چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 734

د تحریر الشام په بریا؛افغانستان کې له تېرو دوو ورځو راهیسې طالبانو جشنونه پیل کړي

د بشار الاسد واکمنۍ په چپه کېدو سره په افغانستان کې طالبانو او ګڼو طالب پلوو له تېرو دوو ورځو راهیسې جشنونه نیولي دي.

تېره ورځ په کونړ، لغمان، پکتیا، پکتیکا او خوست او نن بیا په تخار کې هم جشن نیول شوی دی.

دوی د تحریر الشام ډلې بریا د خپلو اډیالوژیکي ملګرو بریا ګڼي او زیاتوي چې هلته هم یو اسلامي نظام واکمن شو.

دا په داسې حال کې ده، چې تحریر الشام ډلې د دمشق تر نیولو وروسته اعلان وکړ، چې د خلکو فردي ازادي ته احترام لري او د هیچا پر لباس او د ژوند پر نورو اړخونو کار نه لري.

د طالبانو حکومت:پر سوریې د اسرائیلو وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر سوریې د اسرائیل وروستي بریدونه غندلي دي.

یاد وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا ډول بریدونه د سوریې د ازادۍ ښکاره نقض دی.

اعلامیه کې راغلي، چې دا خطرناک اقدام د هغو ناکامو ستراتیژیو دوام دی، چې اسرائیلو د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې د خپلو اهدافو لپاره ترسره کړي دي.

دغه وزارت په خپره کړې اعلامیه کې د سوریې له خلکو ملاتړ کړی او له ښکېلو نړیوالو لوریو یې غوښتي چې د سوریې خلک په خپلواک ډول د خپل راتلونکي انتخاب ته پرېږدي.

بریتانیایي وزیر ال کارنز؛افغانستان کې د برېټانیايي سرتېرو د جنایتونو د راسپړلو په برخه کې پر نه همکارۍ تورن شوی

د برېټانیې د پخوانیو سرتېرو وزیر ال کارنز تورن شوی، چې په افغانستان کې د برېټانیا سرتېرو د جنایتونو د راسپړلو په برخه کې یې همکاري نه ده کړې.

ویل کېږي، چې نوموړي په افغانستان کې د برېټانیا د سرتېرو د جنګي جرمونو په اړه ځینې مهم مالومات پټ ساتلي دي.

ال کارنز له هغو چارواکو بلل کېږي، چې په افغانستان کې یې پر جنګي جرمونو د ککړو برېټانیي سرتېرو د نومونو نه افشاء کولو ملاتړ کړی دی.

پر برېټانيوي سرتېرو تور دی، چې افغانستان کې یې د خپل حضور پر مهال ګڼ جنګي جنایتونه کړي دي.

یوناما:افغانستان کې لا هم د بشر حقونو خوندیتوب په خطر کې دی

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، افغانستان کې لاهم د بشر د حقونو خوندیتوب په خطر کې دی.

دوی د بشر حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې نجونې او ښځې د بشر حقونو د نقض درنه بیه پرې کوې.

یاد سازمان په یوه اعلامیه کې د نجونو او ښځو د کار او زدکړو د حقونو په نه ورکړې اندېښنه ښوودلې.

خبرپاڼه کې د یاد سازمان د مشرې روزا اتونبیاوا له قوله ویل شوي، چې د اسلامي امارت چارواکي باید په خپلو هڅو سره د ګډو ارزښتونو او اصولو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

عباس ستانکزی:د جبر او زور حکومتونه دوام نشي کولای

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وایي، د زور او فشار حکومتونه دوام نشي کولای.

نوموړي ویلي، د ظلم حکومتونه به اخر پرځېږي او تل تر تله به شرمنده وي.

ستانکزی زیاتوي، اړتیا ده، چې دوی خپل حکومت د خلکو په خوښه وکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هم ویلي وو چې تل باید خپله خبره پر نورو ونه منل شي.

ناټو:روسیه او ایران د سوریې بې باوره ملګري وو

0

ناټو وايي، د سوریې د حکومت نسکورېدل د دې معنی لري، چې روسیه او ایران د دغه هېواد بې باوره شریکان وو.

د ناټو سرمنشي مارک روتي ویلي، چې دوی د سوریې د خلکو پر وړاندې د ترسره شویو جنایتونو مسوولین دي.

هغه په سوریه کې د سولې له لارې د واک د لېږد غوښتنه وکړه.

