شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 754

برېټانیې؛د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره له کوزو او مقدونیې سره تړون لاسلیک کړی

0

لندن د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره له صربستان، شمالي مقدونیې او کوزوو سره یو تړون امضا کړی دی.

د برېټانیا لومړي وزیر کي‌یر سټارمر ویلي، چې برېټانیا د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره هڅې کوي او دا تړون یې «د انساني قاچاق له جنایت کارې امپراتوري» سره مبارزه ګڼلې ده.

د یادونې ده، چې برېټانیا اوس مهال د غیر قانوني کډوالو له سختو جوپو سره مخ ده.

افغان کرکټ لوبډله؛نن له بنګله دېش سره د لوبې میدان ته ښکته کېږي

0

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن یو وار بیا له بنګله دېش سره سیالي لري.

دا سیالي د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

تر دې وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ افغان لوبډلې په لوی توپیر وګټله.

ټاکل شوې چې دا سیالۍ د افغانستان پر وخت دوه نیمې بجې پیل شي.

ویل کېږي، چې په دې سیالۍ کې رحمان الله ګربز د ټپونو له کبله نه شي لوبېدلای.

عباس عراقچي:اسرائیل ډېره هڅه وکړه چې ایران په سیمه کې لوی جنګ ته داخل کړي؛ خو دوی هوښیار دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، په تېر یوه کال کې اسرائیل ډېره هڅه وکړه، چې ایران په سیمه کې یو لوی جنګ ته ور داخل کړي؛ خو دا دوی و، چې په خپل تدبیر سره یې دا هرڅه مدیریت کړل.

عباس عراقچي له اشپیګل المانۍ رسنۍ سره خبرو کې ویلي، که اسرائیل جګړې ته دوام ورکړي؛ نو دوی به ورته حتما ځواب ووايي.

تر دې وړاندې هم ایراني چارواکو ویلي وو، چې که اسرائیل په سیمه کې جګړه بس کړي؛ نو دوی به ځواب ورنه کړي.

د امریکا عدلیې وزارت:د ټرمپ د ترور کېدو لپاره ګمارل شوی جاسوس افغان دی

د امریکا عدلیې وزارت ویلي، د ټرمپ د وژنې لپاره ایرانی جاسوس په خټه افغان دی، چې ډېر عمر یې په ایران کې تېر کړی.

یادې ادارې ویلي، فرهاد شاکري د ایران د سپاه پاسدارن له لوري د ټرمپ د وژنې ماموریت ته ګمارل شوی وو او په تېره سپټمبر میاشت کې یې له شاکري غوښتي و، چې په دې اړه یوه طرحه جوړه کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سپاه پاسداران ډلې شاکري ته ویلي، چې که له ټاکنو وړاندې ټرمپ ترور نه شي کړی؛ نو دا چاره دې له ټاکنو وروسته ترسره کړي.

رویټرز:امریکا اوس مهال په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د تړلو په اړه خبرې کوي

0

رویټرز خبر ورکړی، چې قطر او امریکا اوس مهال په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د تړلو په اړه خبرې کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، قطر د امریکا په غوښتنه د حماس له مشرانو غوښتي چې له دغه هېواد څخه ووځي.

راپور کې راغلي، دا غوښتنه وروسته تر هغې شوې، چې حماس غزه کې د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو وروستۍ طرحې ته د رد ځواب ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي، امریکا په قطر او ټولو متحدینو غږ کړی، چې تر دې وروسته د حماس مشرانو ته ځای ورنکړي.

خلیلزاد:پر ټرمپ د برید موضوع باید په جدي ډول وڅېړل شي

0

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټرمپ د شوي برید په اړه د امریکا د عدلیې وزارت د وروستي راپور په تړاو لیکلي، چې امریکا باید ایران ځواب ورکولو ته وهڅوي.

