د طالبانو حکومت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر محمد خالد حنفي ویلي، هغه راپورونه چې ګواکې په هرات کې ښځې نیول کېږي، د ده په وینا د استخباراتي کړیو له خوا خپرېدونکي بېبنسټه تبلیغات دي.
حنفي دغه څرګندونې په هرات کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.
هغه ویلي، د امر بالمعروف وزارت قانون د اسلامي شریعت پر بنسټ جوړ شوی او موخه یې د خلکو د حقونو ساتنه او د ټولنې د نظم ټینګښت دی.
د حنفي په وینا، هغه کسان چې د دغه وزارت پر کړنو نیوکې کوي، په حقیقت کې له اسلامي احکامو سره ستونزه لري.
نوموړي همداراز ویلي، د بشري حقونو مفهوم باید یوازې د بهرنیو معیارونو له مخې ونه ارزول شي.
د هغه په خبره، که د بشري حقونو هدف د خلکو د ژوند، مال، عزت ساتنه، د فساد مخنیوی او د قانون پلي کول وي، «اسلامي امارت» دغو اصولو ته ژمن دی.

