سه شنبه, جون 30, 2026
Home Blog Page 809

حنیف پشتین:کله چې پاکستان ته د ډالرو ضرورت شي؛ نو بیا د افغانانو په ځورولو پیل وکړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پشتین وایي، د اسلام اباد واکدارانو ته باید وویل شي، چې تر اټکه پورې خاوره د افغانانو ده او افغانان د خپل لوی افغانستان پر سینه مېشت دي.

پشتین د پاکستان له لوري د کډوالو اېستلو ته په اشارې ویلي، که نن له تاسره کوتک دی، نو داسې وخت به هم راشي، چې دوی به د خپل هېواد پر خپله خاوره ژوند کوي خو ته به نه یې.

پشتین زیاتوي، پاکستان افغانان، ښځې او ماشومان نیسي او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف یې ځوروي.

نوموړی وایي، کله چې پاکستان ته د ډالرو ضرورت شي، نو افغانان وځوروي.

د طالبانو حکومت؛پر رسنیو له دوو اوونیو راهیسې سیاسي خپرونې بندې کړې؛ خو بیا هم په دې اړه نشر شوي خبرونه له حقیقت لرې بولي

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په کور دننه پر رسنیو هر ډول سیاسي او اقتصادي خپرونې بندې کړې؛ تېره ورځ د طالبانو حکومت مرستیال ویاند کابل کې د یو اژانس د جوړېدو مراسمو کې ویلي وو، چې پر رسنیو د بندیزونو اوازې حقیقت نه لري.

نوموړي په دې اړه اوازې د دوښمن تبلیغات بللي.

د یادونې ده چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې په کور دننه رسنیو کې سیاسي او اقتصادي خپرونې بندې شوې دي.

کندهار او هلمند کې؛وروستیو بارانونو ۱۵ تنه وژلي

طالب چارواکي وایي، چې د کندهار او هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د کندهار د طالبانو امنیه قومانداني په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د دې ولایت په میوند، شاه‌ولیکوټ، ژړۍ او اووم، شپږم او پنځم امنیتي زونونو کې ۹ کسان، چې درې ماشومان هم پکې شامل دي، مړه شوي دي.

همداراز، د هلمند د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی چې د سې شنبې په ورځ د دې ولایت په قلعه، ګرشک، باباجي، نوزاد، سنګین او واشیر ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ۶ کسان مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ فراه ولایت کې هم سختو بارانونو او سېلابونو لږ تر لږه ۲۱ کسان وژلي وه.

د اسلامي همکاریو سازمان:د ۲۰۲۳ کال راهیسې د اسرايیل په بریدونو کې ۵۰ زره فلسطېنیان وژل شوي

0

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د اسرايیل په بریدونو کې ۵۰ زره فلسطېنیان وژل شوي.

دغه سازمان په خپل اوونیز راپور کې ویلي، چې دغه موده کې درې کمپونه تخلیه شوي دي.

دغه سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې، چې په لویدیځه تړانګه کې اسراييل په زوره څه باندې زر کورونه جوړ کړي دي.

د ان‌هرد خبري اژانس:بي‌بي‌سي طالبانو ته پیسې ورکوي او د داسې راپورونو له خپرولو ډډه کوي چې کېدای شي طالبان خپه کړي

د بریتانیا د آن‌هرد (UnHerd) خبري اژانس ویلي، بي‌بي‌سي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یوازینۍ فعاله نړیواله رسنۍ ده او د دې لپاره چې خپل فعالیت ته دوام ورکړي، طالبانو ته یې د مالیاتو او خدماتو په نوم سترې پیسې ورکړي.

دغه اژانس ویلي، چې بي‌بي‌سي د داسې راپورونو له خپرولو ډډه کوي چې کېدای شي طالبان خپه کړي.

په دې راپور کې ویل شوي چې بي‌بي‌سي خپلې پیسې طالبانو ته د دې ډلې تر کنټرول لاندې ادارو، لکه د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون له لارې لېږي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې د بي‌بي‌سي دوه سیالې رسنۍ، یعنې د امریکا غږ اشنا او آزادي راډیو وتړلې.

طالبانو ویلي وو چې دغو رسنیو د رسنیزو اصولو درناوی نه کاوه او یو طرفه راپورونه یې خپرول؛ خو بي‌بي‌سي ته لا هم اجازه ورکړل شوې چې په افغانستان کې په پښتو او فارسي خپرونې ولري.

که څه هم بي‌بي‌سي ادعا کوي چې خپل استقلال یې ساتلی او په خبره یې دا پیسې د برېښنا او د امنیت ساتنې د لګښتونو لپاره طالبانو ته ورکول کېږي.

