چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 723

ترکیه:تېرو دوو اونیو کې ۲۳زره سوریایي وګړي سوریې ته ستانه شوي

0

د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته؛ نږدې ۲۳ زره سوریایي وګړو ترکیه پرېښي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو دوو اوونیو کې سوریې ته له ترکیې څخه د بېرته ستنېدونکو وګړو شمېر د پخوا په پرتله شپږ برابره زیات شوی.

د یادونې ده چې نه یوازې له ترکیې؛ بلکې له ګڼو نورو اروپایي هېوادونو هم سوریې ته خپل وګړي را ستانه شوي.

ټي‌ټي‌پي:خواجه اصف یو ناپوه او د خپل هېواد له دفاعي سیستم هم ناخبره دی

0

تحریک طالبان پاکستان ډلې د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وروستۍ څرګندونې وغندلې.

یادې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان دفاع وزیر ناپوه دی او دا د هغه لپاره د شرم وړ کار دی.

اعلامیه کې راغلي، خواجه اصف د خپل هېواد د دفاعي سیستم په اړه هم معلومات نه لري؛ خو په زیاتې بې شرمۍ د مسلمان ملت اتلانو ته سپکاوی کوي.

خواجه اصف یوه مرکه کې ویلي وو چې سلطان محمود غزنوي یو ډاکو او غل وو.

له زدکړو سره د طالبانو دوښمني؛هرات کې یې نجونې کورسونو ته له ورتګ منع کړې

طالبانو هرات کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له کورسونو منع کړې.

دوی په یو فرمان کې ټولو ښوونیزو مرکزونو ته ویلي، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې نورې ور ونه غواړي.

دغه فرمان کې په جدي توګه د دغه بنديز د عملي کولو غوښتنه شوې ده.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې طالبانو د نجونو پر مخ ښوونځي، پوهنتونونه، طبي انستیتوتونه او دا ځل ورباندې ښوونیز مرکزونه هم وتړل شول.

د مقاومت په نوم جبهه:تېره یوه میاشت کې مو ۴۲ طالبان وژلي

په داسې حال کې چې طالبان امنیت خپله لاسته راوړنه بولي، تازه د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې تېره یوه میاشت کې یې ۴۲ طالبان وژلي.

دوی ویلي، چې تېره یوه میاشت د هېواد اتو ولایتونو کې پر طالبانو ۲۵ بریدونه کړي، چې ۴۲ یې وژلي او ۲۹ نور یې ټپیان کړي دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا بریدونه په کابل، هرات، بادغیس، فراه، بدخشان، پروان، کاپیسا او کندوز ولایتونو کې شوي.

غزه؛د اسرائیلو په تازه بریدونو کې ۵۸ تنه وژل شوي

0

اسرائیل پر غزې تازه بریدونه کړي، چې ۵۸ کسان یې وژلي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، چې دغو بریدونو کې ۸۶ نور ټپیان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، لاهم یو شمېر کسان تر خاورو لاندې دي.

دا بریدونه داسې مهال شوي، چې تېره ورځ د اسرائیل دفاع وزیر ویلي وو، چې دوی به د حماس مشران او دغه ډله له منځه وړي.

پوتین؛له بشارالاسد سره ګوري

0

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین سکرتر یوري اوشاکوف وایي، پوتین غواړي د سوریې له پخواني ولسمشر بشارالاسد سره وګوري.

نوموړي د دغې لیدنې نېټه نه ده په ډاګه کړې؛ خو زیاتوي چې دا لیدنه به نږدې وخت کې ترسره شي.

تر دې وړاندې پوتین ویلي وو چې له بشارالاسد سره د لیدلو هوډ لري.

د یادونې ده چې د دمشق تر سقوط وروسته بشارالاسد مسکو ته ولاړ.

اوکرایني چارواکي:د روسیې کازان کې د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو په ساتنځای کې اور لګېدلی

0

اوکرایني چارواکي وایي، چې د روسیې په کازان کې د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو په ساتنځای کې اور لګېدلی.

دوی ویلي، په دغه ځای کې ۱۳۶ الوتکې وې.

نیوزویک د سرچینو په حواله ویلي چې د دغو الوتکو ارزښت ۱۶ میلیونو ډالرو ته رسېده.

روسیې چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورف جرمي ډلې؛د هایتي په سیته سولیل کې ۲۰۷ کسان وژلي

0

ورف جرمي وسله والې ډلې د هایتي ښار په ساحلي ګاونډ سیته سولیل کې لږ تر لږه ۲۰۷ کسان وژلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د دفتر د راپور پر اساس، دا کسان له یوې اوونۍ په کمه موده کې وژل شوي، چې ۷۳ یې ښځې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا بریدونه د یادې ډلې د درې سوه غړو له لوري هغه مهال شوي چې د ووډ مذهبي مشرانو د دغې ډلې مشر د یاد مذهب په سپکاوي تورن کړی وو.

ددغې پېښې ډیری قربانیان د ووډو معبدونو او مذهبي مراسمو څخه وتښتول شول.

سراج الدین حقاني:د پاکستان او افغانستان د ملتونو اړیکې باید له زیانمنېدو وژغورل شي

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي، د افغانستان او پاکستان د ملتونو اړیکې باید له زیانمنېدو څخه وساتل شي، ترڅو د سیمې ثبات او پرمختګ تضمین شي.

نوموړي دا څرګندونې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان او راغلي پلاوي سره لیدنه کې کړي.

په دې لیدنه کې صادق خان ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د کابل او اسلام اباد اړیکې لا پیاوړې شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان دا لومړی سفر دی چې کابل ته یې ترسره کوي او ویل کیږي چې په دې سفر کې به د یو شمیر طالب چارواکو سره لېدنې ترسره کړي.

اسرائیلو؛د لومړي ځل لپاره د اسماعیل هنیه په وژلو اعتراف وکړ

0

اسرائیلو د لومړي ځل لپاره د حماس د پخواني مشر اسماعیل هنیه په وژلو اعتراف وکړ.

د اسرائیلو د دفاع وزیر اسرایل کاتز ویلي، چې هیواد یې د روان کال په جولای میاشت کې په ایران کې اسماعیل هنیه وواژه.

رویټرز ویلي، چې دې اعتراف په سیمه کې د تهران او د اسرائیلو ترمنځ د کړکیچ خطر زیات کړی دی.

نوموړي د دفاع وزارت منسوبیو ته ویلي، چې دوی به د حماس مشران او د دغې ډلې زیربیناوې له منځه یوسي.
د هغه په خبره، اسرائیل به د حماس نور مشران هم د هنیه، سنوار او حسن نصرالله په برخلیک اخته کړي.