دوشنبه, جولای 13, 2026
Homeافغانستانپه بلوچستان کې د پخوانیو افغان پوځیانو د حضور ادعا؛ماه‌رنګ بلوڅ وايي،...

په بلوچستان کې د پخوانیو افغان پوځیانو د حضور ادعا؛ماه‌رنګ بلوڅ وايي، تاریخي افغان ـ بلوڅې اړیکې باید د سیاسي معاملو قرباني نه شي

د بلوڅ یووالي کمېټې مشرې ماه‌رنګ بلوڅ په یوه خبرپاڼه کې چې له زندانه خپره شوې، په بلوچستان کې د ځینو پخوانیو افغان پوځیانو د احتمالي فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغې ویلي، په تېرو څو میاشتو کې د بلوچستان له بېلابېلو سیمو داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ګواکې د افغانستان د پخواني نظام ځینې پوځي کسان له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره یو ځای په عملیاتو کې برخه اخلي.

ماه‌رنګ بلوڅ ادعا کړې چې دغه کسان د بلوڅانو پر ضد په ځینو عملیاتو او کړنو کې ښکېل دي او دا وضعیت کولای شي د افغانانو او بلوڅانو ترمنځ پر تاریخي اړیکو منفي اغېز وکړي.

هغې همداراز ویلي چې په یوه سیمه کې د یوه ښوونځي د پوځي مرکز په توګه د کارېدو ادعاوې هم شته.

د بلوڅ یووالي کمېټې مشرې خبرداری ورکړی چې دا ډول راپورونه د بلوڅانو ترمنځ اندېښنه او ناخوښي زیاتوي.

هغې د افغانستان له چارواکو غوښتي چې د دغو ادعاوو په اړه پلټنې وکړي او که داسې کسان موجود وي، د هغوی د فعالیتونو مخه ونیسي.

ماه‌رنګ بلوڅ ټینګار کړی چې بلوڅان او افغانان له اوږدې مودې راهیسې تاریخي او کلتوري اړیکې لري او دواړو ولسونو باید د سیاسي شخړو او لنډمهالو ګټو له امله له یو بل څخه لرې نه شي.

هغې ویلي، دا اړیکې باید د دولتونو د تګلارو، شخصي ګټو او سیاسي معاملاتو قرباني نه شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here