شنبه, مې 23, 2026
Home Blog Page 793

حامد کرزی:طالبان دې ژر تر ژره د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانېزي

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، چې د نجونو پر مخ د طبي علومو د انستیتوتونو د دروازو بندول خورا خواشینونکي ده.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په داسې حال کې د نجونو پر مخ د انستیتوت دروازې وتړل شوې، چې د هېواد په ټولو برخو کې ښځې او ميندې له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي.

هغه ویلي: «افغانستان به هغه وخت له بهرنیو اړتیاوو وژغورل شي او داخلي ستونزو ته به لاره هواره شي چې متخصص او لوستي بشري منابع ولري او دا کار هغه وخت شونی دی چې د ټولو ځوانانو لپاره هغه که نجونې دي او که هلکان، د زده کړې زمینه برابره شي»

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د پردیو هېوادونو له اړتیا څخه د خلاصون یوازینۍ لار او د هېواد د ودې او پرمختګ یوازینی عامل تعلیم دی.

هغه د طالبانو له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانېزي او په وینا یې د استعدادونو د ضایع کېدو مخه ونیسئ.

د اسټرالیا حکومت خپلو وګړو ته:افغانستان ته له ورتګ ډډه وکړئ

د اسټرالیا حکومت د افغانستان امنیتي وضعیت خطرناک بللی او له خپلو وګړو یې غوښتي چې دغه هېواد ته له سفر ډډه وکړي.

یاد دولت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې افغانستان کې د دوی د وګړو لپاره هیڅ تضمین نشته.

خبرپاڼه کې راغلي، که د اسټرالیا وګړي هلته لاړ شي؛ نو امکان شته چې یا ووژل شي او یاهم وتښتول شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د چمن پرلت کوونکو؛د چمن-سپین بولدک د لارې تړل کېدو پرېکړه ځنډولې

‏د چمن پرلت کوونکو د نن ورځې لاریون او د چمن- سپین بولدک لویې لارې د تړلو پرېکړه ځنډولې.

دوی ویلي، چې دغه پرېکړه یې د ځايي دیني عالمانو په غوښتنه کړې؛ خو ټینګار یې کړی چې د غوښتنو تر منل کېدو پورې به یې پرلت دوام کوي.

تر دې وړاندي پرلت کوونکو ویلي و، د روانې ډسمبر میاشتي پر څلورمه د چمن-سپین بولدک لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړي او پراخ لاریونونه به کوي.

د جنوبي کوریا ولسمشر؛د بېړني پوځي حکومت د اعلانونو پرېکړه بېرته واخیسته

0

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک د بېړني پوځي حکومت د اعلانونو پرېکړه بېرته واخیسته.

یون سوک په دغه هېواد کې بېړنی پوځي حکومت اعلان کړ، چې ورسره ګڼ مخالفتونه راپورته شول، چې له کبله یې نومړی د پرېکړې اخیستلو ته اړ شو.

په ورته مهال بیا د هغه دغه پرېکړه د ګڼو غبرګونو را پارېدو سبب شوه او د دغه هېواد تر ټولو سترې سوداګريزې ټولنې بیا په اعتصاب لاس پورې کړی.

یادې ټولنې ویلي، تر هغې به اعتصاب کوي، ترڅو چې یون سوک له دندې نه وي ګوښه شوی.

بل لورته د پارلمان مخې ته هم زرګونه لاریون کوونکي راټول شوي او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.

د ډسمبر څلورمه؛د وژل شوي تیتسو ناکامورا پنځم تلین سره برابره ده

د ډسمبر څلورمه په افغانستان کې د جاپاني اینجینر تیتسو ناکامورا پنځم تلین سره برابره ده.

هغه پنځه کاله وړاندې په جلال اباد ښار کې د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو ووېشتل شو، چې لومړی ټپي او بیا یې ساه ورکړه.

جمهوري نظام ویلي وو چې د هغه د وژنې په اړه څېړنې کوي؛ خو تر اوسه په دې اړه کوم ګام نه دی اخیستل شوی.

عام افغانان د هغه وژل کېدل د افغانستان لپاره لوی زیان ګڼي او اوس هم د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د هغه قاتلین پیدا او سزا ورکړي.

د سوریې په اړه؛د ملګرو ملتونو امنیت شورا را بلل شوې ناسته کې د روسیې او امریکا استازو شخړه کړې

0

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې د روسیې او امریکا استازو لفظي شخړه کړې.

دا ناسته په سوریه کې د روان بحران د مخنیوي لپاره جوړه شوې وه، چې په کې د روسیې او امریکا چارواکو یو بل د ترهګري په ملاتړ تورن کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ د سوریې د ولسمشر بشار الاسد ځواکونه او روسیه پر ښوونځیو او روغتونو د حملو پر مهال د ملکي وګړو په مرګ‌ژوبله تورن کړل او په ځواب کې یې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبینزیا وویل، دا تصور هم لا نه شي کېدای چې واشنګټن به په اخلاص سره د تروریزم پر ضد مبارزه وکړي.

د یادونې ده چې روسیه په روانه جګړه کې د سوریې ملګرې ده، چې وړمه شپه یې هم په حلب او ادلب کې د سوریې پر مخالفانو بریدونه کړي دي.

د امریکا اف‌بي‌ای ادارې پر نوي مشر؛ایراني هکرانو سایبري برید کړی

0

راپورونه وايي، چې ایران د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د اف بي ای پر ټاکل شوي مشر سایبري برید کړی دی.

د سي این این د خبر له مخې ماکش پاټېل د ایراني هکرانو تر سایبري برید لاندې راغلی او د هغه یو شمېر ارتباطي مالوماتو ته یې لاسرسی پیدا کړی دی.

