چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 724

اردوغان:انقره به له تحریرالشام سره نږدې اړېکې ولري

0

رویټرز خبري اژانس د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له قوله ویلي، چې انقره د سوریې له نوي مشر احمد الشرع سره نږدې اړیکې لري.

رجب طیب اردوغان په انقره کې د کابینې له غونډې وروسته ویلي، چې ترکیه به د سوریې د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

اردوغان زیاته کړې، چې په راتلونکي کې به سوریې ته د ترکي چارواکو سفرونه پراخ شي.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان دمشق ته په سفر هم تللی و او له احمد شرع سره یې په ځینو مسایلو خبرې کړې دي.

د پاکستان ځانګړی استازی؛محمد صادق د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کابل ته راغلی

‏د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق کابل ته راغلی.

محمد صادق پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې هغه تېر ماښام کابل ته را رسېدلی.

نوموړي ویلي، د طالب چارواکو له لوري یې هرکلی شوی دی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره به بېلابېلې غونډې ولري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.

د یادونې ده چې دا د اسلام اباد او طالبانو تر منځ له ترینګلو اړیکو وروسته د یوه پاکستاني پلاوي لومړی سفر دی.

د طالبانو حکومت:د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ګستاخ او له تاریخ څخه ناخبره دی

د طالبانو حکومت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف خبرو ته توند غبرګون ښودلی.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي؛ چې دوی د خواجه آصف دغه بې مسئولیته خبرې په کلکه ردوي او په وینا یې دا له تاریخي واقعیتونو څخه د خواجه آصف ناخبري بولي.

فطرت لیکلي:«تاریخ شاهد دی چې سلطان محمود غزنوي رحمة الله علیه هرځل د مظلومو ولسونو خصوصا د مسلمانانو د نجات او آزادۍ لپاره هند او نورو سیمو ته تللی و او غزنوي رحمة الله علیه د ټول مسلمة امت لپاره یو افتخار دی.»

هغه ویلي، چې د پاکستان د دفاع وزیر په کچه اشخاص دومره له حقائقو څخه ناخبره وي د تأسف ځای دی.

نوموړي دغه راز ویلي، چې خواجه اصف په داسې حال کې د سلطان محمود غزنوي په اړه ګستاخانه څرګندونې کوي چې د همدې هېواد په دفاعي میزائیلو باندې د محمود غزنوي نوم ايښودل شوی.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې خواجه اصف، سلطان محمود غزنوي د غل او ډاکو په نوم یاد کړی وو.

دیمیتري پیسکوف:د بشارالاسد د مېرمنې اسما اسد د طلاق د غوښتنې خبرونه دروغ دي

0

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د مېرمنې اسما اسد د طلاق د غوښتنې په اړه راپورونه رد کړل.

رویټرز د پیسکوف له قوله ویلي، چې دا راپورونه رښتیا نه دي.

تر دې مخکې یو شمېر ترکي او عربي رسنیو خبر ورکړی و، چې اسما اسد چې په بریتانیا کې زېږېدلې ده، له روسیې څخه د وتلو لپاره د طلاق غوښتنه کړې ده.

د پخواني ولسمشر حفیظ الله امین ځانګړی سکرتر:میر اکبر خیبر د کارمل په مرسته کی جي بي ترور کړ

د پخواني ولسمشر حفیظ الله امین ځانګړی سکرتر حبیب الرحمن حبیبي وايي، ببرک کارمل د سردار محمد داود خان پر وړاندې د کودتا پلان ونیوو، چې میر اکبر خیبر یې مخالفت وکړ او دا چاره د دې سبب شوه، چې د کارمل او خیبر ترمنځ اړیکې خرابې شي.

نوموړي له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې وویل چې کارمل د شوروي اتحاد استخباراتو ته نږدې سړی وو او په دې خاطر شورویانو غوښتل نوموړی په سردار داود د کودتا له لارې واک ته ورسوي.

حبیبي وویل، چې میر اکبر خیبر شوریانو ته د کارمل د مسلسلو راپورونو په واسطه د «کی‌جي‌بي» له لوري په کابل کې ووژل شو.

نوموړي د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له لورې د هغه د وژلو خبرې رد کړې او زیاته یې کړه هغه مهال دا ډول اعلامیې د امتیاز اخیستو لپاره صادریدلې.

اسما اسد؛له بشارالاسد د طلاق غوښتنه کړې

0

د سوریې د لیرې شوي ولسمشر بشارالاسد میرمن اسما اسد له هغه څخه د طلاق غوښتنه کړې.

په خپاره شويو راپورونو کې ویل شوي، چې اسما اسد لندن ته ستنیږي.

ویل کېږي چې اسما اسد چې د سرطان په ناروغۍ اخته ده، د مسکو په یوه محکمه کې دوه عریضې وړاندې کړې، چې یوه یې له بشارالاسد څخه د طلاق او بله یې لندن ته د اجازه لیک غوښتنه ده.

اسما اسد غواړي چې په لندن کې خپله درملنه وکړي.

د یادونې ده چې سوریه کې د نظام له ړنګېدو وروسته د سوریې ولسمشر بشارالاسد له خپلې مېرمنې سره یو ځای روسیه کې پناه واخیسته او واک تحریرالشام ترلاسه کړ.

ایران:له تحریرالشام سره مستقیم تماس نه لرو

0

ایران وایي، په سوریه کې له حاکمې ډلې تحریرالشام سره مستقیم تماس نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، ایران د سوریې د ملي حاکمیت ملاتړ کوي او سوریه باید د تروریزم په پناه ځای بدله نه شي.

د یادونې وړ ده چې ایران د بشارالاسد حکومت کلک ملاتړی ګڼل کېده.

فیدان:سوریه کې نور د کرد ملېشو لپاره ځای نشته

0

ترکیه وايي، چې د سوریې راتلونکي کې د کرد ملېشو لپاره هیڅ ځای نشته.

د یاد هېواد دبهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې د سوریې دیموکراتیک ځواکونه باید لغوه شي.

د هغه په خبره، د دغو ځواکونو دوام د کردستان د ملېشو دوام دی.

فیدان زیاتوي چې د سوریې له نوي حکومت سره یې د ډیموکراتیکو ځواکونو په اړه خبرې کړې او دوی باور لري چې دا هېواد به د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره ګامونه پورته کوي.

ټرمپ:پوتین هیله ښودلې چې ژر تر ژره راسره د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړي

0

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هیله ښودلې چې ژر تر ژره ورسره د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړي.

ټرمپ په اریزونا کې د وینا پر مهال ویلي چې ولسمشر پوتین ویلي چې هغه غواړي ژر تر ژره له ما سره وویني.

ټرمپ زیاته کړې، چې موږ باید دې ته انتظار وباسو او باید دا جګړه پای ته ورسوو.

ټرمپ ویلي، دا جګړه وحشتناکه ده او نور باید پای ته ورسېږي.

د یادونې ده چې ټرمپ د خپلو ټاکنېزو کمپاینونو پرمهال هم ژمنې کولې چې واک ته له رسېدو وروسته به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

عباس ستانکزی:ایران، چین او افغانستان باید له یو بل سره یووالی ولري

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وایي، د منځنۍ اسیا هېوادونه باید له یو بل سره یووالی ولري.

هغه زیاته کړې، افغانستان، ایران او چین ته پکار ده، چې له یو بل سره پیاوړې اړیکې ولري.

عباس ستانکزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په غونډه کې ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ اقتصادي پراختیا شرایطو پورې تړلې.