چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 735

پاکستان کې؛یو پولیس او د څارنوالۍ یو کارکوونکی وژل شوي

0

نامعلومو وسله والو تېره شپه کراچۍ کې د یاد ایالت د څارنوالۍ کارکوونکی وژلی.

د پاکستان حکومت وایي، د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې.

بل لورته د خیبر پښتونخوا په بنو کې نامعلومو وسله والو یو پاکستانی پولیس وژلی دی.

د دواړو پېښو مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د ازادۍ په نوم جبهه:کاپیسا کې مو څلور طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله

د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې، چې تېره ورځ یې کاپیسا کې څلور طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

دوی ویلي، چې تېره ورځ یې کاپیسا کې د ملاطارق په مشرۍ د طالبانو په یو ګروپ برید کړی، چې په پایله کې یې دوه تنه وژلي او دوه نور ټپیان دي.

دوی د ملا طارق د مرګ او ژوند په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټرمپ:د ناټو له سازمان څخه وتل ناممکن نه دي

0

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، دا ورته کومه ستونزمنه خبره نه ده چې له ناټو سازمان ووځي.

د اسوشټیډ پریس په حواله، هغه له ناټو څخه د امریکا وتل ممکن بللي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ډونالډ ټرمپ له ولادمیر پوتین څخه ژر تر ژره اوکراین کې د اوربند غوښتنه کړې.

پخواني چارواکي او فعالان:طالبانو جبر شروع کړی او جابر نظامونه دوام نشي کولای

سوریه کې د نظام چپه کېدو په اړه یو شمېر پخوانیو چارواکو او مدني فعالانو ویلي، چې په زور راغلي حکومتونه دوام نشي کولای.

دوی ویلي، چې په زور راغلي نظامونه حتمي ړنګیږي.

دوی پر طالبانو نیوکه کوي چې ولس یې څنډې ته کړې او د دوی غوښتنو ته هیڅ پام نه کوي.

یادو چارواکو او فعالانو ویلي، طالبان د دین تر چتر لاندې پر افغانانو ظلمونه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ سوریه کې د بشارالاسد حکومت د تحریر الشام لخوا را نسکور شو.

اسرائیل:سوریه کې مو د کیمیاوي او لرې واټن ویشتونکو وسلو مرکزونه ځکه بمبار کړل چې مخالفو ته په لاس ورنه شي

0

اسرائیل وايي، په سوریه کې له دې امله د کیمیاوي وسلو او اوږد واټن ویشتونکو توغندیو مرکزونه یې په نښه کړي؛ ترڅو د مخالفو ډلو لاسونو ته ونه غورځي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی ته د خپل هېواد امنیت تر هرڅه اړین دی.

په اعلامیه کې د مخالفو ډلو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په سوریه کې د بشارالاسد حکومت هم د تحریر الشام ډلې لخوا را وپرځېد.

غزه کې؛د ۱۴ میاشتې جګړې راهیسې ۴۴ زره کسان وژل شوي

0

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسراییل او حماس ترمنځ په ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴زره ۷۰۸ ته رسېدلی.

یاد وزارت وايي، له کله چې په غزې تړانګه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوې ۱۰۶زره ۵۰ نور کسان ژوبل شوي دي.

دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل ناببره حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

روسیه:طالبانو سره نږدې اړیکې غواړو

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سیمې وضعیت ته په کتو، له طالبانو سره نږدې اړیکې غواړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې طالبان د یو سازمان په توګه نه، بلکې د دوی یو شمېر مشران د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي.

هغه یو وار بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې.

امریکایي رسنۍ:تحریر الشام ډله د امریکا له تور لیست څخه اېستل کېږي

0

امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې امریکا تحریرالشام ډله له تور لېست څخه باسي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي، امریکا په دې هڅه کې ده، چې له یادې ډلې سره د تعامل لار غوره کړي.

د یادونې ده چې امریکا دغه ډله په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې په تور لېست کې شامله کړې ده.

د ویلو ده چې تحریر الشام ډلې تېره ورځ سوریه کې د بشارالاسد حکومت نسکور کړ.

نعیم ودرګ:له امریکا سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې اړیکې غواړو

طالبان وایي، له امریکا سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د اړیکو پراختیا غواړي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ وایي، چې دا تفاهم د خپلو خلکو لپاره کوي.

د وردګ په وینا، دوی هڅه کوي چې دا اړیکې نورې هم پراخې شي.

تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې طالبان باید له امریکا سره خبرو ته ځان چمتو کړي.

حسن اکبري:سوریه د اسرائیلو په واسطه سقوط شوه

0

سوریه کې د ایران سفیر ویلي، چې اسرائیل د بشارالاسد حکومت د پرځېدو اصلي عاملین دي.

حسن اکبري ویلي، اسرائیل تحریر الشام ډلې ته پرمختللې وسلې ورکړې وې.

رویټرز د نوموړي له قوله زیاته کړې، چې د سوریې ځواکونو د مخالفینو پر وړاندې له مقاومت څخه لاس واخیست.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د تحریر الشام له لوري د بشارالاسد دولت وپرځول شو.