چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 733

د طالبانو حکومت د روسیې فدراسیون د پارلمان هغه اقدام ستایلی، چې له مخې دغه هېواد کولای شي د طالب چارواکو نومونه له تور نوملړ لرې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د کچې لوړوالی بللی دی.

بل لورته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دغه پرېکړې هرکلی کړی.

د یادونې ده چې د روسیې پارلمان یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې روسیه د طالب چارواکو نومونه د ترهګرو ډلو له نوملړ ایستلی شي.

د طالبانو حکومت د روسیې فدراسیون د پارلمان هغه اقدام ستایلی، چې له مخې دغه هېواد کولای شي د طالب چارواکو نومونه له تور نوملړ لرې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د کچې لوړوالی بللی دی.

بل لورته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دغه پرېکړې هرکلی کړی.

د یادونې ده چې د روسیې پارلمان یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې روسیه د طالب چارواکو نومونه د ترهګرو ډلو له نوملړ ایستلی شي.

‏د زړه حملې پر مهال خپل ژوند څنګه په لسو ثانیو کې وژغورو؟

که تاسو د زړه د حملې ښکار شئ او شاوخوا هیڅوک هم حاضر نه وي، نو په لسو ثانیو کې د خپل ژوند ژغورلو لپاره څه کولی شئ؟ تصور وکړئ چې ماښام ۷:۲۵ دي، تاسو یوازې کور ته روان یاست، چې ناڅاپه ستاسو په سینه کې شدید درد پېښېږي. دا درد ستاسو لاسونو ته غځېږي او بیا ستاسو تر زنې پورې رسېږي.

تاسو د خپل کور څخه پنځه میله لیرې یاست او نږدې روغتون ته ځان رسولو توان نه لرئ. تاسو کېدای شي د سی پي آر (CPR: Cardio Pulmonary Resuscitation) په تخنیک روزل شوي یاست، خو دا نه ده درښوول شوې چې دا پر ځان څنګه وکاروئ. په داسې حالت کې، د زړه د حملې څخه ځان ژغورلو لپاره لاندې ګامونه تعقیب کړئ:

د ژغورنې طریقه:

زیاتره کسان د زړه د حملې پر مهال یوازې وي، د ساه اخیستلو ستونزه لري او بې هوښه کېدل پېلیږي. په دې حالت کې یوازې لس ثانیې وخت وي چې د ځان ژغورلو هڅه وکړي.

په داسې وخت کې باید ژر ژر او په زوره ټوخئ. مخکې له هر ټوخي باید ژوره سا واخلئ، او ټوخی دومره زورور وي چې له سینه څخه فشار حس کړئ.

دا عمل باید هر دوه ثانیې تکرار کړئ ترڅو چې مرسته ورسېږي.

ژوره ساه اخیستل سږو ته اکسیجن رسوي، او زورور ټوخی زړه ته سکون ورکوي او د وینې جریان منظم ساتي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛سبا ماښام د افغانستان په اړه ناسته کوي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، سبا د افغانستان په اړه ناسته وکړي.

په دې ناسته کې د یوناما مشره روزا اتونبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کوي.

لاهم د یادې ناستې بشپړه اجنډا نه ده په ډاګه شوې.

ټاکل شوې چې دا ناسته د پنج‌شنبې ماښام پیل شي.

ننګرهار؛یو سړي خپله مېرمن وژلې او بیا یې د خپلې مور په واسطه سوځولې ده

ننګرهار کې یو سړي خپله مېرمن وژلې او وروسته یې د خپلې مور په واسطه د هغې جسد سوځولی دی.

ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند طیب حماد ویلي، چې دا پېښه تېره یکشنه د ننګرهار د اتمې ناحیې اړوند دامان سیمه کې رامنځته شوې.

نوموړي ویلي، چې د پېښې په اړه یې قاتل او د هغه مور نیولې ده.

هغه د یاد قتل د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

اسرائیل:سوریه کې مو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۴۸۰ بریدونه کړي

0

اسرائیل وایي، ویلي په سوریه کې یې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې ۴۸۰ ستراتیژیک نظامي اهداف په نښه کړي دي.

د اسرائیل پوځ وایي پدې ۴۸۰ بریدونو کې ۱۵ یې د بحري ځواکونو په جنګي کښتیو شوي.

اعلامیه کې زیاته شوې، چې سوریه کې د لرې واټن ویشتونکو توغندیو او کیمیاوي وسلو ځایونه هم په نښه شوي.

سرګي ریابکوف:بشارالاسد محکمې ته نه سپارو

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوفو ویلي، چې دوی بشار الاسد په ډېر خوندې ډول مسکو ته انتقال کړی دی.

نوموړي د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا اسد به محکمې ته تسلیم کړي ویلي، روسیه د هغه کنوانیسیون غړې نه دی، چې د هاګ نړیوالې محکمې دېوان یې تاسیس کړی وي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې روسیي چارواکو ویلي وو، چې پوتین بشارالاسد ته شخصي پناه ورکړې ده.

بایډن:تحریر الشام دې د ټول شموله حکومت جوړېدو هڅه وکړي

0

د امریکا ولسمشر جو بایډن له تحریر الشام ډلې غوښتي چې د همه شموله حکومت د جوړولو هڅه وکړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې بایډن له یادې ډلې غوښتنه کړي، چې په مستقیمه توګه د حکومت له جوړولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال په سوریه کې د انتقالي حکومت په اړه خبرې روانې دي.

وړمه ورځ هم د تحریر الشام ډلې مشر او د سوریې د پخواني حکومت لومړي وزیر په دې اړه لیدلي وو.

سهیل شاهین؛د افغانستان لپاره د فرانسې له چارسمبالي سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې سفارت له چار سمبالي سره کتلي دي.

نوموړي ویلي، چې له ژان مارین شو سره یې پر بېلابېلو مسائلو خبرې کړې دي.

د هغه په خبره، د هېواد د اوسني وضعیت، د روغتیايي سکټور، نادولتي بنسټونو، د کابل هوايي ډګر تخنیکي اړتیاو او نورو موضوعات د دغې لیدنې د بحث اصلي محور وو.

شاهین تېره ورځ هم ویلي وو، چې په دوحه کې له بېلابېلو لوریو سره د افغانستان پر موضوعاتو خبرې کوي.

ذبیح الله مجاهد:افغانستان ډمټرک موټر تولید کړ

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، افغانستان ډمټرک موټر تولید کړ.

ښاغلي مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «د ملي پراختیا شرکت لخوا بل ماډل موټر هم تولید شو چې ژر به په هېواد دننه د بار وړلو لپاره استفادې ته تیار شي»

نوموړی زیاتوي، د ملي پراختیا شرکت نور هم ګڼ تولیدات لري چې نمایش ته به وړاندې شي.

رویټرز:دمشق او نورو ښارونو کې د تحریر الشام وسله والو پر ځای د دې ډلې د کورني امنیت ځواکونه ځای پرځای کېږي

0

رویټرز د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دمشق کې د تحریر الشام ډلې خپلو جنګیالو ته امر کړی چې له ښارونو شاتګ وکړي.

تحریر الشام ډله غواړي د ښارونو امنیت پولیس او یادې ډلې پورې تړلي د کورني امنیت ځواکونو ته وسپاري.

د یادونې ده چې دمګړی د سوریې په ټولو ښارونو کې د شام التحریر وسله وال جنګیالي د امنیت دنده پر غاړه لري.