جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 750

زهرا بلوڅ:لاهم د افغانستان له خاورې اندېښنه لرو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وایي، چې دغه هېواد لاهم د افغانستان له خاورې څخه اندېښنه لري.

هغې ویلي، دوی هغه شواهد هم لري چې ګواکې ترهګرې ډلې د افغانستان خاوره کاروي.

بلوڅ زیاته کړې، ترهګري د سیمې او پاکستان لپاره ګډ ګواښ ده.

د طالبانو حکومت بیا تل ویلي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد نه کارول کېږي.

د طالبانو حکومت؛حامد کرزي ته عربي متحده اماراتو ته د تګ اجازه ورکړې

طالبانو پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د ملي سوداګر میرویس عزیزي د لور د فاتحې مراسمو کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته د تګ اجازه ورکړه.

پخواني ولسمشر په خپل ایکس پاڼې کې لیکلي چې د میرویس عزیزي کورته ورغلی او هغه ته یې د لور د وفات له کبله ورته تسلیت ورکړې ده.

فرشته عزیزي څه موده وړاندې د سرطان ناروغۍ له کبله په دوبۍ کې وفات او همالته خاورو ته وسپارل شوه.

ایران:د کابل او تهران ترمنځ د ټرانزیټ د پراختیا غوره فرصتونه ایجاد شوي

ایران وایي، د افغانستان شمال لویدیځ کې له ایران سره د ریل پټلۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ مهمه زمینه برابره کړې.

د ایران لارو او ښار جوړونې وزارت مرستیال جبار علي اکبري د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له مرستیال محمد اسحق صاحبزاده سره لیدنه کې په دې اړه د ایران چین او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې غوښتنه هم کړې.

هغه دغه راز د ایران له لوري افغانانو ته د ریل پټلۍ په برخه کې د ظرفیت لوړونې د درېیم پړاو زدکړیزې دورې یادونه هم کړې.

د طالبانو په واکمنۍ کې د بیان آزادي؛طالب استخباراتو جاوید مومند او توریالی همت پدې شرط خوشې کړي، چې بحثونو کې به ګډون نه کوي

یو شمېر سرچینې وایي، چې د پوهنتون استاد جاوېد مومند او د سیاسي چارو بل شنونکی توریالی همت تېر ماښام د طالبانو د استخباراتو له بنده ازاد شول.

دوی د یو شمېر شنونکو په منځګړیتوب خوشې شوي او ورته ویل شوي، چې د اوږدې مودې لپاره به رسنیو کې ګډون نه کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالب استخباراتو د استاد مومند ټولنیز فعالیت هم محدود کړی دی.

استاد مومند له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په بند کې وو.

اوچا:د هرات زلزله ځپلي لا هم د سرپناه ځایونه نه لري

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا د هرات زلزله ځپلو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې لاهم ورته د کورنو د وېش څرک نه لیدل کېږي.

یادې ادارې یو راپور کې ویلي چې هلته ۲۵ زره کورنۍ بې سرپناه دي.

راپور کې راغلي، سره له دې چې دغو زلزله ځپلو سره د ملګرو ملتونو د بېلابېلو بنسټونو له لوې نږدې اته میلیونه ډالره مرسته شوې؛ خو لاهم بد وضعیت کې دي.

هندی ملیاردر؛ګاتم اداني امریکا کې په پراخ مالي فساد ککړ بلل شوی

0

هندي میلیاردر ګاتم اداني امریکا کې په پراخ مالي فساد ښکېل بلل شوی.

رویټرز راپور ورکړی، چې هغه او همکارانو یې هندي چارواکو ته د دغه هېواد د لمریزې برېښنا سترې پروژې ترلاسه کولو کې ۲۶۵ میلیونه ډالر رشوت ورکړی، چې په شلو کلونو کې یې له دغې پروژې دوه میلیارده ډالر ګټلي.

د امریکا حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکا؛کییف کې خپل سفارت بېرته پرانېست

0

رویټرز خبر ورکړی، چې امریکا په کییف کې خپل سفارت بېرته پرانېست.

دا سفارت وړمه ورځ د امنیتي ګواښونو له کبله تړل شوی و.

بل لورته سپینې ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې رسنیو راپور ورکړی و، چې روسیه پر اوکراین د لوی برید پلان لري.

اوکراین؛پر روسیې اوږد واټن ویشتونکي برېتانوي توغندي توغولي

0

اوکراین د روسیې پر خاوره سټروم شداو برېټانیي توغندي ور توغولي دي.

اوکراین دا برید له ځان او خاورې دفاع بللې؛ خو روسیې بیا ویلي، چې ښایي دا کړنې به جګړه نوره هم تونده کړي.

د روسیې پر خاوره دا توغندي د امریکا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو څخه یوه ورځ وروسته توغول کېږي.

المان؛یو شمېر ښارونو کې د ایران سفارتونه وتړل

0

جرمني په هامبورګ، مونشن او فرانکفورت ښارونو کې د ایران قونسلیو د بندېدو خبر ورکړی.