د یادونې ده، چې روسیه او ایران د بشارالاسد د نظام کلک ملاتړي وو، خو پر دغه نظام د شام التحریر ډلې د وروستیو بریدونو پر وړاندې یې د اسد د نظام بشپړه دفاع ونشوه کړی.

زیلنسکي:روسیې سره د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکی یم

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي وايي، له روسیې سره د روانې جګړې د پای ته رسېدو په لټه دی.

نوموړي د المان مخالفینو له مشر فریدریش مرتز سره کتنه کې ویلي، تر هغې چې اوکراین له ناټو سره یوځای کېږي، نو تر هغې پورې په خپل هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د حضور غوښتنه کوي.

د هغه په خبره، اوکراین تر هر چا زیات د دغې جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکی دی او دی هم د یوې دیپلوماتیکې حل لارې په لټه دی.

دا په داسې حال کې ده، ډونالډ ټرمپ هم وړمه ورځ په اوکراین کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې وه.

عمر داودزی:که طالبان د سوریې په برخلیک ځان نه اخته کوي؛ نو له اوسني تاوتریخوالي دې ډډه وکړي

د افغانستان د نجات شورا غړي عمر دادوزي ویلي، که طالبان غواړي چې د سوریې د حکومت په برخلیک اخته نه شي، نو باید د خلکو پر وړاندې له اوسني تاوتریخوالي ډډه وکړي.

نوموړي د خپلې شورا په اړه ویلي، چې دا شورا یې د اعتدال او ټولو منځلارو سیاستمدارانو د یو ځای کولو لپاره جوړه کړې.

هغه ویلي، طالبان پلمه کوي چې د خبرو موقع نشته؛ خو زیاتوي چې اوس د خپل منځي مذاکراتو تر ټولو ښه وخت را رسېدلی.

پسکوف:پوتین په شخصي ډول بشارالاسد ته پناه ورکړې

0

کریمیلین وايي، د روسیې ولسمشر په شخصي ډول د سوریې د پرځېدلي حکومت ولسمشر بشارالاسد ته پناه ورکړې ده.

د کریملین ویاند دیمتري پسکوف ویلي، پوتین په شخصي ډول دا پرېکړه کړې؛ خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې بشارالاسد د خپل نظام تر سقوط وروسته روسیې ته تللی دی.

روسیه د بشارالاسد د نظام کلکه ملګرې وه.

