جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 746

له متقي سره د روسیې د ځانګړي استازي لیدنه؛دواړو لورویو د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

‏د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانوحکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره کتلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو او ټرانزیټ خبرې وشوې.

‏امیر خان متقي د روسیې سره د طالبانو د حکومت اړیکې مهمې بللي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ ته پراخې شي.

په دې ناسته کې ضمیر کابلوف ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

ضمیر کابلوف دغه راز ویلي، چې هېواد یې په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې د روسیې لوړپوړی پلاوی کابل ته راشي او د طالبانو د لوړپوړیو چارواکو سره خبرې اترې ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبان په رسمیت نه پېژنې؛ خو په دې برخه کې تدریجي عمل کوي.

د طالبانو حکومت؛ټولو ولایتونو کې ۳۴ جهادي مدرسې جوړوي

د طالبانو حکومت وایي، چې په ۳۴ ولایتونو کې ۳۴ جهادي مدرسې جوړوي چې هره یوه به یې له زرو څخه د ډېرو زدکوونکو د جذب ظرفیت ولري.

په جوزجان کې د طالبانو د حج او اوقافو مرستیال د یوه جومات د پرانیستلو په مراسو کې ویلي چې پر دې سربیره په هره ولسوالۍ کې د دریو دیني مدرسو جوړول هم په پام کې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په هېواد کې د مدرسو د جوړېدو کار په چټکۍ روان دی.

سراج الدین حقاني د یو نوي انسجام په لټه کې دی!

0

لیکوال: بلال سروري

د طالبانو کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني چې د حقاني شبکې مشري هم پر غاړه لري، واک ته له رسیدو وروسته د کورنیو چارو وزارت سرپرست دی، په کابینه کې یې برخه ډیره خواره ده، نوموړی د کورنیو چارو وزیر دی، تره یې خلیل الرحمن حقاني د مهاجرینو وزیر دی یو تن بل چې ډاکټر قلندر عباد نومیده د جګړې پرمهال د خلیفه سراج د کور معالج ډاکتر وو، د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په توګه ګمارل شوی وو.
خلیفه سراج چې خپله یې په یوه مرکه کې منلې وه چې د جمهوریت خلاف جګړه کې یې ۱۰۵۰ (یو زر او پنځوس) ځانمرګي له لاسته وتلي دي او عملاً یې بریدونه کړي دي، نوموړی د طالبانو په منځ کې د دوی په ټکو د فدایانو د سالار په نوم هم یادیږي.
د خلیفه سراج او د دده په مشرۍ د حقاني شبکه چې د کابل او ولایتونو لوی ځانمرګي بریدونه دوی پلانول، د طالبانو په حکومت برخه ډیره خواره شوه، په ټول نظام کې یې درې وزارتونه ورسیدل خو د طالبانو مشر هیبت الله په یادو وزارتونو کې خپل نږدې کسان د اداري او لومړیو معینانو په توګه وګمارل او زیات صلاحیتونه یې ورکړل، په کورنیو چارو وزارت کې یې صدر ابراهیم د امنیتي معین په توګه وټاکه په غیر مستقیمه توګه یې د امنیت شورا په څیر یوه کمیټه او تشکیل هم په واک کې ورکړ او د خلیفه سراج لاس یې پرې لنډ کړ.‌
همداسې یې په ورته نورو وزارتونو کې هم د دوی نفوذ او فعالیتونه محدود کړل، د عامې روغتیا وزیر چې په کابینه کې مسلکي وزیر وو، په یوه نوم او بل بدنام کړ او بالاخره د وزارت څخه یې لیرې او کورته ولیږه، خو د یاد وزارت اداري معین مولوي اسحاق چې معینیت پرمهال یې د یوې موسسې څخه د غلا پر پیسو د کندهار په عینو مینه کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت څلور کورونه اخیستې د فواید په څیر یو کلیدي وزارت اداري معین وټاکه‌.
دې ټولو خبرو ته په پام سره خلیفه سراج، کندهاري مشر (ملا هیبت الله ) ته یو لیک ولیږه او ټولې ګیلې یې په کې ولیکلې، د کندهاري ملا (هیبت الله) خپلې سرې او عجولانه پریکړې،په ولس د حلقې راتنګول، د نړۍ سره نه تعامل، په کابینه کې د حقاني شبکې د کمې برخې، په راتلونکي کې په یوه ښه میکانیزم کار کول او دې ورته نور ډیر څه یې په دې لیک کې ځای پر ځای کړي وو او په پای کې یې لیکلي وو که چیرې دې ټکو ته پام ونکړي نو نوموړی به له خپلې دندې استعفی وکړي او پر کور به کیني چې دا یې یو ډول اخطار وو.
کندهاري ملا نه تنها چې د نوموړي غوښتنو ته هو سر ونه خوځوه ، په غوسې سره یې د نوموړي صلاحیتونه لا محدود کړل، کورنیو چارو وزارت یې والیانو او امنیه قومندانانو ته د امر له ورکولو منع کړل او زیاته یې کړه چې سیمه ایز مسولین به له کندهار څخه امرونه ترلاسه کوي.
دې ټولو خبرو خلیفه سراج الدین په قهر کړی چې د تیرو څو ورځو راهیسې د خوست ګردې څیړۍ ولسوالۍ ته تللی او هلته د خپلو خلکو سره مجلسونه کوي، د بیلابیلو ولایتونو څخه یې خپل جنګي قومندانان، فکري ملګري او ګڼ شمیر نور غوښتي او په سلا مشورو بوخت دی.
دا چې نوموړی به له سلا مشورو وروسته څه کوي، لږ څه انتظار به ورته وکړو.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

