د ډیورنډ کرښې ته څیرمه په ډنډ پټان او کرمې کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د تېرې شپې په بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
یو شمیر سرچینو ویلي چې دغه بریدونه تیره شپه پر ډیورند رامنځته شوې خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
د ډیورنډ کرښې ته څیرمه په ډنډ پټان او کرمې کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د تېرې شپې په بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
یو شمیر سرچینو ویلي چې دغه بریدونه تیره شپه پر ډیورند رامنځته شوې خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي حنیف پشتین د طالبانو اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي چې په پکتیکا کې میشت د وزیرستان اوسیدونکو ته د مهاجر ویل سم کار نه دی.
ښاغلي پشتین ویلي په پښتونخوا کې افغانانو او په کابل کې وزیرستانیانو ته د مهاجر کلمه استعمالول د پېنډۍ او پنجاب ادبیات دي او هيڅوک دا حق نه لري چې له دوی هویت (افغانیت) واخلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه غړي زیاته کړې چې وزیرستانیان په پکتیکا کې مهاجر نه بلکې د خپل افغان وطن پر سینه مېشت دي.
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې هند خپل یو تکړه زوی له لاسه ورکړ.
ښاغلي کرزي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې ډاکټر من موهن سینګ د افغانستان د خلکو یو نه هیریدونکی متحد او ملګری و.
نوموړي زیاته کړې چې د موهن سنګ په مړینه ژور خپګان څرګندوي او په وینا یې د هغه کورنۍ، حکومت او د هند خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.
هندي رسنۍ وایي، د هند پخوانی لومړی وزیر من موهن سنګ د ۹۲ کلونو په عمر ومړ.
د هندي رسنیو په خبره، من موهن سنګ د دغه هېواد ډیلي د آل انډیا طبعي علومو په انسټېټیوټ کې مړ شوی دی.
من موهن سنګ د ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د همد د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
د پرځیدلي جمهوري نظام د چارو ادارې لوی رییس ډاکتر فضل محمود فضلي د کابل پوهنتون د فارغانو سپین رنګه لباس ته په غبرګون کې په خپل ایکسپاڼې لیکلي: «طالب او مجاهد نه یوازې د ښکیلاک ارزانه مزدوران دي، بلکې د بدرنګۍ او تورې دورې نمایندګان هم دي.»
طالبان وایي، د فارغینو سپین رنګه لباس افغاني دی، په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو دا لباس د طالبانو فرهنګ بللی او لیکلي، چې دا د افغانانو فرهنګ نه دی او که وی د کابل پوهنتون له تاسیسه تر اوسه دا د اشپزانو یونیفورم چا نه دی اغوستی.
ویل کېږي، چې خوست کې طالبانو د هغو کسانو مخه نیولې، چې غوښتل یې پر پکتیکا او خوست د پاکستان د وروستي بمبار له کبله لاریون وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي نجیب ننګیال ویلي:«خوست کې یوې ډلې افغانانو د پاکستان د تېري په ضد د لاریون تابیا نیولې وه؛ خو د حلقه بګوش غلام رژیم استخباراتو یې مخه نیولې.»
نوموړی وایي، طالبانو د لاریون تابیا کوونکو ته ویلي چې زمونږ اړیکې له دوست هېواد سره مه خرابوئ.
د حافظ ګل بهادر ډلې د شمالي وزیرستان د میر علي اړوند په خېدرخېل، خدکي او یو شمېر نورو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کړي، چې د یو پولیس افسر په ګډون پکې یوولس پوځیان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
په دغه برید کې د پاکستاني پوځیانو یو شمېر موټرې هم ویجاړې شوې دي.
ویل کېږي چې د برید پر مهال پاکستاني پوځیانو د یو شمېر عامو خلکو په کورونو د هاوان بریدونه کړي، چې ځینې کسان یې ټپیان کړي دي.
د طالبانو حکومت د مالیې سرپرست وزیر ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت اړوند یو انلاین ورکشاپ ته ویلي، چې ښایي د دولتي کارکوونکو د جدي، دلوې او حوت میاشتو معاشونه هم ورنشي کړی.
نوموړي ویلي د بودجې له کسر سره مخ دي او نشي کولای دا معاشونه اجرا کړي.
د یاد ورکشاپ څخه حماسه میډیا ته په رسېدلو معلوماتو کې ویل شوي، چې د مالیې سرپرست وزیر ویلي چې دوی اوس مهال دومره بودجه نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د دولتي کارکوونکو د قوس میاشتې معاشونه هم ځنډېدلي.
تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د بشارالاسد مېرمن اسما اسد له مرګ سره لاس او ګرېوان ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، هغه د وینې سرطان لري او اوس یې د ژوندي پاتې کېدو چانس ۵۰ سلنه بلل شوی.
اوس مهال هغه په یوه خونه کې خلکو سره له لیدلو هم منع شوې.
اسما اسد د سوریې له سقوط مخکې له خپل خاوند بشارالاسد سره مسکو ته تللې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې په طالبانو او پاکستاني حکومت غږ کړی چې د پښتونخوا او بلوچستان خلکو ته د انتخاب حق ورکړي.
ښاغلي غني په خپلې ایکسپاڼې په پکتیکا او خوست کې د پاکستان د هوايي ځواکونو برید غندنې په اړه اعلامیې کې لیکلي:«افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوڅو ته له نورو قومونو سره په ګډه په بلوچستان کې د سوله ییز ژوندانه، ودانۍ او سوکالۍ امکان او انتخاب ورکړ شي او افغانستان ته د ستراتېژیک سرحد د کتو پرځای، د هغه بشپړې خپلواکۍ ته درناوی وشي.»
پخواني ولسمشر لیکلي، لسیزې وشوې چې د ډیورنډ کرښې د دواړو خواوو د ولسونو د ځپنې، او د ځینو کړیو د سیاسي ګټو له پاره هلته د تاوتریخوالي د پارونې او وژنې تګلاره پرله پسې پراخېږي.
ښاغلي غني لیکلي:«انګرېز استعمار له لویه سره دا کرښه د ګډ تاریخ، ګډ کلتور او ګډ فکر لرونکو ولسونو د بېلولو او د هغوی د ودې د مخنیوي له پاره ایستلې او د هغوی فزیکي امحا او وژنه یې دغه هدف ته د رسېدو وسیله ټاکلې وه.»
دا لومړی ځل دی چې یو افغان سیاستوال د پاکستان پر وړاندې دا ډول قاطع او ښکاره نظر څرګندوي.