تلګراف:ایراني چارواکي هره شپه د اسرائیل لخوا د برید تمه لري

0

د بریتانیا تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې ایران خپل هستوي تأسیسات لوړې تیارسۍ ته اړولي او د اسرائیل او امریکا د احتمالي برید لپاره چمتووالی نیسي.

د دې راپور له مخې، تهران د خپلو کلیدي هستوي او توغندیزو مرکزونو شاوخوا د هوایي دفاع نور سیستمونه ځای پر ځای کړي دي.

یوې باخبرې سرچینې تلګراف ته ویلي: «ایراني چارواکي هره شپه د برید تمه لري او ورته چمتو دي. حتی په هغو ځایونو کې چې هېڅوک یې په اړه معلومات نه لري، وضعیت د تیارسۍ په حالت کې دی.»

تلګراف د ځینو سرچینو له قوله دا هم ویلي، چې په تهران کې دا درک موجود دی چې د ایران د هوایي دفاع سیستمونه، چې له وړاندې کمزوري شوي، ښايي د پراخ برید پر وړاندې لازمه وړتیا ونه لري.

دا اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د امریکا نوي ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، سخت دریځې څرګندونې وکړې.

د طالبانو حکومت مشر:علما مکلف دي د خلکو د ستونزو د حل او د اختلافاتو د پای ته رسولو لپاره هڅه وکړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده، پرون سه‌شنبه د ارزګان ولایت له د علماوو شورا او قومي مشرانو سره کتلي.

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې لیدنې پر مهال شیخ هبت‌الله اخندزاده ټینګار کړی چې علما باید د عامه ذهنیت روښانولو او دین خلکو ته رسولو لپاره لا ډېرې هلې‌ځلې وکړي.

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې شیخ هبت‌الله ویلي، چې علما مکلف دي د خلکو د ستونزو د حل او د اختلافاتو د پای ته رسولو لپاره هڅه وکړي.

حماس:د ټولو فلسطېني او اسراييلي بندیانو او د مړو د جسدونو د تبادلې هوکړه شوې

0

حماس غورځنګ وايي، د مصر پلازمېنې ته د سفر پر مهال په یو وخت د ټولو فلسطیني او اسرائیلي بندیانو د خوشې کولو او مړو جسدونو د سپارلو هوکړه شوې وه.

یاد غورځنګ ویلي، چې پر دې هوکړه د اوربند په لومړیو کې خبرې شوې وې.

یاد غورځنګ یو وار بیا پر اوربند ټینګار کړی او له اسرائیل یې غوښتي، چې پر خپلو ژمنو ودریږي.

د امریکا د استازو جرګې غړی:۴۰ میلیونه ډالري کڅوړه د طالبانو او القاعده لاس ته ورځي

د امریکا د استازو جرګې غړي، ټیم بورچټ د افغانستان لپاره د اونیزو ۴۰ میلیونه ډالري مرستو له لېږد سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې ډېری وخت دا مرستې د طالبانو او القاعده لاس ته ورځي.

نوموړي د واشنګټن په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د امریکا د مالیه ورکونکو ۴۰ میلیونه ډالر د ځانګړو الوتکو له لارې طالبانو ته سپارل کېږي.

هغه ویلي، چې امریکا دغه ۴۰ میلیونه ډالري بسته د افغانیو د تبادلې لپاره طالبانو ته ورکوي او بیا طالبان دا پیسې غیر دولتي موسسو ته ورکوي، چې باید مالیه پرې ورکړي.

هغه زیاته کړه: «هر ځل چې غیر دولتي موسسې دا پیسې لګوي، طالبان ترې برخه اخلي. کله چې دا پیسې د افغانیو بدل ته سپارل کېږي، طالبان پکې برخه لري. طالبان دا هم ټاکي چې څوک به د بهرنیو مرستو مستحق وي. ډېر وخت دا کسان یا طالبان وي او یا القاعده.»

سرګي لاوروف؛د ترکیې او ایران له سفر وروسته؛ د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ترکیې او ایران له سفر وروسته؛ د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی.

دا سفر داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ هغه له یو شمېر ایراني چارواکو سره ولیدل.

تر دې وړاندې بیا لاوروف ریاض کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره هم کتلي وو.

د یادونې ده، چې د سیمې هېوادونو ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا پیل شوی سفر په داسې حال کې جریان لري، چې اوس مهال امریکا او روسیه د اوکراین جګړې ختمولو په اړه خبرې کوي.