سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 745

سوریه کې د حکومتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ کړکیچ؛ ولسمشر اسد د اماراتو او عراق له مشرانو سره ټلیفوني خبرې کړي

0

‏په سوریه کې د جګړې له پراخېدو سره سم د دغه هېواد ولسمشر بشارالاسد د عراق له لومړي وزیر او د متحده عربي اماراتو له رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره جلا جلا ټیلیفوني خبرې وکړې.

په دغو خبرو کې ولسمشر اسد ټینګار وکړ چې د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع ته چمتو دی.

د عراق لومړي وزیر محمد شیعه السوداني هم له وسله والو سره په جګړه کې د بشارالاسد پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو امنیت په یو بل پورې تړلی دی.

عراقي لومړي وزیر ښاغلي اسد ته ویلي چې عراق چمتو دی چې د ترهګرو ګواښونو په وړاندې په مبارزه کې له سوریې سره مرسته وکړي.

همداراز ولسمشر اسد د متحده عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره هم د سوریې د وروستیو پرمختګونو او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د سوریې د ولسمشرۍ دفتر په یوې خپرې کړې ویناپاڼه کې ویلي ولسمشر اسد ټینګار وکړ چې سوریه د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو په وړاندې د خپلې خاورې د ثبات او بشپړتیا دفاع ته دوام ورکوي او د خپلو متحدینو او ملګرو په مرسته د دغه هیواد د ساتلو توان لري.

وینا پاڼه کې ویل شوي شیخ محمد بن زاید آل نهیان د سوریې د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ثبات لپاره د متحده عربي اماراتو په دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ او د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یې د سوریې سره د مرستې ژمنه وکړه.

کرملین ماڼۍ؛ ولسمشر پوتین یو ځل بیا د جرمني د پخوانۍ لمړۍ وزیرې څخه بخښنه وغوښته

0

‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوې خبري ناسته کې یو ځل بیا د جرمني د پخوانۍ لومړۍ وزیرې انګلا مرکل څخه بخښنه وغوښته.

ښاغلي پوتین چې کرملین کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ۱۷ کاله وړاندې د لومړۍ وزیرې انګلا میرکل سره د کتنې پرمهال د هغه څه له کبله بخښنه غواړي چې د نوموړي د سپي څخه ویریدلې وه.

انګلا میرکل په خپل تازه خپاره کړي یادښت کې لیکلي چې په ۲۰۰۷ کال کې ولسمشر پوتین په قصدي ډول د هغې د ویرولو لپاره خپل سپی مجلس ته راوستی وو.

میرمن میرکل دا کړنه یوه ناخوښه تجربه بللې او لیکلي ښایي ولسمشر پوتین د خپل قدرت د ښودولو لپاره دا کار ترسره کړی وي.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځل بیا له میرمن میرکل څخه بخښنه وغوښته او زیاته یې کړه چې د هغې د وېرولو اراده یې نه درلوده.

افغانستان د افراطيت په خطر کې؛شل زره مدرسې جوړې شوي او ډېری یې جنګیالي روزي

په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلې واکمنۍ سره سم ۲۰ زره مدرسې جوړې شوې دي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وایي، په دې مدرسو کې تر ډیره د زده کړې پرځای جنګیالي روزل کیږي.

تازه د سې آی ای پخوانۍ مامورې سارا آدم د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، چې یو افغان طالب جنګیالی د سوریې په جګړه کې د حکومت مخالفې وسله والې ډلې سره اوږه په اوږه د اسد د حکومت پر وړاندې جنګیږي.

طالبانو پخوا اعلان کړی وو چې د مدرسو شمیر تر دیرش زرو پورې رسوي چې افغان کارپوهان دغه چاره د افغانستان په زیان بولي او وایي چې ګوندي د افراطي ځواک په رامنځته کېدو سره به دغه هیواد او سیمه له خطر سره مخ کړي.

تردې وړاندې د متحدې جبهې مشر او د افغان پوځ پخواني جنرال سمیع سادات هم ویلي وو چې د القاعده په ګډون ګڼې وسله والې ډلې په افغانستان کې مرکزونه لري.

اسلام اباد کې د طالبانو سفارات: د پاکستان حکومت ضد لاریونونو کې د افغان کډوالو ګډون ردوو، دا یواځې یوه بهانه ده

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په پاکستان کې د حکومت ضد لاریونونو کې د افغان کډوالو ګډون رد کړ.

