جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 748

حامد کرزي؛د بغلان نهرین کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی دی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د بغلان په نهرین کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی دی.

هغه دا برید یو تروریستي عمل او د بشر ضد جنایت بللی دی.

نوموړي شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د روغتیا او د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړی دی.

د یادونې ده چې وړمه ورځ د بغلان په نهرین کې پر لمونځ کوونکو برید شوی وو، چې له کبله یې ۱۲ تنه وژل شوي وو.

سیمه‌ییزې سرچینې:باجوړ کې یو پولیس او یو عام وګړی وژل شوي

0

سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د پاکستان په باجوړ کې په دوه جلا جلا پېښو کې یو پولیس او یو عام وګړی وژل شوی دی.

دا دواړه پېښې په ماموند او لوی ماموند سیمو کې د بمي چاودنو له کبله رامنځته شوې دي.

تر اوسه چا د دغه پېښو مسولیت نه دی منلی.

د یادونې ده، چې هلته په دې وروستیو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.

ملا هبت‌الله؛د بشري سرچینو ریاستونو او اړوندو ادارو لپاره د نویو کلیمو د کارونې حکم صادر کړ

د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په یو تازه فرمان کې د بشري سرچینو ریاستونه، مدیریتونه او امریتونه د کارکوونکو د چارو ریاست، مدیریت او امریت په نومونو نومولي دي.

هغه په دې اړه یو فرمان صادر کړی او ویلي یې دي، چې تر دې وروسته به د یاد ریاست اړوند ټول اسنادونه تر همدې عنوان لاندې معامله کېږي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې نوموړي دغه کړنه د کومې موخې لپاره کړې ده.

کُرمه کې د شعیه او سنیانو جګړه؛۳۷ تنه وژل شوي او تر سلو زیات ټپیان دي

0

د خیبر پښتونخوا په کُرمه کې تېره ورځ د نښتو له کبله ۳۷ کسان وژل شوي او ۱۰۳ نور ټپیان دي.

سیمه‌ییزو سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې لاهم د وژل شویو کسانو شمېر وروستی نه دی او ښایي تلفات تر دې نور هم پورته شي.

هلته تېره ورځ د شعیه او سنیانو ترمنځ فرقه‌ییزې نښتې پیل شوې وې.

په سیمه کې د سرچینو او معلوماتو د کمښت له کبله په دې اړه لا زیات جزیات نه دي ورکړل شوي؛ خو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پاکستان حکومت سنیان او شعیه‌ګان په جنګ اچوي او دوی یې بیا ننداره کوي.

اسرائیل؛د لبنان په مرکز بیروت خطرناک بریدونه کړي

0

یو شمېر سرچینو خبر ورکړی، چې اسرائیل د شنبې په شپه د لبنان په مرکز بیروت بریدونه کړي.

که څه هم تر اوسه د دغو بریدونو په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي؛ خو رویټرز ویلي چې دا بریدونه خطرناک او قوي وو.

سرچینې د ځايي خلکو له قوله ویلي، چې په بیروت څلور خطرناک بریدونه شوي دي.

تر اوسه د تلفاتو په اړه هم کوم جزیات نه دي ورکړل شوي.

پاکستان؛څلور زره او درې سوه سوالګر ممنوع الخروج اعلان کړل

0

د پاکستان حکومت زرګونه سوالګر له خپل هېواد څخه ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

یاد هېواد دا پرېکړه د پاکستان د کورنیو چار وزیر محسن نقوي او د سعودي پلاوي له کتنو وروسته کړې.

سعودي تر دې وړاندې ګڼ شمېر هغه پاکستانیان نیولي، چې په سعودي کې به یې د حج د مراسمو پر مهال سوال کوو.

ریاض دوه ځله خبرداری هم ورکړی وو، چې که پاکستان د خپلو سوالګرو مخه ونه نیسي؛ نو په دغه هېواد به د حج ویزې بندې کړي.

ویل کېږي، چې په تازه اقدام کې د پاکستان حکومت درې زره او درې سوه سوالګر ممنوع الخروج کړي دي.

د بلخ چهاربولک؛د ساتل شویو ۲۲ راکټ مرمیو د چاودنو له کبله درې کورونه ویجاړ شوي

د بلخ چهاربولک کې د ساتل شویو چاودېدونکو توکو د چاودنو له کبله درې کورونه ویجاړ شوي دي.

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.

دا پېښه د هغو ۲۲ راکټ مرمیو د چاودونو له کبله رامنځته شوې چې په پټه ساتل کېدې.

د دغو راکټ مرمیو د ساتنې پټنځای کې لومړی ګاز ډبه چاودلې، چې وروسته مرمیو هم چاودنې کړې.

امیري:له بد وضعیت سره سره، افغانې ښځې خپلې هیلې مړاوې کېدو ته نه پرېږدي

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، سره له دې چې افغانې ښځې په بد وضعیت کې دي، خو دوی بیا هم خپلې هیلې مړې کېدو ته نه پرېدي.

امیري د ژولیا پارسي او نیلا ابراهیمي له لوري د نړیوالو جایزو د اخیستلو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې د دوی دا کار د افغان ښځو او نجونو د عزم څرګندونه کوي.

د یادونې ده، چې ژولیا پارسي تېره اوونۍ د مارتین انالز او نیلا ابراهیمي د ماشومانو سولې نړیوالې جایزې تر لاسه کړې.

ټرمپ ته د ځینو افغانو ښځو لیک:له طالبانو سره د سولې تړون لغوه کړه

یو شمېر افغانو ښځو له ډونالډ ټرمپ غوښتي چې له طالبانو سره د سولې تړون لغوه کړي.

دوی ویلي، دغه تړون نه یوازې دا چې د افغانستان لپاره سوله او ثبات رانه وست؛ بلکې په کور دننه او نړیواله کچه یې هم بحراني پایلې ولرلې.

یادو ښځو په یو لیک کې لیکلي، واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته طالبانو په افغانستان کې ښځې او نجونې ځپلي او لاهم دا لړۍ جریان لري.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر بنسټونو له ټرمپ غوښتي چې د دوحې تړون عملي کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان:روان کال مو ۲۸۱ مرستندویان وژل شوي دي

په نړۍ کې د روانو جګړو له کبله ۲۰۲۴ کال د ملګرو ملتونو د مرستندویانو لپاره مرګونی کال وو.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، روان کال یې ۲۸۱ مرستندویان وژل شوي دي.

د بشري چارو او بېړنیو مرستو د همغږۍ په برخو کې د دغه سازمان نوي مرستیال ټام فلچر ویلي، چې د دوی مرستندویانو خپله زړورتیا او اخلاص د بمونو او مرمیو قرباني کړ.

د دغو مرستندویانو د وژل کېدو راپورونه په اوکراین، غزه، یمن او افغانستان کې ورکړل شوي دي.

د یادونې ده چې تېر کال په شلو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو ۲۸۰ مرستندویان وژل شوي وو.