چهارشنبه, جولای 15, 2026
Homeکورپاڼهامریکايي پوځ:پر ایران مو د هوايي بریدونو نوې لړۍ بشپړه کړې

امریکايي پوځ:پر ایران مو د هوايي بریدونو نوې لړۍ بشپړه کړې

د امریکا پوځ اعلان کړی چې د جولای د ۱۴مې نېټې د شپې په ۱۰ بجو یې پر ایران د هوايي بریدونو یوه نوې لړۍ بشپړه کړې ده.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ يا سنټکام په وینا، په دې عملیاتو کې د هرمز تنګي ته نږدې او د ایران په ساحلي سیمو کې لسګونه پوځي هدفونه په نښه شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې امریکايي جنګي الوتکو، بې‌پیلوټه الوتکو او سمندري بېړیو د اوو ساعتونو عملیاتو پر مهال د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو اډې، سمندري پوځي وړتیاوې او ساحلي دفاعي سیستمونه د دقیقو وسلو په وسیله ویشتلي دي.

امریکايي پوځ ویلي، د دغو بریدونو هدف د ایران د هغو وړتیاوو کمزوري کول دي چې د سوداګریزو بېړیو او ملکي عملو لپاره ګواښ بلل کېږي.

اعلامیه زیاتوي چې دا عملیات په هماغه ورځ ترسره شول چې امریکايي ځواکونو د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته د تلونکو او راوتونکو بېړیو پر وړاندې سمندري بندیز بېرته پیل کړ.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here