تر دې وړاندې هم ټرمپ ته نږدې کسان د سایبري بریدونو ښکار شوي.

تراوسه ایران په دې اړه څه نه دي ویلي.

عبدالغفور لېوال:هیله ده نور ولس را ویښ او حقایق درک کړي

ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال د نجونو پر مخ د طبي انستیتونو بندېدو په غبرګون کې لیکلي، هیله لري چې ولس بیدار او حقایق ور معلوم شي.

نوموړي لیکلي، له ولس پوهېدو، ولس روښانېدو او ولس وېښېدو پرته بله لار نشته.

د هغه په خبره، په افیونو ویده ولس زخمی شوی او ښایي دا وروستی زخم او درد یې راویښ کړي.

زما د وطن ځوانانو!

‏لیکواله: شفیقه خپلواک

بیوسي مو په سر سترګو، پوهېږم چې لاس او پښې مو تړلې. که څوک وروستی مجبوریت ونه لري لیوني نه دي چې په مرګونو لارو به پردیو وطنونو ته ځي. ولې به په روغ سر داغونه ږدي؟ په بیا دروغ درته وویل شول! په بیا، بیا مو په سر سودا وشوه! په بیا،بیا خیانت وشو!

دا څه چې په موږ دا څو نسله تېرېږي نورو خلکو به یوه ورځ نه و زغملي. زه دا هر څه وینم! درک کوم یې! دا عذاب، دا زندان! یوه ګوله مړۍ هم په احترام نشو خوړلی. خو لږ په خپلو خویندو او میندو هم فکر وکړئ! موږ یې بغیر له تاسې نشو شل کولی. له دې عذابه نشو وتلی! د بلا خولې ته مو یوازې مه پرېږدئ! که مو اوس لاسنیوی ونکړئ دا وطن به بیا هېڅکله راټول نشي.

که تاسې یو وار ماتوي، د دې وطن لوڼې لس وار ماتوي. وطن خو مارغه دی چې د الوت لپاره باید دواړه وزر ولري. که یو یې هر څومره روغ هم وي الوت نشي کولی. له ډېره درده یې لیکم! له ډېره درده درباندې غږ کوم. له ډېرې بېوسۍ دا درته لیکم! خدای شته چې هر وار مو ناره کړې رټلې مو یوو! خو څه وکړو؟ موږ چیرې ولاړې شو؟ موږ به چا غږ وکړو؟ څوک به زموږ ډاډ شي؟

نو که څه نشئ کولی حداقل دا څو کارونه مو هم ممکن تاثیر ولري:

۱: پر خواله رسنیو او انلاین ښځو ته بد مه ویاست. په حساب څو ښځې او نجونې دي چې غږ پورته کوي. سل زړونه یو کړي یوه چېغه به وکړي، او تاسې هر یو له «ملا» بدتر شئ پيښمانه یې کړئ. حتا که ښه نه درباندې لګېده هم ترې تېرېږئ. که یې غږ نشئ بدرګه کولی په تومت، ښکنځلو او سپکو سپورو یې غږ هم مه دپوئ.

۲: ولیکئ! د دې ظلم پر وړاندې هر څومره چې لیکلی شئ هر ځای یې چې لیکلی شئ وې لیکئ! په خپل نوم نشئ کولی په مستعار نوم یې ولیکئ! خو مه پرېږدئ دا ظلم او بې عدالتي په یو نورمال ورځني ژوند بدله شي. مه پرېږدئ دا درد هم په عددونو بدل شي او کیسه نشي. وې لیکئ! تاریخ ته یې ولیکئ!

۳: د خپلو دوستانو او خپلوانو تر منځ عامه پوهاوی وکړئ. د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او افراط ورځ تر بلې ډېرېږي. مه پرېږدئ ستاسې تر مخ دا ظلم کېده یا چا داسې ناروا نظریه لرله، په یخو سترګو یې ننداره وکړئ. حداقل استدلال وکړئ. حداقل هغه ظالم ته دا احساس ورکړئ چې بد کار کوي.

۴: په هره ممکنه لار خپلو لوڼو او خویندو ته د تعلیم زمینه مساعده کړئ. ممکن ډېر کم امکانات وي. خو که تاسې کورونو کې مدام دا احساس ورکوئ چې لا هم امید شته هغوی به ډېرې ډاډه وي. ښايي یوه کتابچه ورته راوړئ. یو کوچنی کتاب. یو رونیز چینل ورته ونیسئ، یا کومه ورځ یون رونیزه ویدیو خپل یوټوب کې ورښکاره کړئ. دا به ډېر واړه کارونه وي خو ډېر لوی تاثیر لري.

د وطن لوڼې په ډېر بد حالت کې دي. له دې سره ټول وطن له زوال سره مخ دی! د ټول وطن سبا تیاره ده.د رڼا د یو واړه څرک لپاره لاس راکړئ. د خدای راکړي حق د اخیستو لپاره راسره شئ!

افغانستان کې؛د ټي‌ټي‌پي د لوړ پوړي غړي شاهد قمر باجوړي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

یو شمېر باوري سرچینو افغانستان کې د ټي ټي پي د مهم قومندان او لوړ پوړي مشر شاهد قمر باجوړي د وژل کېدو راپورونه خپاره کړي.

د ټي ټي پي ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لورته یو شمېر پاکستاني رسنیو ویلي، چې پېښه کې د هغه دوه تنه ملګري هم وژل شوي.

که څه هم طالبان تل وایي، چې ټي ټي پي د دوی په خاوره کې نشته؛ خو پاکستان هر کله ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې دي.