پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 733

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:طبي انستیتوتونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز یو نه منونکی اقدام دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طبي انستیتوتونو ته د نجونو د تګ منع کول یو بې جوازه اقدام دی.

یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، د طبي انستیتوتونو بندول تعلیم او روغتیايي خدمتونو ته د افغانو ښځو د لاسرسي پر وړاندې یو خنډ دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه کړنه د افغان مېرمنو او نجونو حقونه او ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې امریکا لا هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه ملاتړ ته ژمنه ده او په ټولو برخو کې به د دوی ترڅنګ ولاړه وي.

سمیع سادات:خلیل الرحمن حقاني لوی تروریست او د پاکستان غلام وو

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات خلیل الرحمن حقاني لوی تروریست او د پاکستان غلام بللی.

هغه ویلي، چې د نوموړي په وژل کېدو له زړه خوشاله شوی.

نوموړي حقاني د شاه شهید، چهاریي زنبق او چهارایي عبدالحق څلور لارو د شهیدانو اصلي قاتل بللی.

سادات د کابل خلکو ته هم مبارکي ویلي.

عبدالسلام ضعیف:هغه دښمن چې زما د ثبات او یووالي دښمن دی، هغه زمونږ د فرد فرد دښمن دی

پخوانی طالب چارواکی او په اسلام آباد کې د طالبانو د تېرې دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د کوم چا له نوم اخیستو پرته وایي، هغه دښمن چې زما د ارضي تمامیت، ثبات او یو والي دښمن دی هغه زموږ دفرد فرد دښمن دی.

ښاغلي ضعیف په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «ترڅو ته د یووالي، اتفاق او خود کفایې، خپل واکی فکر لرې هغه ستا دښمن دی، په دوستۍ کې هم دښمن دی، پام کوه چې دوستي یې تر دښمني هم خطرناکه ده»

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په یو ځانرګي برید کې ووژل شو.

ټي‌ټي‌پي؛پر خلیل الرحمن حقاني برید غندلی

تحریک طالبان پاکستان د طالبانو د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمان حقاني وژنه غندلې ده.

دغې ډلې په یوه بیان کې خلیل الرحمن حقاني د معاصر جهاد بنسټګر بللی او د هغه پر وژنه یې خواشیني څرګنده کړې ده.

د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني په خپل بيان کې خليل الرحمان حقاني د حقاني کورنۍ “سترګې او رڼا” بللی دی.

د یادونې ده چې ګڼو نړیوالو بنسټونو دغه برید غندلی دی.

داعش ډلې؛پر خلیل الرحمن حقاني د برید پړه منلې

داعش ډلې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د برید پړه منلې.

د داعش ډلې اړوند «اعماق» خبري اژانس ویلي، چې په پروني برید کې یې، خلیل الرحمن حقاني او د هغه همکاران او ساتونکي په نښه کړي دي.

یاد اژانس ویلي، چې ځانمرګی بریدګر د دوی کس و.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت؛په افغانستان کې د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګریزو فعالیتونو او سیاسي وژنو مخالف یو

قطر د طالبانو حکومت د کډوالو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني وژنه غندلې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، چې دغه هېواد په افغانستان کې د هر ډول تاوتریخوالي، تروریستي فعالیتونه او سیاسي وژنو، چې لامل او انګیرنه یې هر څه وي مخالف دی.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د پېښې د قربانیانو له کورنیو او طالبانو له حکومت سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې.

صادق خان:د پاکستان حکومت او ولس د خلیل الرحمن حقاني پر وژنې خواشیني دي

د افغانستان لپاره د پاکستان تازه ټاکل شوي ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، د پاکستان حکومت او خلک په کابل کې د نن ورځې د بزدلانه تروریستي برید له امله چې د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په کې په نښه شو، ژوره خواشیني څرګندوي.

صادق خان په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، موږ د ترهګرۍ دغه ناوړه عمل په کلکه غندو او د زړه له تله پرې خپه یو.

هغه لیکلي:«د قربانیانو کورنیو، حکومت او د افغانستان خلکو ته تسلیت وړاندې کوو»

نوموړي ویلي، چې پاکستان د غم په دې وخت کې د افغانستان سره ولاړ دی او په وینا یې د ترهگرۍ ضد جگړه کې د افغانستان سره د همکارۍ کولو ژمنه بیا تکراروي.

عمر زاخېلوال:د خلیل الرحمن حقاني وژنې خواشینی کړم

د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په وژنه خواشیني ښودلې.

ښاغلي زاخېلوال په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«حقاني یو قومي سپین ږیری، د نرم مجاز او ورین تندي څښتن او د جرګو او مرکو خیراندیشه سړی او د هیواد د یوې درندې کورنۍ غړی ؤ»

نوموړي حقاني ته د جنت او کورنۍ ته یې د زغم او صبر غوښتنه کړې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت؛ د ۱۱ خصوصي تحصیلي بنسټونو جوازونه لغوه کړل

د طالبانو د لوړو زده کړو رهبري شورا د ۱۱ خصوصي تحصیلي نهادونو جوازونه لغوه کړي دي.

د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې نن د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم په مشرۍ تر سره شوه.

هاشمي زیاته کړې:«دغه ۱۱ خصوصي تحصیلي نهادونه د علمي، تدریسي او اداري اصولو ته نه ژمنتیا، خیالي قراردادي استادانو شتون، د خیالي محصلینو درلودل، د اصولو مطابق د رهبرۍ او اداري کارکوونکو نه درلودل، د صنفونو حاضرۍ او ازموینو شقو نه درلودل او یا یې هم له اصولو سره سم نه برابرول، د اړینو تدریسي امکاناتو او یو لړ نورو مکررو سرغړونو پر بناء په غزني کې سلطان محمود غزنوي، فراه کې ابونصر، بادغیس کې حنظله او حکمت، تخار کې فجرستان، کندز کې نمر، بغلان کې رویان او قدس، بلخ کې سادات، سمنګان کې مولانا جلال الدین بلخي او په هرات کې د الغیاث لوړو زده کړو مؤسسو د فعالیت جوازونه لغوه شول.»

هاشمي دغه راز ویلي، چې د رهبري شورا غړو پرېکړه وکړه چې د یادو خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو مسؤلین به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

فضل هادي مسلمیار:د خلیل الرحمن حقاني مړینې خواشینی کړم

جمهوري حکومت کې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د طالبانو د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په مړینه خواشیني ښودلې.

ښاغلي مسلمیار په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:« زه دغه وحشیانه برید په سختو ټکو غندم، د شهید حقاني او د یاد برید پر مهال د یو شمېر نورو شهیدانو ویرژلیو کورنیو ته د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوم او خواخوږو ته یې جمیل صبر غواړم»

هغه ویلي، چې خلیل الرحمن حقانی یو خیرخوا او د جرګو مرکو سړی و او په وینا یې د یوې متدینې او جهادي کورنۍ سره یې تړاو درلود.