پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 730

پاکستان؛د روان کال لسو میاشتو کې ۵۷۳ سرتېري وژل شوي

0

د روان کال په لسو میاشتو کې پاکستان کې ۵۷۳ سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه موده کې د دوی پر سرتېرو ۱۵۶۶ بریدونه شوي، چې نږدې دوه زره کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

سرچینه زیاتوي، په یاده موده کې نږدې درې زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د ۵۷۳ سرتېرو په شمول په کې ۹۲۴ کسان وژل شوي او دوه زره ۱۲۱ نور ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر بریدونه په خیبرپښتونخوا کې شوي دي.

د ناروې سفارت:پر خلیل الرحمن حقاني ځانمرګی برید غندو

د ناروې سفارت د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني ځانمرګی برید غندلی دی.

یاد سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د حقاني کورنۍ ته تسلیت ویلی.

د یادونې ده چې تېره چهارشنبه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.

داعش ډلې د یاد برید مسؤلیت منلی وو.

روسیې؛د اوکراین پر برېښنایي تاسیساتو تر ټولو لوی بریدونه کړي

0

روسي پوځیانو تېره ورځ د اوکراین د برېښنا پر تاسیساتو بریدونه کړي.

رویټرز د اوکراین د ولسمشر له خولې لیکلي، چې دا د اوکراین پر برېښنایي تاسیساتو د روسیې تر ټولو لوی بریدونه دي.

بل لورته د اوکراین د برېښنا مسؤلینو ویلي، چې د برېښنا تاسیسات څو ځایه ویجاړ شوي او دوی مجبور شوي چې پر څو میلیونه کسانو برېښنا پرې کړې.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم تر لسو ډېر ځلي د روسیې له لوري د اوکراین تاسیسات په نښه شوي.

واشنګټن پوسټ:روسي ځواکونه د حمیمیم له هوایي اډې څخه خپل تجهیزات ټولوي

0

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، چې د سوریې له حمیمیم هوایي ډګر څخه روسیي سرتېري د خپلو تجهیزاتو ټولولو په حال کې دي.

دوی د مکسار شرکت له لوري د اخیستل شویو تصویرونو پر اساس ویلي، په تصویرونو کې لیدل کېږي چې روسي ځواکونه له یادې اډې څخه خپل تجهیزات بار وړونکو الوتکو ته راټولوي.

سرچینه زیاتوي، لاهم نه ده معلومه چې روسیه په بشپړ ډول له سوریې وځي او که نه.

د یادونې ده چې حمیمیم هوایي اډه په ۲۰۱۷ کال کې د سوریې پخواني حکومت روسیې ته قرارداد ورکړې وه.

د المان لومړی وزیر:هغه سوریایي وګړي چې زمونږ ټولنه کې مدغم شوي، پاتې کېدل یې هیڅ ستونزه نه ده

0

سره له دې چې د المان یو شمېر ښي اړخي او د محافظه کار ګوند غړي خپل هېواد ته د سوریایي کډوالو د ور ستنولو غوښتنه کوي؛ خو تېره ورځ د یاد هېواد لومړي وزیر اولاف شولتز ویلي، هغه سوریایي کډوال چې الماني ټولنه کې مدغم شوي، کېدلای شي پاتي شي.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې اړه د دوی دریځ واضح دی.

نوموړي دغه راز د سوریایي کډوالو د اېستلو په اړه ځینې څرګندونې اندېښمنونکې بللې دي.

د یادونې ده چې د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال ګڼ سوریایي وګړي هېواد پرېښودو ته اړ شوي وو.

اماني صندوق:د افغانانو د لاسنیوي په موخه د سویډن نړیوال پراختیایي بنسټ راسره ۹ میلیونه ډالر مرسته کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق ویلي چې د سویډن نړیوال پراختیایي بنسټ ورسره ۹ میلیونه ډالره مرسته کړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا مرسته په اوسنیو سختو شرایطو کې له افغانانو سره د لاسنیوي په موخه شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې یوناما هم ویلي وو چې روان کال یې افغانستان کې له ۱۵ میلیونو وګړو سره مرسته کړې.

ګردۍ څیړۍ، پکتیا؛ د حزب اسلامي امیر حکمتیار، سراج الدین حقاني ته د هغه د تره فاتحه ورکړه

‏د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار په پکتیا ولایت ګردې څیړی ولسوالۍ کې د سراج الدین حقاني د کاکا خلیل الرحمن حقاني فاتحه وکړه.

ښاغلي حکمتیار خلیل الرحمن حقاني یو ښه مجاهد یاد کړ او دهغه وژنه ضایع بللې.

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د چهارشنبې په ورځ په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.

هاکان فیدان:له تهران او مسکو مو غوښتي وو، چې د سوریې ملاتړ ونه کړي

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وایي، د دمشق پر لور یې د سوریې حکومت د مخالفو وسله والو له پرمختګ سره سم له ایران او روسیې غوښتي وو چې د بشارلااسد ملاتړ پرېدي.

نوموړي ویلي، په دې اړه یې د یادو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې وې او هغوی هم دا مسئله درک کړې وه.

د فیدان په خبره، که تهران او مسکو د بشارالاسد د حکومت ملاتړ هم کړی وی؛ نو بیا به هم تحریرالشام بریا ته رسېده؛ خو هغه وخت به پایله ډېره ویجاړونکې وه.

د یادونې ده، چې مسکو او تهران د سوریې ملاتړي دولتونه وو.

افغان لوبډلې؛په دوهمه شل اوریزه لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

0

افغان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه لوبه کې زمبابوې ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې زمبابوې ته د ۱۵۴ منډو هدف ورکړ.

د زمبابوې لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او ټول لوبغاړي یې په اتلسم اور کې وسوځېدل.

د افغان لوبډلې لپاره توپوهنه کې درویش رسولي ۵۸ منډې وکړې او توپ اچونه کې راشدخان او نوین الحق بیا د زمبابوې درې ـ درې ویکټې واخیستې.

فرانسوا بایرو؛د فرانسې نوی لومړی وزیر وټاکل شو

0

د فرانسې ولسمشر فرانسوابایرو د لومړي وزیر په توګه وټاکه.

نوموړی د امانوئل مکرون نږدې ملاتړی بلل کېږي.

فرانسوي رسنیو خبر ورکړی، چې دواړو تر دې ټاکنې وړاندې دوه ساته ټیلیفوني خبرې کړې وې.

د یادونې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د فرانسې استازو جرګې میشل بارنیه له دندې لرې کړ.