جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 756

صالح د ټرمپ د بریا په اړه؛ذهنونو کې کوم څوک د پیغمبري مقام ته مه رسوئ

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ټرمپ د بیا واکمني په اړه ویلي، چې د یو ۷۸ کلن کس انتخاب د هغه هېواد په ټاکنو کې، چې بهرنی سیاست یې له تناقضونو ډک دی، باید د لویو بدلونونو هیله په خلکو کې راونه پاروي.

د صالح په خبره، دا کس “ټرمپ” چې اوس بریالی شوی، حتا د ځینو هېوادونو او مشرانو نومونه هم په سمه توګه نشي ویلی او حتمي به داسې کسان خپل کاري ټیم کې وټاکي چې د نړۍ په اوسنیو بحرانونو کې لاس لري او د خپلو ګټو لپاره یې په دغه بحرانونو کې رول لوبولی وي.

صالح زیاتوي، زموږ په ذهن کې هیڅ څوک باید د پیغمبر مقام ته ونه رسوو، ځکه چې نبوت څوارلس پیړۍ وړاندې پای ته رسېدلی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت:د شاه و عروس بند چارې بشپړېدو ته نږدې دي

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د “شاه و عروس” بند چارې بشپړېدو ته نږدې شوي دي.

یاد وزارت ویلي، چې دغه بند د کابل د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پیاوړتیا او د سېلابونو کنټرول کې مهم رول لري.

ویل کېږي، چې ددې بند په بشپړېدو سره به نه یوازې دا چې هر کال ۳۰ میلیونه متر مکعب اوبه مدیریت شي؛ بلکې د کابل ښاریانو ته ۵ میلیونه متر مکعب د څښاک اوبه هم برابروي او د دې ترڅنګ د ۱.۲ میګاواټه برېښنا تولید ظرفیت هم لري.

اسټرالیا؛له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو باندې د ټولنیزو رسنیو کارول بندوي

0

اسټرالیا حکومت داسې قوانین وضع کوي، چې له مخې به یې تر ۱۶ کلونو کم عمره ماشومان له ټولنیزو رسنیو کارولو منع شي.

د اسټرلیا لومړي وزیر البانیسي ویلي، دا قانون به په راتلونکې اوونۍ کې د دې هېواد پارلمان ته وړاندې شي.

دا قانون د هغو زیانونو د مخنیوي لپاره وضع کېږي، چې د ټولنیزو رسنیو له کبله ماشومانو ته اوړي.

د یادونې ده چې د ټولنیزو رسنیو له کبله د نړۍ د ګڼو هېوادونو ماشومان له رواني او نورو ستونزو سره مخ دي.

اسرائیل؛د هوایي ځواک د پیاوړتیا لپاره ۲۵ ایف پنځلس الوتکې اخلي

0

د اسرائیل دفاع وزارت وایي، له بوئینګ شرکت سره یې د ۲۵ ایف ۱۵ جنګي الوتکو قرارداد کړی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا قرارداد د ۵.۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت شوی.

د اورشلیم راپور د معلوماتو پر اساس، دا الوتکې پر مهمو وسایطو سمبالې دي.

د اسرائیل دفاع وزیر دا د خپل هوایي ځواک د پیاوړتیا لپاره د پام وړ اقدام بللی.

د پاکستان پنجاب کې؛د ککړې هوا له کبله ښوونځي رخصت شوي

0

د ککړې هوا له کبله پنجاب کې ښوونځي رخصت شوي دي.

د پنجاب ایالت چارواکو ویلي، ټاکل شوې چې زده کوونکو ته به د اکتوبر تر اوولسمې نېټې پورې ان لاین زده کړې ورکړل شي.

پاکستان کې د هوا ککړتیا سبب د بې کیفیته سون توکو کارول ګڼل کېږي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې؛ادارې مشر راتلونکو څو ورځو کې ایران ته ځي

0

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وايي، راتلونکو څو ورځو کې به ایران ته ولاړ شي او هلته به له ایراني چارواکو سره د اټومي پرواګرام په اړه خبرې وکړي.

هغه په روم کې خبریالانو ته ویلي، تمه لري، چې ټرمپ سره هم په دې برخه کې رغنده همکاري ولري.

که څه هم ایران او امریکا اټومي تړون هم درلود؛ خو ټرمپ پر خپله تېره دوره کې له دغه تړون څخه ووت او لاهم نامعلوم پاتې.

ایراني چارواکي د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې متخصصین نه پرېدي، چې د دغه هېواد له یورانیمو لیدنه وکړي.

تېره اکټوبر میاشت؛پاکستان کې ۴۸ بریدونو ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

تېره اکتوبر میاشت په پاکستان، پښتونخوا او بلوچستان کې د شویو بریدونو له کبله ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پاکستان د سولې انسټیټیوټ ویلي، چې تېره اکټوبر میاشت په دغه هېواد کې ۴۸ مرګوني بریدونه ترسره شوې، چې ۱۰۰ تنه پکې وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې ۵۲ تنه د پاکستان امنیتي ځواکونه، ۳۶ ملکي وګړي او ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.

د ټرمپ بیا راتګ؛ایا خپلې ژمنې به پوره کړي؟

0

د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا سپینې ماڼۍ ته ورستنیږي.

سره له دې، چې هغه پر انتخاباتي منډو ترړو کې یو شمېر ژمنې کړې وې؛ خو وبه لیدل شي چې څومره به یې پوره کړي.

د افغانستان د باګرام مسئله، د افغانستان په قضیه کې د یو شمېر امریکايي چارواکو له دندو لرې کول، د اوکراین جګړې ختمول او د کډوالو مخنیوی هغه مهمې ژمنې وې، چې ټرمپ په مکرر ډول کړې وې.

نوموړي تېره ورځ په خپلو خبرو کې هم ټینګار وکړ، چې جګړه نه غواړي او امریکا به پخواني حالت ته ورستنه کړې.

خوست کې؛د طالبانو د امربالمعروف کسانو ژمن راډیو بنده کړې

خوست کې د ژمن ټلویزیون له بندېدو وروسته؛ اوس هلته د ژمن راډیو هم بنده شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې دا راډیو د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د کارکوونکو په امر تړل شوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغې راډیو کې د یوې خپرونې پر مهال موسیقي اورېدل شوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا راډیو تېره ورځ تر غرمې وروسته بنده شوې ده.

یاد مرکز پر دغې پرېکړې اندېښنه ښوودلې او هیله یې څرګنده کړې چې بېرته د فعالیت اجازه ورکړل شي.

بنیامین نتنیاهو؛له ټرمپ سره تلیفوني خبرې کړې دي

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلفوني خبرو کې ایران د اسرائیل لپاره یو ګواښ بللی دی.

د نتنیاهو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو په دې خبرو کې د اسرائیل لپاره د امنیت راوستو په برخه کې پر ګډ کار ټینګار کړی.

که څه هم تر اوسه سپینې ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو ټرمپ پر خپلې لومړۍ وینا کې ویلي وو، چې دی د جګړی پلوی نه دی.