د ټرمپ ویانده:د ډونالډ ټرمپ له بیا راتګ سره به پر ایران نوي بندیزونه ولګول شي

0

د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویاندې کارولین لیویت وایي، چې د ټرمپ له بیا راتګ سره به په ایران نوي بندیزونه ولګول شي.

هغې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي چې کوم ډول بندیزونه به ولګوي.

نوموړې د غزې د ناورین په اړه هم ویلي، چې ټرمپ د خبرو له لارې د دغې ستونزې حل غواړي او هڅه کوي چې یرغمل شوي اسرائیلان خوشې کړي.

کابل کې د ایران سفیر؛حسن کاظمي قمي له دندې لرې او پر ځای یې علي رضا بیګدلي وګمارل شو

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي له دندې لرې شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د وزیر عباس عراقچي په امر، دا دنده اوس مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي مرستیال علي رضا بېګدلي ته وسپارل شوه.

د یادونې ده چې قمي په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی سفیر ټاکل شوی و، چې د ځانګړي استازي دنده یې هم پر مخ وړه.

ټلګراف:د یو شمېر فرمانونو له کبله؛ له ملا هبت‌الله سره ځینې طالب چارواکي مخالف شوي

ټلګراف ورځپاڼې لیکلي، چې د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له لوري د هغو ځپونکو فرمانونو پر سر، چې ښځې زیانمنوي د هغه او دغې ډلې د یو شمېر چارواکو ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي.

سرچینې په امربالمعروف او نهې عن المنکر کې د یوې سرچینې له قوله ویلي، چې د ملا هبت‌الله ځینې فرمانونه غیر منطقي دي.

د یادونې ده چې له دې مخکې هم د طالبانو د لوړپوړو غړو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي وو.

روسیه:طالبان په رسمیت نه پېژنو؛ خو له ترهګرو ډلو څخه د هغوی د مشرانو د نومونو لرې کولو بهیر دوام لري

د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير اندري رودېنکو وايي، هېواد یې لا هم د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

نوموړې ویلي، لاهم د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالب چارواکو د نومونو لرې کولو بهیر دوام لري، چې په خبره یې دا چاره به د مسکو او کابل په اړیکو ځانګړی اغېز ولري.

اندري زیاتوي، لاهم وخت شته چې دوی د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره اقدام وکړي؛ خو ټینګار کوي چې دوی په تدریجي ډول عمل کوي.

د یادونې ده چې روسیې تر دې وړاندې ټول شموله حکومت د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره د مهم شرط په توګه یاد کړی دی.

فطرت:بغلان کې د وروستۍ پېښې په تړاو مو دوه مشکوک کسان نېولي

د طالبانو حکومت وايي، بغلان کې یې د وروستۍ پېښې په اړه دوه مشکوک کسان نیولي دي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې لاهم د دغې پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

نوموړی زیاتوي، په لرې پرتو سیمو او جوماتونو کې د خلکو په نښه کول د داعش پرمختګ او لاسته راوړنه نشي ګڼل کېدلی.

د یادونې ده چې د یادې پېښې مسوولیت داعش ډلې منلی وو.

ولادیمر پوتین؛د نویو پوځیانو د مالي پورونو بخښل کېدو تړون لاسلیک کړ

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ یو قانون لاسلیک کړ چې پر اساس یې د هغو نویو پوځیانو مالي پورونه بخښل کېږي چې د اوکراین جګړه کې له پوځ سره یو ځای کېږي.

د رویټرز د معلوماتو له مخې، د دغه قانون پر اساس، که نور پوځیان هم په اوکراین کې د جګړې لپاره د روسیې له دفاع وزارت سره یو کلن تړون لاسلیک کړي پورونه به یې معاف شي.

سعودي عربستان کې؛نن د ای پي ایل بولي ترسره کېږي

0

نن د سعودي عربستان په جدې ښار کې د هندی سوداګریز لیګ یا ای پي ایل بولي ترسره کېږي.

دا بولي به سبا هم دوام ولري.

دا ځل دغې بولي ته د ۱۸ افغان لوبغاړو په ګډون ۵۷۰ لوبغاړي نوم لیکنه کړې.

د افغانستان له لوري بیا رحمن الله ګربز ځان له خپلې لوبډلې بیل کړی او نن به ازادې بولي ته وړاندې شي.