د خلیلزاد په خبره، که دا ریښتیا وي، چې د ایران سپاه پاسدارانو له لوري یو کس ته د ټرمپ د وژلو لارښوونه کېږي، نو امریکا ته په کار ده، چې دغې موضوع ته رسېدنه وکړي او ډاډ تر لاسه کړي چې بیا دا ډول هڅې نه کېږي.

د یادونې ده چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په کمپایني غونډو کې پر ټرمپ برید شوی و، چې وروسته امریکا دا پړه پر ایران ور واچوله.

ویکتور اوربان:د ټرمپ ولسمشري به اروپا له نوي وضعیت سره مخ کړي

0

د هنګرې لومړي وزیر ویکتور اوربان ویلي، د ټرمپ ولسمشري به اروپا له نوي وضعیت سره مخ کړي.

هغه ویلي، ټرمپ د اوکراین جګړه نه غواړي او اروپا بیا په یوازې ځان دا جګړه نه شي مدیریت کولای.

اوربان تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې که ټرمپ ولسمشر شو؛ نو اروپا به د اوکراین جګړې ته یوازې پاتې شي.

دا لا نه ده معلومه چې امریکا به د اوکراین جګړې په اړه څه پرېکړه وکړي؛ خو ټرمپ ویلي، جګړې نه غواړي.

د نجونو د ښوونځیو د خلاصیدو په اړه ګنګوسې؛«جنرال» مبین وایي، « دا ټولې ګنګوسې دي او حقیقت نه لري»

د طالبانو د کابل آمنیه قوماندانۍ پخوانی ویاند او په ټولنیزو رسنیو کې د دې ډلې مخکښ غړی «جنرال» مبین د مولوي ضیاء الرحمن اضغر د هغو څرګندونو چې ډیر ژر به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي د حماسه میډیا د تبصرو په برخه کې ولیکل:« دا ټولې ګنګوسې له حقیقت لرې دي»

دا په داسې حال کې ده چې د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو د دې خبر تر خپریدو وروسته طالبان په دروغ ویلو تورن کړ او ویي وویل چې د طالبانو ټولې وعدې دروغ او پرې باور باید ونه شي.

سمیر بدرود:د طالبانو د امنیتي ادارو د مشرانو صلب صلاحیت د احتمالي کودتاه مخنیوي په موخه شوې

ورورسته له هغې چې د طالبانو حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د تسلیحاتي واکه د ملي دفاع، کورنیو چارو او دفاع وزیران صلب صلاحیت کړ، افغان ډیپلومات سمیر بدرود لیکلي، چې دغه اقدام د واک ښودنې لپاره نه، بلکې د یوې احتمالي کودتا د مخنیوي په موخه ترسره شوی.

د ښاغلي بدرود په وینا، دغه اقدامات ښيي د طالبانو په مشرتابه کې ژور اختلافات شتون لري او که څه هم له اخندزاده څخه واک اخیستل ممکن دي، خو دا کار د طالبانو ستونزې نه ختموي، بلکې ښايي بحرانونه نور هم ژور کړي.

نوموړی زیاتوي، طالبان د سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو د متضادو غوښتنو په منګولو کې ګیر دي.

دی وایي، طالبانو ته ناشونې ده چې هممهاله د هند، پاکستان، ایران، روسیې، چین او امریکا غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

هاتف مختار:شیخ هبت الله د اسلام او امارت لپاره تور داغ دی

د سټراټیژیکو څېړنو د نړیوال مرکز مشر ډاکټر هاتف مختار وایي، د طالبانو مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده ځانته د اسلام او امارت په نوم داسې تور داغ پرېښود، چې هیڅ وخت به پاک نشي.

د هغه په خبره، شیخ هبت الله د واک انحصار لیونی کړی او غواړي چې له امریکا پاتې شوې وسله پر ایران او پاکستان وپلوري.

نوموړی وایي، چې د دې استبداد په پایله کې به د طالبانو حکومت له منځه لاړ شي.

هاتف مختار دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نن د طالبانو حکومت مشر د یوه اته ماده ییز فرمان په صادرولو سره له کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو ریاست د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو د وېش واک اخیستی دی.