یاد حکومت د جرمني وګړي جمشېد شارمهد د اعدامېدو غبرګون کې دا کار کړی.

د رسنیو د راپورنو له مخې، برلین کې به د ایران سفارت پرانېستی وي.

جرمني کې نږدې۳۰۰زره ایرانیان اوسېږي چې ښایي له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

دا کنګل به مات شي؟

0

لیکوال: مشتاق رحیم
د میلاد نه ۳۰۰۰ کاله دمخه یونان کې ښار دولتونه (city state) وو، لږ نفوس، د حکومتولۍ وړوکی جوړښت وو، د میلا نه ۵۰۰ کاله دمخه یرغلونه شو، وړو جوړښتونو نور کار نه ورکولو، د سیمو، دولتونو او ولسونو د خوندیتوب اړتیا ته په کتو امپراتوریو ته مخه شوه، اوومې او اتمې پیړۍ پر مهال امپراتورۍ کمزورې شوې، نفوس دیر شو، د منځني سایز جوړښتونو ته اړتیا پیدا شوه او سلطنتونو د امپراتوریو ځای ونویولو. سلطنتونو د خپل اغیز او سلطې د غزونې په لړ کې یو بل سره جنګونه او جګړې پیل کړې، د حل لار ملت – دولت کې وموندل شو، د جوړجاړي لار برابره شوه، د باندنیو خطرونو ویره چې کمه شوه، ولس او دولت ترمنځ د حق غوښتنې شخړې پیدا شوې، پوهانو د ټولنیز تړون بحث ته مخه کړه، حکومتولي د پرمختګ یو نوي پړاو ته داخل شوه. کله چې ملت – دولت خونړی شو، د نړیوال نظم بحث مطرح شو، د ملتونو ټولګی (league of nations) یې جوړ کړ، ښه نتیجه یې نه درلوده، ملګري ملتونو ته مخه شوه. ولسواکي پس له څه دپاسه دریو پیړیو د عصر د بدلونونو په لړ کې ګنګسیت سره مخامخ ده، سلګونه پوهان لګیا دي‌ د اصلاح او بدیل بحثونه مطرح کوي. د لیږد بهیر د مدیریت په پار علمي‌-ولسي هلې ځلې روانې دي.

بله خوا مونږ یو، د پیغمبر کریم (ص) د رحلت نه را وروسته مو ټول وخت د واک په سر په جنګونو تیر کړ، د لیږد بهیر هر مهال خونړی وو. نړۍ د ۱۴۰۰ کلونو په اوږدو کې له بیلا بیلو پړاونو په تیرولو د بدلونونو خورا ډیر بهیرونه شاته پریښودل، خو مونږ لا هم په ځای ولاړ یو، د زماني بدلونونو لخوا راپورته شویو پوښتنو ته د ځواب لټولو هڅه مو کله هم نه ده کړې. یوازینی ابتکار مو همدومره دی چې استبدادي یا ټولواکو نظامونو ځان ته مذهبي لوحې ټاکلي‌ او مونږ ورسره منلي.

د ښار دولت نه تر ملت دولت، تر اروپايي ټولنې یا د متحده ایالتونو غوندې جوړښتونه د پوهانو د بحثونو د مطرح کولو، د ټولنیزو رهبرانو لخوا د مبارزې او د ولسي خوځښتونو په بدل کې رامنځ ته شوي. همدا لامل دی چې نړۍ د عصر د اړتیاوو سره برابره مخ ته روانه ده او په دغه نړۍ کې اسلامي برخه منجمده او په ځای ولاړه ده. سیاسي‌فقه نشته، نویو ټولنیزو پدیدو ته ځواب د تیر په عبارتونو ورکول کیږي، نویو پنځونو ته یوازې عکس العمل ښودل کیږي، هغه هم داسې چې د چاپ ماشین ۱۵۰۰ز کې شیطان وي، خو ۳۳۰ کاله وروسته بیا د کار او کمال شی!‌

ترڅو چې د یو تمدن په توګه د اسلامي‌نړۍ پوهان (په ځانګړې توګه د “مباحو” علومو پوهان) اغیزناک شخصیتونه او منسجم ولسونه د بدلون لور ته خوځښت لپاره د سړې سینې او د یو بل د اوریدو په هوډ مباحثې ته داخل نه شي، د علمي بحث په رڼا کې د بدلون په لور د تلو تکل ونکړي، فکر نه کوم چې حالت مو ښه شي. د ښه کیدو نه تیر، دا کنګل ولاړ وضعیت داسې حالات جوړ کړی چې ملتونه او ولسونه اړ دي چې د انجماد نه د وتلو په تکل کې د نوو تمدونونو تقلید وکړي، بلې خوا ته مخه کړي. ډیرو دا کار پیل کړی، نور ورته کنځل کوي، بد رد وته وايي، خو دغه کنځل نه هغوی له بل خوا تګ را ګرځولی شي او نه هم زمونږ حالت بدلولی شي.