سه شنبه, جون 23, 2026
Home Blog Page 744

امریکا؛افغانستان کې د بندي وګړي د خلاصون لپاره د قطر له هڅو مننه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو له قطر مننه کړې، چې افغانستان کې یې د بندي امریکايي وګړي د خلاصون لپاره هلې ځلې کړې دي.

هغه د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني سره ټیلفوني خبرې کړې، چې د سیمې او افغانستان د امنیت په تامین، سولې او ثبات په اړه هم غږېدلي.

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د طالبانو حکومت امریکايي وګړی جورج ګلېزمن له بنده ازاد کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:د سراج الدین حقاني په سر ایښودل شوې ۱۰ میلیونه ډالره جایزه لغوه شوې خو په تروریستي لیست کې لاهم شته

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني او د حقاني شبکې د نورو غړو په سر ایښودل شوې جایزه یې لغوه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د لسو میلیونو ډالرو جایزه لغوه شوې خو د ښاغلي حقاني نوم اوس هم د امریکا د تروریستي ډلو او سازمانونو په لیست کې شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي،له دې وروسته د سراج الدین حقاني د نیولو او د هغه په اړه د اړوندو معلوماتو د ورکولو په سر یاده جایزه نشته

تازه خبر:څو شېبې وړاندې د کابل عبدالحق څلور لارې سره چاودنه شوې

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې نن ماښام له روژه ماتي وروسته د کابل عبدالحق څلور لارې سره چاودنه شوې.

تر اوسه د دغې چاودنې د نوعیت او تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

مسؤلو چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

عباس عراقچي:پر ایران هېڅوک د برید جرئت نشي کولی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، د امنیتي ځواکونو چمتووالی او د خلکو مرسته یې په لوړه کچه ده او هیڅوک پر ایران د برید جرئت نشي کولی.

نوموړی دا څرګندونې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا په اوج کې کوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ امریکایي چارواکو ویلي، چې ټرمپ د پوځي اقدام د مخنیوي لپاره له ایران سره خبرې غواړي.

کابل؛د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو تن ووژل شو

تېر ماښام د کابل ښار اړوند قلعه زمان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او بل تن ټپي شوی دی.

د سیمې اوسیدونکو حماسه میډیا ته وویل چې پیښه د تراوو پرمهال له لفظي شخړې پیل شوه، چې وروسته یو تن په تبر بل کس په تندي وواهه او ځای پرځای یې وواژه.

ایکسپریس ټریبون:افغانستان ته د صادق خان د سفر موخه د ټي‌ټي‌پي په اړه له طالبانو همکاري غوښتل وه

پاکستانۍ رسنۍ ایکسپریس ټریبون ویلي، چې افغانستان ته د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان د سفر اصلي اجنډا د ټي‌ټي‌پي په اړه له طالبانو سره خبرې وې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو د تحریک طالبان پاکستان ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او پاکستاني لوري ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

ټریبون ویلي، چې طالب چارواکو پاکستاني لوري ته ویلي، چې پاکستان له دومره زور سره د ټي ټي پي پر وړاندې پاتې راځي، نو دوی به د یادې ډلې پر کنټرول څه ډول وتوانیږي.

د یادونې ده چې محمد صادق خان د یکشنبې په ورځ کابل ته راغلی وو.

حمدالله فطرت:ایران د افغانستان واقعیتونه درک کړي دي

د طالبانو حکومت د ایران د بهرنیو چارو وزیر له هغو څرګندونو هرکلی کړی، چې ویلي وو، افغانستان کې د پخوا په پرتله حاکمیت ټینګ شوی.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې د ایران دا خبرې د افغانستان د اوسنیو واقعیتونو درک دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، چې افغانستان کې پخوا هره برخه یې ډلې نیولې وه؛ خو اوس هغه حالت له منځه تللی.

ټي‌ټي‌پي ډلې؛په دېره غازي خان کې درې پاکستاني پوځیان وژلي

0

د جنوبي پنجاب په دېره غازي کې پر پاکستاني پوځیانو برید شوی، چې درې پوځیان په کې وژل شوي.

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې په دې پېښه کې یو شمېر پوځیان ټپیان شوي هم دي.

تر اوسه د پاکستان حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلی.

د یاد برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی.

د روسیې او اوکراین جګړه؛سعودي کې د امریکا او روسیې د استازو دوهمه ناسته پیل شوه

0

د اوکراین د اوربند په تړاو د امریکا او روسیې استازو ناسته په سعودي عربستان کې پیل شوه.

د دغې ناستې اساسي موخه د اوکراین د انرژۍ پر تأسیساتو د بریدونو درول دي.

تر دې واندې د اوکراین او امریکا استازو هم د اوربند په اړه خبرې کړې وي.

د یادونې ده، چې د دغه اوربند په اړه څه موده وړاندې ټرمپ او پوتین په ټیلفوني خبرو کې هوکړه هم کړې وه.

شهباز شریف ته د افغان کډوالو لیک:افغانانو ته د ویزو د ورکړې بهیر وغځوئ

پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو د یاد هېواد لومړي وزیر نه یو لیک کې غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي.

دغه لیک د هغو افغان کډوالو له لوري لیکل شوی، چې امریکا ته د تللو په نیت پاکستان کې مېشت دي.

په دغه دوه مخیز لیک کې غوښتنه شوې، چې پاکستان باید افغانانو ته د ویزو د ورکړو بهیر وغځوي.

بل لورته د پښتونخوا ایالتي حکومت هم ویلي، چې نور باید افغان کډوال د پاکستان له خاورې ووځي.