جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 749

حبیب الرحمن سیاف د کاناډا استازي ته:د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان په زندان بدل شوی

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا غړی او د پوهنتون استاد حبیب الرحمن سیاف د افغانستان لپاره د کاناډا له ځانګړي استازي ډیویډ سپراول سره کتلي.

ښاغلي سیاف حماسه میډیا ته ویلي، چې په دې لیدنه کې یې د نورو مسایلو ترڅنګ افغانستان کې د ټوله شموله حکومت جوړېدو په اړه خبرې کړې.

نوموړي ویلي، په لیدنه کې پر دې ټینګار شوی، چې طالبان باید د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه ورکړي.

حبیب الرحمان سیاف د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یو زندان ته ورته بللی او زیاته کړې یې ده چې هېواد باید له دغه وضعیت څخه را ووېستل شي.

حنیف اتمر:د بغلان پېښه د مسلط شوي حکومت بې کفایتي ښکاره کوي

د جمهوري حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر یوه زیارت د ناپېژاندو وسله والو برید په کلکو ټکو غندلی.

ښاغلي اتمر په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د بې طرفه نړیوالې څیړنې غوښتنه کوي.

نوموړي زیاته کړې چې، دا پېښه یو ځل بیا د افغانستان د خلکو د دښمنانو جنایت او د خلکو د امنیت په تامینولو کې د اوسني مسلط شوي حکومت بې کفایتي ښکاره کوي.

حنیف پشتین:پاکستانی پوځ د عامو خلکو خلاف عملیات کوي او د دوی کورونه مورچې ګرځوي

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پښتین وایي، چې د پاکستاني پوځ لوري په بکاخېل سردې خیل او جانېخېل کې نااعلان شوي پوځي عملیات روان دي.

حنیف پشتین په خپله اکس‌پاڼه لیکلي، چې د پاکستاني پوځ دغه عملیات د عامو خلکو خلاف ترسره کیږي.

نوموړي ویلي:«پوځیانو د خلکو کورونه مورچې ګرځولي، ناروغانو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، خلک نشي کولای چې کاروبارونو او د روزمره ژوند په کارونو پسې له کوره بهر ووځي.»

هغه هلته په میشتو پښتنو غږ کړی چې ددې سیمې ټول قومونه باید په یوه غږ ددې جبر خلاف ودریږي او پوځ ته اجازه ورنکړي چې دا سیمه چور او تالان کړي.

اروپایي ټولنه:لوستي افغانان اقتصادي ودې او همیشني پرمختګ کې مهم رول لري

اروپایي ټولنې یو وار بیا ویلي، چې دوی په افغانستان کې د ټولو لپاره یو ډول د زدکړو حقونه غواړي.

یادې ټولنې د زدکړو اوونۍ په مناسبت لیکلي، لوستي افغانان اقتصادي ودې او همېشني پرمختګ کې مهم رول لري.

اروپایي ټولنې تر دې وړاندې هم افغانستان کې د ټولو لپاره د یو ډول زدکړو غوښتنه کړې وه.

بغلان؛نامعلومه وسله والو ۱۲ تنه وژلي

د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو له لوري ۱۲ تنه وژل شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د نهرین په “زیارت شهر کهنه” سیمه کې رامنځته شوې.

تر اوسه چا د برید مسؤلیت نه دی منلی.

بل لورته د وژل شویو کسانو د هویت په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي.

ملاله یوسفزۍ:افغانستان کې د ښځو ځپلو ته باید دیني او فرهنګي توجیه ورنکړل شي

د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له نړۍ غوښتي چې په واقعي توګه د افغانستان وضعیت درک او د افغان نجونو او ښځو وضعیت له پامه ونه غورځوي.

هغې ویلي، افغانستان کې د ښځو ځپلو ته باید دیني او فرهنګي توجیه ورنکړل شي.

د یوسفزۍ په خبره، د طالبانو تر راتګ وړاندې افغانو ښځو په بېلابېلو برخو کې دندې درلودې او د خپلو حقونو لپاره یې مبارزه کوله.

پښتین:د کُرمې پېښه کې د پاکستان د حکومت لاس دی

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتنن ویلي، چې د کرمې ایجنسۍ په وروستۍ امنیتي پېښه کې د پاکستان د حکومت لاس دی.

نوموړي، هلته د وړمې ورځې ډلییزه پېښه غندلې ده.

د پښتین په خبره، هلته تر یوې میاشتې زیاته موده کېږي، چې لویې لارې تړل شوي؛ خو حکومت او سیاسیون هیڅ غږ نه کوي.

منظور زیاتوي، دوی هلته د امن راوستلو لپاره تیاری ونیوو؛ خو د پاکستان ریاست د جرګې یو غړی شکیل وتښتو او د جرګې مخه یې ونیوله.

غزه کې؛د روانې جګړې له کبله ۴۴ زره فلسطینیان وژل شوي

0

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیل او حماس د روانې جګړې له کبله د مړو شمېر تر ۴۴زرو کسانو واوښت.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې په وژل شویو کې تر نیمايي زیات یې ښځې او ماشومان دي.

دغه وزارت وايي، ښايي دغه شمېرې تر دې لوړې وي، ځکه په زرګونو مړي تر نړېدلو ودانیو لاندې پاتې دي.

په همدې دغه وزارت وايي، ښايي دغه شمېرې تر دې لوړې وي، ځکه په زرګونو مړي تر نړېدلو ودانیو لاندې پاتې دي.حال کې د اسراییل پوځ د شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي چې څه باندې ۱۷زره افراطي وسله‌وال یې وژلي دي.

د کرمې برید وروستي جزیات؛۵۱ تنه وژل شوي او ۸۱ نور ټپیان دي

0

یو شمېر سرچینې وایي، کرمه کې پر درې مسافر وړونکو موټرو د شوي برید له کبله ۵۱ تنه وژل شوي او شاوخوا ۸۱ نور ټپیان دي.

بل لورته مسؤلین بیا دا ارقام کم ښیي او وایي، ۴۴ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

په همدې حال کې ګڼو نړیوالو بنسټونو هم په دې اړه خواشیني ښودلې.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

د خیبر پښتونخوا؛په کرمه کې نامعلومو وسله والو ۴۲ کسان وژلي

0

د خیبر پښتونخوا په کرمه ضلع کې د وسله والو لخوا د مسافرو پر هغو درې موټرو برید شوی، چې پولیسو یې امنیت نیولی وو.

په دغه برید کې ۴۲ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا نه دی منلی.