شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 755

مولوي ضیاءالرحمن اصغر:ډېر ژر به د مکتبونو دروازې د نجونو پر مخ پرانستل شي

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون پخوانی غړی مولوي ضیاءالرحمن اصغر وایي، چې ډېر ژر به د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې شي.

ښاغلي اصغر په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې له موثقو سرچینو یې معلومات ترلاسه کړي او په خبره یې ډېر ژر به د مکاتبو دروازې د نجونو پرمخ په شرعي چوکاټ کې پرانستل شي.

هغه زیاته کړې چې د ترانسپورټ او د استادانو د معاشاتو په برخه کې درېیو عربي هیوادونو ټټر وهلی.

هغه ویلي، چې نور جزیات به ورسته له رسمي خبر څخه شریک کړو.

هغه دغه راز ویلي چې پر دغه پروسې له ډېره وخته کار شوی وو.

د ملا هبت‌الله په خپلو وزیرانو بې باوري؛د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو ریاست نه د وسلو د ویش واک اخیستل شوی

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د یوه اته ماده ییز فرمان په صادرولو سره له کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو ریاست د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو د وېش واک اخیستی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه فرمان تایید کړی او ویلي، چې د وسلو د سمې کارونې او خوندیتوب په موخه به تر دې وروسته هر ډول وسلې او مهمات به د شیخ هبت‌الله اخوندزاده په امر کارول کیږي.

بل لورته یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې له دغه فرمانه داسې ښکاري، چې د طالبانو د مشرانو په منځ کې بې باوري تر وروستي بریده رسېدلې او نن سبا د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله په خپلو وزیرانو هم بې باوره شوی دی.

ګودر؛ د ژوند ښکلا او د پښتو ادب سمبول

0

لیکواله: فاطمه ملکزۍ
ګودر د پښتو ادب یوه ژوره او ځانګړې سمبولیکه بڼه ده، چې نه یوازې د اوبو راوړلو لپاره فزیکي ځای دی، بلکې د پښتني ټولنې د ارزښتونو، مینې، او انساني اړیکو یوه ژوره انځورګري هم کوي. په پښتو ادب کې ګودر د یوه مهمې کلتوري نښې په توګه وړاندې کېږي، چې د ټولنیز ژوند، انسانیت، او مینې ښکلاوې څرګندوي.
دا ځای د پښتني ټولنې د ارزښتونو او هیلو استازیتوب کوي. په ځانګړي ډول، ګودر د انجونو ترمنځ د اړیکو او د ژوند د ښکلاوو او پیچلتیاوو د څرګندولو لپاره یوه بې سارې فضا ده.
په پښتو ادب او فولکلور کې ګودر ځانګړی ځای لري چیرته چې پیغلې یوازې د اوبو راوړلو لپاره نه، بلکې د خپلو احساساتو د اظهار او د ژوند د کیسو شریکولو لپاره هم راټولیږي. په دې ځای کې د ټولنې غمیزې، خوښۍ، او د زړه خبرې، د اوبو د څاڅکو سره ګډېږي، چې د پښتني کلتور یوه ژوره او پرتمینه برخه ګرځي.

په ګودر کې د پښتنو د ټولنیزو اړیکو ښکلې انځورګري شوې ده. د پښتو ادب ګڼې ټپې، سندرې، او اشعار د ګودر په چاپیریال کې د ځوانانو، پیغلو، او د ټولنیز ژوند د ښکلاوو انځورونه وړاندې کوي. د دې ځای د رومانټیک فضا څخه څرګندېږي چې ګودر د ژوند د سادګۍ او ښکلا یوه ښکلې بڼه ده.

د دې ځای په اړه یوه مشهوره ټپه وایي:

ګودر د پیغلو جماعت دی
امام یې نشته، مخ په لمر ولاړې دینه

دا ټپه د ګودر په چاپیریال کې د مینې او انساني اړیکو یوه نرمه فضا ښیي، چیرته چې ځوانان او پیغلې د خپل مینې احساسات په آزادۍ سره شریکوي. د پښتو ادب په دې برخه کې، ګودر د هغو اړیکو او رابطو نغمه ده چې د یوه ټولنې د کلتور او تاریخ یوه مهمه برخه جوړوي.

که څه هم چې نن ورځ ګودر د پخواني وختونو په شان ژوندی نه دی، خو معنوي ارزښتونه یې لا هم په پښتو ادب کې ژوندۍ پاتې دي. معاصر پښتو شاعران اوس هم ګودر ته د یوې ژور کلتوري ارزښت په توګه اشاره کوي.
د عبدالباري جهاني یو بیت دی:

“پابندۍ دي لګېدلي د ګودر پر دیدنونو
ښکلي ټولي ترهېدلي نن چینه هغسي نه ده”

دا بیت د دې ښکارندویي کوي چې څنګه د ګودر تاریخي او کلتوري ارزښتونه په معاصر ادب کې ژوندۍ پاتې دي، که څه هم نن ورځ د ګودر چاپیریال د پخوانیو زمانو په شان نه دی، خو د هغه معنوي ارزښتونه او اړخونه لا هم د شاعرانو له لورې په شعرونو کې راژوندۍ کېږي.

د ګودر یادونه او دې سره تړلې سمبولیک ارزښتونه نه یوازې د پښتو ادب یوه مهمه ځانګړنه بلکې د پښتني ټولنې یوه ژوره نغمه هم وړاندې کوي، چې د کلتور، مینې، او انساني اړیکو پیچلتیاوې په ځانګړې او پرتمینه توګه بیانوي.

