جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 751

د همت کورنۍ:د توریالي همت روغتیايي وضعیت ښه نه دی او طالبان یې مونږ سره خبرو ته نه پرېدي

د سیاسي چارو د شنونکي توریالي همت کورنۍ وايي، چې د نوموړي روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

د دوی په خبره، توریالی همت تېر کال هم فلج شوی وو؛ خو اوس چې له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی، دوی ورته زیات اندېښمن دي.

د هغه کورنۍ زیاتوي، لا یې ورسره هیڅ اړیکه نه ده شوې او نه پوهېږي، چې چېرته به بندي وي.

توریالي همت کابل کې له یوې خصوصي رسنۍ سره خبرو کې ویلي وو، چې امیر المومنین د خیرک ادې هم نه ګڼي؛ چې تر همدې خبرو وروسته ونیول شو.

د ازبېکستان سفیر؛ایبک عثمانوف خپل باور لیک امیر خان متقي ته وسپاره

د افغانستان لپاره د ازبېکستان سفیر خپل باور لیک د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته وسپاره.

امیر خان متقي یاد سفیر ته هرکلی ویلی او د مرستو او همکاري ډاډ یې ورکړی.

متقي ویلي، په دواړو هېوادونو کې د یو بل سفارتونه د ښو اړیکو څرګندونه کوي او باید په اقتصادي او نورو برخو کې هم عملي ګامونه واخیستل شي.

بل لورته د ازبېکستان سفیر ایبک عثمانوف ژمنه کړې چې د خپل ماموریت په دوره کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخوي.

حامد کرزي؛کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي سره کتلي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي، حسن کاظمي قمي سره کتلي.

ښاغلي کرزي، په دې کتنه کې د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان موضوع ته ډېر پام وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره باید یو سیمه ییز ابتکار وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ایران ۱۰۰۰ افغان بندیان د طالبانو حکومت ته وسپارل.

حنیف اتمر:د مشروع نظام په نشت کې باید نړیوال د افغانانو ګټو ته پام زیات کړي

د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر ویلي، افغانستان کې د یو مشروع نظام په نشتوالي کې اړینه ده، چې نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول په بهرنیو هېوادونو کې د اوسېدونکو او کډوالو افغانانو ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي ویلي، اصلي لومړیتوبونه د خلکو لپاره د اړینو کونسلي خدماتو د دوام تضمین، د افغانانو د بشري حقونو او نړیوالو ژمنو پوره کولو لپاره له اوسني حکومت سره د اړیکو مشروط کول دي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تازه المان کې د افغانستان سفیر هم له دندې لاس په سر شوی دی.

امریکا؛په کییف کې خپل سفارت د موقت وخت لپاره بند کړو

0

امریکا د هوايي بریدونو د اندېښنو له کبله په کییف کې خپل سفارت په موقتي توګه بند کړو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اوکراین په پلازمېنه کیف کې یې سفارت د هوايي بریدونو له امله تړلی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې سفارت به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلی وي.

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، که د هوايي برید خبرداری ورکړل شي، له امریکايي اتباعو به وغوښتل شي چې خوندي سیمو ته پناه یوسي.

رویټرز:امریکا اوکراین ته د پرسونل ضد ماینونو د ورکړې اجازه ورکړې ده

0

رویټرز خبري اژانس وایي، چې امریکا اوکراین ته د پرسونل ضد ماینونو د کارولو اجازه ورکړې.

رویټرز د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اوکراین ته ددغه ماینونو د ورکړې اجازه ورکړې ده.

رویټرز د یاد چارواکي له قوله زیاته کړې، امریکا تمه لري چې اوکراین به دغه ماینونه په خپله خاوره کې وکاروي.

رویټرز ویلي، چې امریکا له اوکراین ژمنه اخیستې چې هغو سیمو کې به یې نه کاروي چې ملکي وګړي اوسي.

ډنمارک؛له اوکراین سره د ۱۳۸ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

0

ډنمارک له اوکراین سره د ۱۳۸ میلیونه ډالرو پوځي مرستې اعلان کړی دی.

رویټرز د ډنمارک د لومړي وزیر میټ فیډریکسن په حواله ویلي، چې د ډنمارک لومړي وزیر د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په یوه خبري کنفرانس کې کتلي.

میټ فیډرکسن ولادیمیر زیلینسکي ته د ملاتړ او د نورو مرستو ډاډ ورکړی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ د لومړي ځل لپاره اوکراین د امریکا له خوا جوړ شوي اوږد واټنه توغندي د روسیې پر خاوره ور وتوغول.

شمالي کوریا؛شاوخوا ۱۱ زره سرتېري د اوکراین سره جګړې لپاره روسیې ته استولي

0

د شمالي کوریا لس زره او نهه سوه سرتیري د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړه کې برخه لري.

رویټرز ته د شمالي کوریا د پارلمان د استخباراتو د کمیټې غړې پارک سن ون د دغه هیواد د ملي استخباراتو د ادارې په حواله ویلي، چې د شمالي کوریا ځواکونه په کرسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو پر ضد جنګیږي.

رویټرز د یاد کس له قوله زیاته کړې، چې شمالي کوریا د اوکراین جګړې ته د توغندیو په شمول نورې وسلې هم استولې دي.

بل لورته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې د اوکراین او روسیې په جګړه کې د شمالي کوریا مخ په زیاتیدونکي رول د ټولو هېوادونو لپاره یو “ګواښ” دی.

سهیل شاهین:ملګري ملتونه دې د افغانستان د څوکۍ په ور سپارلو له سره غور وکړي

‏په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي، چې ملګري ملتونه دې د افغانستان د څوکۍ په ور سپارلو له سره غور وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو په یوه راپور کې د سهیل شاهین له قوله ویلي، چې ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ یو داسې کس ته سپارلې، چې په دې سازمان کې د افغانستان د خلکو او حکومت استازیتوب نه شي کولای.

نوموړي له ملګرو ملتونو یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په اړه خپل دریځ بدل کړي.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو ملاتړ او لاسنیوی وکړي.

د افغانستان؛له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن پاکستان سره لوبه کوي

0

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله په درې اړخیزو سیالیو کې نن له پاکستان سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې دغه سیالۍ به د کابل پر مهال د سهار لس بجې پیل شي.

د یادونې ده، چې افغان لوبډلې تېرې دوه لوبې له متحده عربي اماراتو او پاکستانه ګټلې دي.