لاندی؛ د ژمي ځانګړی خوراک

0

لیکواله: فاطمه ملکزۍ
لاندی یا وچه غوښه د افغانستان په ګڼو سیمو کې یو له پخوانیو او دودیزو خوراکونو څخه ګڼل کېږي. دا دود په هغو سیمو کې زیات رواج درلود، چې ژمی یې اوږد، یخ او سخت وو، او خلکو به هڅه کوله چې د خوراکي موادو لپاره مخکې له مخکې تیاری ونیسي. د لاندی کولو طریقه له پخوا راهیسې په کورنیو کې نسل په نسل انتقال شوې ده.
لاندی یو ځانګړی مهارت دی، چې کورنۍ یې په ګډه ترسره کوي. لومړی، پسه یا خوسکی حلالوي. وروسته، اور بلوي او غوښه د اور پر سر ایښودل کېږي څو لږه سخته شي. د دې پروسې په ترڅ کې د غوښې ځینې برخې تورېږي، چې بیا هغه تور سوې برخې په چاړه توږل کېږي.
وروسته غوښه ټوټې ټوټې کېږي او د لرګیو په اوږدو کې ځړول کېږي. په دې پروسه کې غوښه په دېرشو یا څلوېښتو ورځو کې وچیږي. کله چې غوښه په بشپړ ډول وچه شي، کورنۍ یې په پټو ځایونو کې ساتي، ترڅو د ژمي په سړو ورځو کې د پخولو لپاره چمتو وي.
په ځینو سیمو کې خلکو د لاندی غوښې د خرابېدو د مخنیوي لپاره د مالګې، انجه او راف (یو ډول طبیعي نباتي ریښه) څخه ګټه اخیسته. راف د غوښې ساتلو لپاره یو موثر بوټی ګڼل کېده، چې نه یوازې د غوښې د خرابېدو مخه یې نیوله، بلکې مچانو او چینجیو څخه یې هم خوندي کوله.
د لاندی غوښه یوازې د خوراکي موادو ذخیره کولو یوه طریقه نه وه، بلکې د کورنیو د اقتصادي حالت نښه هم ګڼل کېده. هغه کورنۍ چې د لاندی غوښه یې درلوده، خلکو به د دوی د شتمنۍ او ښه اقتصادي وضعیت یادونه کوله. برعکس، که چا به لاندی نه درلوده، خلکو به ویل چې دوی اقتصادي ستونزې لري.
د لاندی غوښې خوند د ژمي په یخو شپو ورځو کې نور هم زیات ارزښت درلود. دې غوښې څخه بیلابیل خوراکونه پخیږي، مشهور یې لاندی پلو او د لاندی غوښې ښوروا دي، چې له ډوډۍ، پاستو یا نورو خوراکي توکو سره به یې خوړله. د کور میرمنو به د لاندی د پخولو لپاره ډېری وختونه په انګار کې نری اور بل ساته، څو غوښه په سمه توګه پخه شي او خپل ځانګړی خوند له لاسه ورنکړي.
د لاندی غوښې دود اوس په ښاري سیمو کې کمرنګه شوی دی. تازه غوښې ته لاسرسی، د خلکو د ژوند بدلون، او د ډاکټرانو د روغتیایي سپارښتنو له امله دې دود خپل اهمیت له لاسه ورکړی. ډاکټران په دې باور دي چې د مالګې په زیاته اندازه استعمال شوې غوښه (لاندی) د روغتیا لپاره مناسبه نه ده او کولی شي د زړه، وینې فشار او پښتورګو ناروغۍ زیاتې کړي. له همدې امله، د لاندی غوښې استعمال باید محدود شي.
که څه هم په ښارونو کې د لاندی دود کم شوی، خو په لرې پرتو سیمو کې لا هم ژوندی دی. په دې سیمو کې د ژمي موسمونه سخت او یخ دي، او د خوراکي موادو ذخیره کول لا هم یوه اړینه اړتیا ده. په ځانګړې توګه په غرنیو او لیرې پرتو سیمو کې خلک د لاندی غوښې د دود پالنه کوي، څو د ژمي د اوږدو سړو میاشتو په ترڅ کې د خوراکي ستونزو سره مخ نه شي.

په ډېرو سیمو کې د لاندی غوښه د مېلمنو د درناوي لپاره ځانګړی ارزښت لري. کله چې کورنۍ مېله کوي یا مهم مېلمانه ورته راشي، د لاندی غوښه ورته پخیږي، ځکه دا دودیز او خاص خوراک ګڼل کېږي. د دې غوښې پخول د کوربنو د سخاوت او د مېلمنو د عزت څرګندونه کوي.

لاندی غوښه یوازې یو خوراک نه دی، بلکې د افغانستان د خلکو د ژوند، کلتور او تاریخي میراث یوه ځانګړې برخه ده. د دې دود ژوندی ساتل د کلتوري شتمنیو د ارزښت ساتلو لپاره مهم دي. دا نه یوازې د خوراکي دود یوه ځانګړې بېلګه ده، بلکې د افغانانو د ژوند د سختو شرایطو سره د مبارزې یو ښکلی انځور هم وړاندې کوي.

د لاندی غوښې دود د افغانانو د ژوند یوه مهمه برخه ده، چې باید د دې ځانګړي هنر او دود د ساتنې لپاره هلې ځلې وشي، څو راتلونکې نسلونه د دې کلتوري شتمنۍ څخه خبر شي.

لاندی کول یا د غوښې وچول پر افغانستان سربېره د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم دود دی، خو د هر ځای لاندی له بل ځای سره توپیر لري. د جوړولو طریقې یې هم متفاوتې دي.
همداراز په بیلابیلو هېوادونو کې له لاندی بیلابیل خواړه پخیږي یا یې له بیلابیلو خوړو سره خوري. مثلاً په افغانستان کې لاندی پلو مشهور دی او ډېر نور د لاندی ښوروا خوښوي، خو په منګولیا کې بیا له لاندی څخه سوپ جوړوي.
همداراز په افغانستان کې ډېر خلک د پسه له غوښې لاندی جوړوي، خو په برازیل، د کاناډا په شمال، او د ایټالیا په شمال کې بیا د غويي د غوښې لاندی عام دی.
نن سبا امازون ویب پاڼه لاندی یا وچه غوښه آنلاین پلوري.