د طالبانو سفارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، په حکومت ضد لاریونونو کې د افغانانو د ګډون په اړه د کورنیو چارو د وزیر او نورو پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې ښايي په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ځورولو لپاره یوه بهانه وي.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت افغان کډوال په حکومت ضد لاریونونو کې په ګډون تورن کړل او ویلي وو چې په دغو مظاهرو کې لږ تر لږه ۳۷ افغان کډوال نیول شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر هم ویلي چې د تحریک انصاف ګوند په مظاهرو کې افغان کډوالو هم برخه اخیستې وه.

د پنجاب حکومت بیا ویلي چې په مظاهره کې د ګډون کوونکو افغانانو هویت به ډیر ژرپه ډاګه کړي.

محمد معصوم ستانکزی: له طالب سره د مذاکرې پر ځای باید جګړه شوی وای

د افغان سولې د مذاکراتي پلاوي مشر او د ملي دفاع پخواني وزیر محمد معصوم ستانکزی وایي، د پخواني ولسمشر اشرف غني په ګډون افغان سیاستوالو او پخوانیو جهادي رهبرانو ته یې مخامخ او په لیکلې بڼه یادونه کړې وه چې طالبان سولې ته لیوالتیا نه لري او باید د مذاکرې او سولې پرځای په کورنیو ابعادو او له طالبانو سره په جګړې تمرکز ډیر شي.

ښاغلي ستانکزي چې دجرګې ستراتیژیکو مطالعاتو او څیړنو مرکز په نوم ایکس سپیس کې خبرې کولې زیاته کړه،د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون ګڼو افغان سیاستوالو له طالبانو سره سوله غوښته، خو د امریکا او سیمې سیاستونو هرڅه ګډوډ کړل.

د افغان جمهوري دولت دغه چارواکي له افغانستان څخه په یو اړخیز ډول د امریکايي پوځيانو په وتلو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې امریکایان افغان دولت طالبانو ته دوه لاسي تسلیم کړل.

محمد معصوم ستانکزی: پخوانیو سیاستوالو او طالبانو له پخواني ولسمشر اشرف غني څخه یواځې تسلیمي غوښته

د افغان سولې د مذاکراتي پلاوي مشر او د ملي دفاع پخواني وزیر محمد معصوم ستانکزي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ټولو ولایتونو تر نیول کیدو وروسته په کابل کې د پخواني ولسمشر اشرف غني پاتې کیدل کومه ګټه نه درلوده.

نوموړي وویل چې پخوانیو افغان سیاستوالو او طالبانو له ولسمشر غني څخه یوازې تسلیمي غوښته، چې ښاغلی غني ابدا دې چارې ته حاضر نه وو.

محمد معصوم ستانکزي په طالبانو نیوکه وکړه چې د جهالت د دورې اسلام په افغان میرمنو تطبیقوي او خبرداری یې ورکړ چې د همدې غلطو پالیسو له امله به دوی په انزوا کې وي.

د افغان سولې د مذاکراتي ټیم مشر وویل چې د جمهوریت په سقوط کې تر ټولو ډیر زیان افغانستان او د دې هیواد خلکو وکړ.

د طالبانو اداري مرستیال؛عبدالسلام حنفي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه ازبکستان ته تللی

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ازبکستان ته تللی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د نوموړي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ده.

د هغه په خبره، دا سفر له تاشکند سره د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا په موخه شوی دی.

هغه هیله څرګنده کړې چې دغه سفر به خورا اغېزناک وي.

مجاهد زیاته کړې چې دا سفر د ازبکستاني چارواکو په بلنه شوی دی.

باجوړ کې نښتې؛اووه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي

0

باجوړ کې د روانو نښتو له کبله اوه تنه نور وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې هلته د شعیه او سنیانو ترمنځ د جګړې په ترڅ کې نن ورځ هم په بېلابېلو سیمو کې نښتې شوې چې له کبله یې اووه تنه وژل شوي دي.

د پنج شنبې په ورځ هم په دغو نښتو کې دېرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د یادونې ده، چې هلته د مذهبي نښتو له کبله تر ۱۳۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۶۰ ډېر ټپیان دي.

لکي مروت؛نامعلومو وسله والو درې پاکستاني پولیس وژلي

0

نامعلومو وسله والو د پښتونخوا په لکي مروت کې درې پاکستاني پولیس وژلي دي.

یاد پولیس خپل کورته په رخصتۍ روان وو، چې د پړه‌خېل په پکا سیمه کې د وسله والو تر برید لاندې راغلي.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

له متقي سره د ترکیې سفیر لیدنه؛دواړو لوریو په سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کابل کې د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره کتلي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې پر سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي.

امیرخان متقي د ترکیې او کابل ترمنځ اړیکې مثبتې ارزولي او هیله یې څرګنده کړې چې دا اړیکې لا پراخې شي.