سفارتونه له غلا څخه وژغورل.

متقي دغه راز زیاته کړې چې د تېر کال په لړ کې د دوی حکومت لسګونه افغان ډیپلوماټان ماليزيا، ترکيې، پاکستان، ايران، ازبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسيې، چين، قطر او متحده عربي اماراتو ته ور وپېژندل، چې د یادو هېوادونو له لوري په رسمي ډول منل شوي دي.

متقي:د انتونیو ګوتریش معلومات ډېر کمزوري دي او په موږ یې تورونه ولګول

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش معلومات ډېر کمزوري دي.

ښاغلي متقي ویلي، چې په افغانستان کې هیڅ وسله واله ډله نشته او نه یې هم په تیرو دریو کلونو کې کوم هیواد ته زیان رسولی دی.

متقي زیاته کړې چې موږ شپږ ګاونډیان لرو او تر اوسه هیڅ ګاونډي هیواد د افغانستان لخوا د ستونزې د پېښېدو غږ پرې نه دی کړی، یوازې یو هیواد چې کله کله تور لګوي.

متقي ویلي، له بده مرغه د ملګرو ملتونو عمومي منشي داسې تورونه ولګول چې د دوی لپاره مناسب نه وو.

کرزی:برهان الدین رباني هېواد کې د سولې لپاره هلې ځلې وکړې او همدې لاره کې شهادت ته ورسېد

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، چې نن د سنبلې_۲۹مه د ‎افغانستان د اسلامي دولت رئیس او جهادي رهبر استاد برهان الدین رباني د شهادت دیارلسم تلین دی.

ښاغلي کرزي ویلي، چې استاد برهان الدين رباني په هیواد کې د اتحاد او اتفاق د ټینگښت او تلپاتې سولې لپاره په پیاوړي هوډ هلې ځلې وکړې.

نوموړي زیاته کړې چې رباني د هېواد لپاره شهادت ته ورسید.

هغه د برهان الدین رباني د روح لپاره دعا کړې.

یاسمین شریف:افغانستان یواځینی اسلامي هېواد دی چې د نجونو پر زده کړو پکې بندیز لګېدلی

په ملګرو ملتونو کې د “زده کړې انتظار نه شي کولای” پروګرام اجراییه رییسې، یاسمين شريف ویلي، چې د طالبانو حکومت سره خبرې اترې د رسمیت پېژندلو په معنی نه دي.

هغې ویلي، چې د نجونو د زده کړو په تړاو د طالبانو حکومت سره تعامل د رسمیت پېژندلو په معنی نه دی.

هغې ویلي، چې افغانستان کې نجونې او ښځې له سخت وضعیت سره مخ دي او دغه برخه کې نړۍ وال باید بېړني ګامونه واخلي.

یاسمین زیاته کړې، چې افغانستان یواځینی اسلامي هېواد دی، چې د نجونو پر زده کړو پکې بندیز اعلان شوی.

باهوث:د طالبانو حکومت تر واک لاندې افغان مېرمنې سخت وضعیت کې دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره سیما باهوس افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې ته ویلي، چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف قانون له لاسه ستونزې راپورته کړې.

د هغې په خبره، د دغه قانون ځینې برخې مبهمې دي او د امربالمعروف محتسبین یې له خپلې خوښې سره سم تفسیر او تطبیقولی شي.

سیما باهوس دغه راز زیاته کړې چې اوس مهال افغانې ښځې د طالبانو تر چتر لاندې سختې اندېښمنې دي.

د اسرائیل دفاع وزیر:لبنان کې د مخابرو له چاودنو وروسته منځني ختیځ کې د جګړو نوی پړاو پیلېږي

0

د اسرائیل د دفاع وزیر ویلي، چې په لبنان کې د حزب الله د مخابرو له چاودنو وروسته په منځني ختیځ کې د جګړې نوی پړاو پیلېږي.

رویټرز اژانس ویلي، چې یوف ګالانت د اسرائیلو د هوايي ځواک په یوه اډه کې ویلي، چې موږ په جګړه کې یو نوی پړاو پیلوو او دا زموږ په برخه کې زړورتیا، عزم او استقامت ته اړتیا لري.

په تېرو دوو ورځو کې د لبنان د حزب الله د مخابرو په چاودنو کې د دغه هېواد د روغتیا وزارت ویلي، چې ۳۲ تنه وژل شوي او څه باندې ۳۴۵۰ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د اسرائیلو استخباراتي اداره یا موساد د دغو چاودنو مسووله ده.

د ازادۍ جبهه:کابل کې مو څلورو طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې چې کابل کې یې څلور تنو طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې.

یادې جبهې ویلي، د کابل ښار د میوند سړک ته څلویښت متره سړک په لومړۍ امنیتي حوزه کې د طالب سرتېرو په ګزمه برید وکړ.

دوی زیاته کړې چې په دغه برید کې دوه تنه طالب سرتېري یې وژلي او دوه تنه نور یې ټپيان کړي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

منیر اکرم:د طالبانو کړنو افغانان سخت اندېښمن کړي

د طالبانو پر سختو دریځونو د نیوکو پر دوام؛ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي، چې د دوی دریځونو افغانان سخت اندېښمن کړي.

هغه ویلي، اسلام دین له لومړي سره د ښځو پر حقونو ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې، تر څو چې بشري حقونو، د بشري حقونو بحران او کډوالو چارو ته رسېدنه ونه شي؛ تر هغې له طالبانو سره د اړیکو عادې کېدل ناممکن دي.

د لومړي ځل لپاره؛افغان لوبډلې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه

0

افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه.

په دغې سیالۍ کې جنوبي افریقا لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۰۶ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر ۳ او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان ورکړل شوی هدف په شپږو ویکټو پوره او د لومړي ځل لپاره یې دغې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان لپاره په توپوهنه کې ګلبدین نایب ۳۵ او عظمت الله عمرزي ۲۵ منډې وکړې.

د یادونې ده چې دا سیالۍ د افغانستان په کوربه‌توب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

چین:طالبان دې د نړۍوالې ټولنې مشروع غوښتنو ته پام وکړي

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو کونګ د طالبانو پر قانون سختې نیوکې وکړې.

ښاغلي کونګ د امنیت شورا په غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه تامین کړي او له سخت درېځۍ لاس واخلي.

نوموړي دغه راز له طالبانو وغوښتل چې د نړۍوالې ټولنې مشروع اندېښنو ته پام وکړي.

د یادونې ده چې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان په اړه غونډه روانه ده.