سه شنبه, جون 30, 2026
Home Blog Page 808

اشرف غني:د خپلې ملي لوبډلې هر یو غړي ته له ولولو ډکې مبارکۍ رسوم

‏د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ټولو هېوادوالو ته د کرکټ مبارکي ویلې.

پخواني ولسمشر په خپله ایکس پاڼه لیکلي،:” دا بری چې د نړۍ پر یوې ډېرې پیاوړې لوبډلې ـ انګلستان مو ترلاسه کړه، ستاسې د ټینګار او هیله مندۍ نښه ده چې ملت ته په سختو شېبو کې د هیلو څرک راوړي.”

ښاغلي غني د دې بریا په اړه د کرکټ اتلانو، هېوادوالو او په ځانګړې توګه د کرکټ مینوالو ته له ولولو د ډکې مبارکۍ په رسولو پیغام خپور کړی دی.

منظور پښتین:د اتلاتو بریا دې ټولو ته مبارک وي!

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د لوبې ګټلو مبارکي ټولو افغانانو ته ویلې.

ښاغلي منظور پښتین په خپله ایکس پاڼه لیکلي: “د انګلستان پر خلاف د اتلانو بریا دې ټولو ته نیکمرغه وي.”

نن افغان کریکټ لوبډلې د چمپینز ټرافي سیالیو کې د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دادفر سپنتا عطا محمد نور ته:مخکې له دې، چې بې ځایه څرګندونې وکړې، باید اول څېړنه وکړې

د ویانا ناسته کې د عطا محمد نور خبرو د هېواد د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادپر سپنتا غبرګون راپارولی.

دادفر سپنتا ویلي، هغو خلکو ته باید احترام وشي، چې د موخو لپاره جنګیږي.

نوموړي عطا محمد نور ته په خطاب کې ویلي، مخکې له دې، چې بې ځایه څرګندونې وکړې، باید اول څېړنه وکړې.

د یادونې ده چې عطا محمد نور په هغو کسانو سخته نیوکه کړې چې په افغانستان کې د روانې کشالې حل لاره جګړه بولي.

خان محمد تکل؛افغان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ بنسټګر ته ماتې ورکړه

جمهوري حکومت کې د اوبو او انرژۍ وزیر خان محمد تکل له انګلستان څخه د کرکټ لوبې د ګټلو مبارکي ویلې.

تکل ویلي، دا ښه خبر دی، چې د افغانستان کرکټ لوبغاړو د اتلانو جام سیالیو کې د کرېکټ بنسټګر(انګلستان) ته ماتې ورکړه.

نوموړي د افغان کرکټ لوبغاړي، د هېواد ريښتیني اتلان بللي دي.

راشد خان؛له انګلستان څخه د لوبې ګټلو مبارکي هېوادوالو ته ویلې

0

د افغان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي راشد خان له انګلستان څخه د لوبې ګټلو مبارکي ټولو هېوادوالو ته ویلې.

هغه له هېوادوالو مننه کړې، چې دوی ته یې دعاګانې کړې.

افغان کرکټ ملي لوبډلې نن د چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې انګلستان ته ماتې ورکړه.

حامد کرزي؛د کرکټ د بریا له کبله مبارکي ویلې

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي له انګلستان څخه د سیالۍ ګټلو مبارکي ویلې.

بل لورته د پخواني حکومت د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلم یار هم د دغې بریا مبارکي ویلې.

افغان لوبډلې نن د چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې انګلستان ته ماتې ورکړه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې؛انګلنډ ته په چمپینز ټرافي سیالیو کې تاریخي ماتې ورکړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې د چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې انګلستان ته ماتې ورکړه.

په دغې سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه.

انګلستان ورکړل شوی هدف پوره نشو کړی او ټوله لوبډله یې په ۳۱۷ منډو وسوځېده.

د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول.

فضل محمود فضلي:نه غواړم چې له طالبانو سره اختلافات د بهرنیو په زور او یاهم د هغوی په مداخلې حل کړم

جمهوري حکومت کې د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وایي، نه غواړي له طالبانو سره اختلافات د بهرنیو په زور او یاهم د هغوی په مداخلې حل کړي.

هغه د سویډن Tv4 د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې د طالبانو پر وړاندې به د ټرمپ نظاني اقدامات غوره وي؟ ویلي، چې دوی د هر ډول بهرنۍ سیاسي او نظامي مداخلې مخالف دي.

فضلي زیاته کړې، تجربو ثابته کړې، چې د بهرنیو نظامي مداخلې تل د خپلو ګټو لپاره وې.

د نوموړي په خبره، د خپلو ارزښتونو ساتلو لپاره باید د بهرنیو دروازې ونه ټکوو.

هغه دغه راز ویلي چې ډونالډ ټرمپ ته خپلې ګټې مهمې دي.

حلیم فدایي احمد مسعود ته:مسعود جانه، پر بهرنۍ اجنډا مخکې نشې تللی

د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي ویلي، مقاومت جبهه فکر کوي چې له بهرنیو څخه مالي ملاتړ ترلاسه کول، د پردیو په دستور ناستې او د هغوی اجنډا پلې کولو سره هم د طالبانو ځای ونیسي او هم به په ویانا کې سیاسي جریانونه خلاصه کړي.

ښاغلي فدایي احمد مسعود ته ویلي، چې مقاومت کې هم انحصاري فکرونه زیات شوي او بدبختي ده، چې له تېر څخه هیڅ درس نه دی اخیستل شوی.

عطاء‌محمد نور:جګړه د افغانستان د راتلونکې حل لاره نه ده

د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور په هغو کسانو سخته نیوکه وکړه چې په افغانستان کې د روانې کشالې حل لاره جګړه بولي.

ښاغلي نور جنګ غوښتونکي «درباري روشنفکران او د قومي مشرانو خدمت کوونکي» وباله او زیاته یې کړه کله چې د سولې او خبرو اترو فرصت وي جنګ جګړو ته هیڅ اړتیا نشته.

نوموړی زیاتوي، هر کله چې دې نتیجې ته ورسیده چې د سولې او خبرو اترو بهیر نتیجه نه ورکوي، جګړه د حل لاره ده؛ خو تر دې وړاندې ولې د غریبو اولادونه د یوې نامعلومې جګړې قربانیان وي.