پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 726

خامنه‌يي:مونږ هیڅ ډول نیابتي ډله نه لرو او که اقدام کوو؛ نو بیا نیابتي ډلې ته اړتیا نه لرو

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي وايي، دوی هیڅ نیابتي ډلې نه لري او دا ادعا بې اساسه ده، چې ایران اوس مهال خپلې نیابتي ډلې له لاسه ورکړې دي.

نوموړي ویلي، که ایران اقدام کوي؛ نو هیڅ نیابتي ډلې ته اړتیا نه لري.

دی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په منځني ختیځ کې ګڼ شمېر ډلې د ایران د نیابتي ډلو په نوم یادېږي، چې ظاهرا ورسره دغه هېواد مرستې هم کوي.

د روسیې دفاع وزارت:د اوکراین ۴۲ بې پیلوټه الوتکې مو نسکورې کړې

0

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې له شنبې تر یکشنبې یې د اوکراین ۴۲ بې‌پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې دي.

یاد وزارت ویلي، چې دا الوتکې د روسیې په پنځو ځایونو کې لوېدلې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادې الوتکې په اوریول، روستوف، بریانسک، کرانسنودار سیمه کې لوېدلې دي.

سره له دې، چې د الوتکو لوېدو په پېښه کې چاته کوم زیان نه دی اوښتی؛ خو د اوریول سیمې د امنیتي ځواکونو قومندان ویلي، چې په دغه سیمه کې د یوې الوتکې غورځېدو له کبله سیمه کې اور لګېدلی.

فاریاب؛یو زوی خپله مور په چاقو وژلې

د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یو زوی خپله مور د چاقو په واسطه وژلې.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، یاد کس قیام الدین نومیږي، چې خپله مور یې د کورني تاوتریخوالي له کبله په چاقو وژلې ده.

یاده کورنۍ د پښتون کوټ اوسېدونکې وه، خو له یوې مودې راهیسې یې په میمنې ښار کې ژوند کوو.

ویل کېږي، چې قاتل د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

د طالبانو د ترانسپورت وزارت:د ۴۰ مسافر وړونکو موټرو د تګ راتګ مخه مو ونېوله

د کابل کندهار پر لویه لار له ټکر وروسته د طالبانو ټرانسپورت وزارت د ۴۰ موټرو پر تګ راتګ بندیز لګولی.

یاد وزارت ویلي، چې دا بندیز یې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي او د خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره ترسره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل کندهار پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له کبله نږدې ۵۲ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

رویټرز:د لویدیځ یو دیپلومات وایي، کردان د شام التحریر پر وړاندې د مقابلې هڅه کوي

0

د لویدیځ یو دیپلومات ویلي، چې د سوریې کردان هڅه کوي د شام التحریر ډلې پر وړاندې مقابله پیل کړي.

روټیرز د دغه دیپلومات له قوله ویلي، چې کردان له تېرو ۱۳ کالو راهیسې د خپلو لاسته راوړنو لپاره په جګړه بوخت دي.

سره له دې، چې کردان سوریه کې نږدې څلورمه برخه خاوره په خپل واک کې لري، خو تر اوسه یې په دې اړه څه نه دي ویلي.

غزه کې؛نن سهار د اسراییلو په بریدونو کې ۸ فلسطینیان وژل شوي

0

پر غزې د اسرائیلو په تازه برید کې اته کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

دغه کسان نن سهار د غزې تړانګې په شمال کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلي پوځ په هوايي برید کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه ښوونځي کې فلسطیني کډوالو پناه اخیستې وه.

د یادونې ده چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې تر اوسه ۴۵ زره او ۲۲۷ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۷ زره او ۵۷۳ ټپیان شوي دي.

په دې موده کې اسرائیل هم خپل څه باندې ۷۰۰ عسکر له لاسه ورکړي دي.

ټرمپ:روسیه او اوکراین باید نور یو جوړجاړي ته چمتووالی ونیسي

0

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې اوکراین او روسیه باید نور جوړجاړی وکړي.

ټرمپ ویلي، د اوکراین او روسیې ولسمشران نور باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه جوړجاړي ته چمتووالی ونیسي.

د هغه په خبره، د اوکراین خونړۍ جګړې ګڼ زیانونه اړولي او نور باید پای ته ورسېږي.

ټرمپ دغه راز په ولسمشر جو بایډن هم نېوکې کړي او ویلي چې جوبایډن باید اوکراین ته په امریکایي وسلو باندې د روسیې په خاوره کې د حملو اجازه ورکړی نه وی.

نوموړي زیاته کړې، واک ته له رسېدو وروسته ښایي دا فیصله لغوه کړي.

امریکایي ځواکونو؛په سره سمندرګي کې خپله جنګي جټ الوتکه ویشتلې

0

امریکایي ځواکونو په سره سمندرګي کې خپله جنګي جټ الوتکه وېشتلې.

د امریکا مرکزي قومنداني سنټکام ویلي، چې دا الوتکه یې په سهوه کې ویشتلې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغې الوتکه کې دوه پیلوټان و، چې کوم زیان نه دی ور اوښتی.

د یادونې ده چې په سره سمندرګي کې وخت ناوخت د امریکا او نورو هېوادونو د تېلو او نورې بېړۍ هم په نخښه کېږي.

هاکان فیدان:د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړې ته اندېښمن یوو

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وايي، چې دوی د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړې ته اندېښمن دي.

نوموړي ویلي، سره له دې، چې ایران تر ډېره نه غواړي په مخامخ جګړه کې ښکېل شي؛ خو بیا هم دوی د دغې جګړې په اړه اندېښنه لري.

فیدان زیاتوي، له ځیني ایراني چارواکو یې اورېدلي، چې دوی له اسرائیل سره د مخامخ جګړې پلوي نه دي.

د یادونې ده، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ څو ځله مخامخ نښتې رامنځته شوې دي.

حلیم فدایي خواجه اصف ته:غله او ډاکون خو تاسو یئ، د افغان شخصیتونو د نومونو غلا ته ناست یئ

د پکتیا پخوانی والي حلیم فدایي د خواجه اصف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د سلطان محمود غزنوي په اړه د اصف څرګندونې د هغه د تاریخ او شخصیت د ناپوهي ښکارندویي کوي.

ښاغلي فدایي په خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي، که سلطان غزنوي رښتیا غل او ډاکو وي؛ نو بیا ولې په خپلو بلاستیکي مزایلو مو د هغه نوم ایښی.

فدایي دغه راز ویلي، چې غله او ډاکوان خو تاسو یاست، چې د ابدالي، غزنوي او غوري نومونه مو غلا کړي او د خپلو وسلو لپاره مو کارولي.

نوموړي لیکلي:«تاسو د هویت بد بحران سره مخ یاست او خپلو ابتکاراتو ته د ملي شخصیتونو لپاره هیڅوک نلرئ، او د افغان شخصیتونو د نومونو غلا ته ناست یاست.(ډېر سپین سترګي غله یئ).»

حلیم فدایي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف دراني په یوه تلویزوني مرکه کې سلطان محمود غزنوي یو غل او ډاکو شخص بللی.