زیلنسکي:د ټرمپ د هغه پلان په اړه معلومات نه لري چې د اوکراین جګړه پرې ختموي

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وایي، ټرمپ پلان لري چې د اوکراین جګړه ژر پای ته ورسوي؛ خو د هغه پلان جزیات نه لري چې پر اساس یې دغه جګړه ژر پای ته رسېږي.

زیلنسکي ویلي، ټرمپ د جګړې چټک حل غواړي؛ خو دا په دې معنی نه دی، چې خامخا به دا جګړه ژر پای ته ورسیږي.

که څه هم دا نه ده معلومه چې ټرمپ به د اوکراین جګړې په اړه کوم نیت ولري؛ خو خپله لومړنۍ وینا کې یې ویلي، چې دی د جګړو غوښتونکی نه دی.

ډونالډ ټرمپ؛په ټاکنو کې له بري وروسته خپله لومړنۍ ګومارنه اعلان کړه

0

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډټرمپ ویلي، چې سوزي وایلز به د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو د مشرې په توګه وګوماري.

ډونالډ ټرمپ په یوه بیان کې ویلي، چې سوزي وایلز له ده سره مرسته وکړه چې، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر سیاسي بري ته ورسېږي.

د یادونې ده چې د امریکا په ټاکنو کې له بري وروسته سوزي وایلز د ټرمپ لومړۍ ګومارنه ده او هغه به لومړنۍ ښځه وي چې د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مشري کوي.

وایلز د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین یوه له دوو مدیرانو څخه وه.

ایران؛درې افغان کډوال اعدام کړي

ایران یو وار بیا درې افغان کډوال اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، دا افغانان د قزلحصار په کرج زندان کې اعدام شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا افغانان د قصدي وژلو په تور اعدام شوي دي.

د یادونې ده چې تېرو درې کالو کې ایران کې د افغانانو د اعدام پېښې زیاتې شوې دي او ګڼو سازمانونو له ایران غوښتي چې دا چاره ودروي.

طالبانو ته د خلیلزاد خبرداری:د ولسمشر ټرمپ په راتګ سره د دوحې تړون د بشپړ تطبیق او عملي کیدو فرصت برابر شوی

د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ناببره توګه د دوحې تړون د ټولو مواردو د تطبیق خبره پورته کړه.

ښاغلي خلیلزاد په ایکس پاڼې لیکلي د امریکا ولسمشرۍ ته د ولسمشر ټرمپ راتګ، په #افغانستان کې د دوحې د تړون د ټولو برخو د بشپړ تطبیق او عملي کولو فرصت دی.

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو بشپړه وتنه، د افغانانو تر منځ د خبرو اترو پیلېدل، په افغانستان کې تلپاتې اوربند، د امریکا او متحدینو پر وړاندې یې د افغانستان د خاورې نه کارېدل د دوحې هوکړې له مهمو برخو ګڼل کېږي.

المرصاد:په ځانګړو عملیاتو کې مو د پاکستان روزل شوي داعش وسله وال وژلي

د طالبانو حکومت د استخباراتو اړوند المرصاد د خپلو باوري سرچینو له قوله لیکلي، چې د هیواد په درېیو ولایتونو غور، کابل او کونړ کې طالب سرتېرو د داعش خلاف عملیاتو کې ۴ داعشیان وژلي او یو شمېر نور یې ژوندي نیولي دي.

المرصاد زیاته کړې، چې طالبانو په غور کې د داعش دوه غړي وژلي او یو یې ژوندی نېولی او په کابل کې په ترسره شویو عملیاتو کې د یوه بهرني وګړي په شمول (چې هویت یې تراوسه لا معلوم نه دی) دوه داعشیان وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.

یادې سرچینې دغه راز ویلي، چې له دې عملیاتو سره هممهاله، په کونړ کې هم د داعش ډلې یو غړی وژل شوی دی.

المرصاد د امنیتي سرچینو له قوله ویلي چې په روان کال کې افغانستان کې ټولو تخریبي کړنو کې هغو کسانو لاس درلود چې په پاکستان کې یې روزنه لیدلې او له هماغه ځایه افغانستان ته را استول شوي دي.

د ټرمپ بریا ته د طالبانو د پیغام په اړه د مولوي حسام غبرګون:د امریکا نیابتي ډلې د دین څخه د پرژوې په توګه استفاده کوي

د ډونالډ ټرمپ د بریا په اړه د طالبانو خپرې شوې اعلامیې ته په غبرګون کې د ملي مقاومت جبهې د دارالافتاء رییس حبیب الله حسام لیکلي، دین او دیانت د داسې تکفیري او قومي تعصب لرونکو ډلو لپاره یوازې یو وسیله ده، چې د امریکا د نیابتي پروژې او امنیتي بازو په توګه کار کوي.

ښاغلي حسام په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دوی هر هغه څوک چې د دوی له فکر سره مخالف وي، کافر بولي او جهاد یې پر وړاندې اعلانوي.

د هغه په خبره د دوی د تېرې ۳۰ کلنې پالیسۍ بنسټ په همدې اصل ولاړ و؛ خو اوس دوی په خپله له خپلې پخوانۍ ادعا څخه په شا شوي او د هغو خلکو سره یې همکاري پیل کړې چې په تېر کې یې کافر ګڼل.

رویټرز:اوکرایني ځواکونو د شمالي کوریا له ځواکونو سره نښته کړې

0

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د اوکراین په کورسک سیمه کې د شمالي کوریا او اوکرایني پوځیانو ترمنځ نښته شوې.

سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د اوکراین دفاع وزارت هم د روسیې په ملاتړ د شمالي کوریا له پوځیانو سره د نښتې خبر ورکړی وو.

د یادونې ده چې د اوکراین چارواکي ادعا کوي چې د شمالي کوریا ځواکونه د روسیې د ملاتړ لپاره د دوی له ځواکونو سره جنګېږي.