د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې له مخې یې په سره سمندر کې د حوثیانو د بریدونو د څارنې د ملګرو ملتونو ماموریت د نورو شپږو میاشتو لپاره وغځول شو.
د دې پرېکړهلیک په ملاتړ ۱۳ غړو هېوادونو رایه ورکړه، په داسې حال کې چې چین او روسیې له رایې ورکولو ډډه وکړه.
د پرېکړې له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي به هره میاشت امنیت شورا ته په سره سمندر کې د حوثیانو د بریدونو او اړوندو پرمختګونو په اړه راپور وړاندې کوي.
د یمن حوثي ډلې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې په سره سمندر کې پر بېړیو بریدونه پیل کړل.
دې ډلې ویلي چې هغه بېړۍ په نښه کوي چې له اسرائیل سره تړاو لري، او دا بریدونه یې پر غزې د اسرائیلو د جګړې په غبرګون کې ترسره کړي دي.

