شنبه, جون 27, 2026
Home Blog Page 726

«جنرال» مبین طالب مشرانو ته:د غلو ډلګۍ کابل ته راغلې، په خپلو قیمتي توکو پام کوئ

د طالبانو تر واک لاندې د کابل امنیه قومندانۍ پخواني ویاند «جنرال» مبین افعانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر راتګ ته په تمسخر ډول لیکلي، چې افغان چارواکي باید د افغانستان قیمتي سامانونه او شتمنۍ خوندي وساتي، ځکه چې پاکستاني غله په ډېر مهارت سره توکي پټوي.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې پاکستاني غله د توکو په چور او پټولو کې ډېر مهارت لري.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نن سهار د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د یو پلاوي په ملتیا کابل ته راغلی او د طالبانو حکومت له ګڼ شمېر چارو سره یې لېدنې ترسره کړي دي.

په روم کې؛د ایران او امریکا ترمنځ د عمان په منځګړیتوب خبرې پیل شوې

0

د ایران او امریکا پلاوي د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د عمان سفارت ته له رسېدو سره سم، خبرې اترې د عمان په منځګړیتوب پیل کړې.

د ایران لوري ویلي، که دا خبرې چې دوی یې «غیر مستقیم» بولي، په سمه لار روانې شي؛ نو امکان لري چې په راتلونکي کې دا خبرې «رسماً مستقیمې» شي.

امریکا بیا وايي چې دغه مذاکرات له پیله مستقیم دي، او تېره اوونۍ هم په همدې ډول ترسره شوي دي.

که څه هم تر دې دمه د خبرو له مېزه بهر رسمي جزییات نه دي خپاره شوي؛ خو دواړه لوري پر خپلو اساسي دریځونو ټینګار کوي.

ایراني پلاوي ویلي چې د خپل اټومي پروګرام بشپړ بندول به هېڅکله ونه مني؛ خو امریکایي استازي بیا وايي چې دوی ته تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ډاډ ترلاسه شي چې ایران خپل اټومي پروګرام ته پوځي بڼه نه ورکوي.

د ډار او متقي دیدار؛د کډوالو له ځورونې؛ اسلام اباد ته تر بلنې یې د بحث محوري ټکي بلل شوي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره لیدنه کې ویلي، چې دوی د کډوالو د را اېستلو پر بهیر خواشیني دي.

امیرخان متقي هیله څرګنده کړې، چې د کډوالو حقونه باید خوندي شي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې دوی له پاکستان سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي.

بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې له افغان کډوالو سره به ناوړه چلند نه کېږي او دوی په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کوي.

نوموړي ویلي، د افغان کډوالو جایداد او سرمایې د هغوی ملکیت دی او هیڅوک یې په خپل سري ډول د اخیستلو هڅه نشي کولای.

دواړو لوریو دغه راز د سفارتي اړیکو پر پیاوړي کولو، ګډې همغږۍ، مشترکو پروژو او یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د اسلام اباد بلنه ورکړې.

اسحاق ډار؛د طالبانو حکومت له رییس الوزرا سره کتلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار د طالبانو حکومت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره کتلي دي.

په دغه ناسته کې د امنیتي، سوداګریزو او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په ګډون پر ګڼو دوه اړخیزو مسایلو خبرې شوې دي.

دواړو لوریو په لوړه کچه د چارواکو ترمنځ د خبرو پر دوام هوکړه کړې.

په پام کې ده، چې نوموړی نن څلور بجې شاوخوا ارګ کې یو خبري کنفرانس هم ولري.

حمدالله فطرت:پاکستانی پلاوی به له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره وګوري

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د دفتر رییس عبدالواسع نن له غرمې مخکې له پاکستانه راغلي پلاوي ته په ارګ کې هرکلی ویلی.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې ښايي یاد پلاوی له رییس الوزرا سره هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، تجارتي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا سربېره په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اجباري اخراج موضوع په اړه خبرې وکړي.

د یادونې ده، چې د اسحاق ډار په مشرۍ دغه پلاوی نن سهار کابل ته را ورسېد.

سرګي نارشکن:لویدیځ د خپلو موخو تر لاسه کولو لپاره د طالبانو د مخالفو ملاتړ کوي

‏د روسیې د بهرنیو استخباراتو رییس ادعا کړې، چې لویدیځ د خپلو جیوپولیټکو موخو ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ کوي.

سرګي نارشکن بیکو کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې افغانستان کې د بهرنیو زیان رسوونکو لاسوهنو مخنیوی اړین دی.

هغه د غرب له لوري د افغانستان د شتمنۍ پر کنګل کېدو هم نیوکه کړې ده.

پاکستانۍ رسنۍ:اسحاق ډار کابل ته ولاړ

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته راغلی.

کابل ته دا د ډار لومړی رسمي سفر بلل کېږي.

ټاکل شوې چې نوموړی به د یو پلاوي په مشرۍ د طالبانو له چارواکو سره لیدنې ولري.

اسماعیل بقایي:د امریکايي چارواکو د ضد او نقیضو څرګندونو په اړه وضاحت غواړو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې د امریکا د چارواکو له مختلفو ضد او نقیضو څرګندونو وروسته، موږ هیله لرو چې امریکايي خوا په لومړي ګام کې د دې مسلې وضاحت ورکړي او د خپل نیت او جدیت په اړه رامنځته شوې جدي ابهامونه حل کړي.

نوموړي زیاته کړې چې تکرار شوې تګلارې به بې ګټې وي او یوازې هغه وخت پرمختګ امکان لري چې امریکا د واقعیت پر بنسټ او د اسرائیل د فشارونو پرته له واقعیت نه لرونکو غوښتنو ډډه وکړي.

بقایي زیاته کړې، چې د ایران او امریکا د خبرو دویم پړاو به د شنبې په ورځ په روم کې، د عمان د بهرنیو چارو وزیر له لارې په غیرمستقیم ډول ترسره شي.

د طالبانو حکومت:د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره دې درې‌اړخیز کمیسیون جوړ شي

د طالبانو حکومت پلاوي د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له مرستیال محمد خرم آغا سره په لیدنه کې وړاندیز کړی، چې د افغان کډوالو د بشري ستونزو د حل لپاره دې منظمې او دوامدارې دوه‌اړخیزې خبرې پیل شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، پلاوي وړاندیز کړی چې باید یو درې‌اړخیز کمیسیون د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ جوړ شي، تر څو د کډوالو د رضاکارانه ستنېدو، د جبري ایستلو د مخنیوي او د دوی د مالونو د انتقال په برخه کې همکاري وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې هېواد یې له افغان کډوالو سره انساني چلند ته ژمن دی؛ خو ټینګار یې کړی چې هېڅ بهرنی وګړی باید پرته له قانوني اسنادو په پاکستان کې ژوند و نه کړي.

د اسراییلو دفاع وزیر:ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه نه ورکوو

0

د اسراییلو د دفاع وزیر اسرائیل کاتز وايي، هېواد یې ژمن دی چې ایران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړي.

نوموړي ټینګار کړی، دا نه یوازې امنیتي بلکې تاریخي مسؤلیت دی.

کاتز دغه راز ویلي، چې پوځ یې په ټولو جبهو کې د بریا لپاره هڅې کوي.

کاتز دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې نیویارک ټایمز راپور ورکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید اجازه نه ده ورکړې.