سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 753

فطرت:بغلان کې د وروستۍ پېښې په تړاو مو دوه مشکوک کسان نېولي

د طالبانو حکومت وايي، بغلان کې یې د وروستۍ پېښې په اړه دوه مشکوک کسان نیولي دي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې لاهم د دغې پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

نوموړی زیاتوي، په لرې پرتو سیمو او جوماتونو کې د خلکو په نښه کول د داعش پرمختګ او لاسته راوړنه نشي ګڼل کېدلی.

د یادونې ده چې د یادې پېښې مسوولیت داعش ډلې منلی وو.

ولادیمر پوتین؛د نویو پوځیانو د مالي پورونو بخښل کېدو تړون لاسلیک کړ

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ یو قانون لاسلیک کړ چې پر اساس یې د هغو نویو پوځیانو مالي پورونه بخښل کېږي چې د اوکراین جګړه کې له پوځ سره یو ځای کېږي.

د رویټرز د معلوماتو له مخې، د دغه قانون پر اساس، که نور پوځیان هم په اوکراین کې د جګړې لپاره د روسیې له دفاع وزارت سره یو کلن تړون لاسلیک کړي پورونه به یې معاف شي.

سعودي عربستان کې؛نن د ای پي ایل بولي ترسره کېږي

0

نن د سعودي عربستان په جدې ښار کې د هندی سوداګریز لیګ یا ای پي ایل بولي ترسره کېږي.

دا بولي به سبا هم دوام ولري.

دا ځل دغې بولي ته د ۱۸ افغان لوبغاړو په ګډون ۵۷۰ لوبغاړي نوم لیکنه کړې.

د افغانستان له لوري بیا رحمن الله ګربز ځان له خپلې لوبډلې بیل کړی او نن به ازادې بولي ته وړاندې شي.

نظام الدین قیصاري؛یو وار بیا د مارشال عبدالرشید دوستم سره روغه وکړه

له ملي جنبش ګوند خفه شوي قومندان نظام الدین قیصاري له مارشال دوستم سره ټیلیفوني روغه جوړه کړې.

په دغه ټیلیفوني اړیکه کې دوستم د ګوند د غړیو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې له ایران سره یې اړیکې ښې دي.

دوستم ویلي، ایران ورسره ژمنه کړې چې د جنبش ګوند غړي به له خپل هېواد نه باسي.

قیصاري واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د جنبش ګوند خلاف شو او څو ځله یې د دغه ګوند پر مشر هم توندې نیوکې وکړې.

هغه د طالبانو له راتګ سره سم مزار کې ونیول شو؛ خو له خوشې کېدو وروسته ایران ته وتښتېد، چې هلته هم له یو شمېر جعلي اسنادو سره نیول شوی وو.

نوموړی اوس مهال ایران؛ خو دوستم بیا ترکیه کې ژوند کوي.

خلیلزاد:د نومبر ۲۴مه باید د نړۍ سترګې پاکستان ته وي

0

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د نومبر په ۲۴ مه باید د نړۍ سترکې پاکستان ته وي.

هغه پاکستان کې وروستیو لاریونونو ته هیله ښودلې، چې د عمران خان د خوشې کېدو په برخه کې به ګټور تمام شي.

خلیلزاد د پاکستان له حکومت هم هیله کړې چې د خلکو حق ته درناوی وکړي.

د یادونې ده چې عمران خان له خپلو پلویانو غوښتي وو چې د نومبر په ۲۴ مه ټول پاکستان کې لاریونونه وکړي.

زاخاروا:له کییف څخه د فرانسې ملاتړ د اوکراین د نابودۍ په معنی دی

0

روسیې ویلي، د فرانسې له لوري کییف ته پر روسیې د برید اجازه ورکول د اوکراین د بربادۍ سبب کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا خبرداری ورکړی، چې له اوکراین څخه د فرانسې ملاتړ د کییف د نابودۍ په معنی دی.

تېره ورځ فرانسې ویلي وو، چې اوکراین کولای شي فرانسوي لرې واټن ویشتونکي توغندي د روسیې پر خاوره وکاروي.

یاسین ضیاء:راتلونکی کال پر طالبانو نور فشار هم راوړم

د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیاء ویلي، هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې پر طالبانو نور فشار هم وارد کړي.

نوموړي ویلي، د عدالت او افغانانو د بیرته واک اخیستنې لپاره به له جګړې لاس وانخلي.

د هغه په خبره، تېر کال کې یې د طالبانو پر وړاندې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

د یادونې ده چې د ازادۍ جبهې تر دې وړاندې هم په ځلونو ویلي چې د جګړې له لارې به طالبان له منځه یوسي.

د تخار له زندانه؛د زندان د مشر او یو قاضي په مرسته دوه قاتلان پاکستان ته تښتېدلي

د تخار ولایت د تالقانو له زندان څخه دوه هغه قاتلان تښتېدلي، چې ۹ میاشتې وړاندې یې د دشت قلعه په کروغ سیمه کې یو غریب مزدور کار وژلی وو.

یاد قاتلان نیک محمد او عین الدین نومیږي او ویل کېږي چې پاکستان ته تښتېدلي دي.

باوري سرچینو حماسه میډیا ته ویلي چې یاد کسان د تخار ولایتي قاضي ابوصفیان او د زندان د مشر په مرسته تښتېدلي دي.

د مقاومت په نوم جبهه:کابل کې مو دوه طالبان وژلي

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې کابل کې یې دوه طالبان وژلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا طالب سرتېري یې د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې وژلي.

یادې جبهې زیاته کړې، چې دا برید یې غرمه مهال د طالبانو د استخباراتو پر ځواکونو کړی دی.

دوی ویلي، چې د طالب سرتېرو دوه میله وسله او یوه مخابره یې هم ترلاسه کړې.

منظور پښتین:څو ورځې وړاندې یې کُرمه کې د سولې لپاره ګامونه پورته کول؛ خو پاکستاني ریاست منع کړل

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په کُرمه کې د وروستیو پېښو په اړه خواشیني ښودلې.

منظور پښتین ویلي، هڅه کوي چې له بېلابېلو سیمو سلګونه مشران راټول او هلته دایمي سوله راولي.

نوموړی زیاتوي، څو ورځې وړاندې یې په سیمه کې د سولې لپاره ګامونه پورته کول؛ خو ریاست منع کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې هلته د سنیانو او شعیه ګانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي او ګڼه مرګ ژوبله یې یو بل ته اړولې ده.