دوشنبه, جولای 13, 2026
Homeکورپاڼهد ایران او امریکا؛تازه پوځي نښتو د منځني ختیځ کړکېچ نور هم...

د ایران او امریکا؛تازه پوځي نښتو د منځني ختیځ کړکېچ نور هم ژور کړ

رویټرز په يو راپور کې ويلي، د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي بریدونو نوې لړۍ د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې ترینګلی کړی او د پراخې جګړې په اړه یې نړیوالې اندېښنې زیاتې کړې دي.

راپور وايي، ایران ادعا کړې چې د امریکا د وروستیو بریدونو په ځواب کې یې په بحرین او اردن کې پر هغو پوځي اهدافو توغندیز او بې‌پیلوټه بریدونه کړي چې له امریکايي ځواکونو سره تړاو لري.

سپاه پاسداران ویلي، د عملیاتو په دویم پړاو کې یې د بحرین شیخ عیسی هوايي اډه هم په نښه کړې.

ایران همداراز ادعا کړې چې د اردن شهزاده حسن هوايي اډه یې هم هدف ګرځولې او د سونګ زېرمې او د وسلو ګودامونو ته یې زیان اړولی، خو د اردن حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لور ته، رویټرز د یوه ایراني چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د امریکا په وروستیو بریدونو کې د ایران د خوزستان ولایت په ماهشهر ښار کې د کرنیزو اوبو تأسیسات په نښه شوي، چې له امله یې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

تهران دا هم اعلان کړی چې د هرمز تنګی یې تړلی، هغه مهمه سمندري لار چې د نړۍ د انرژۍ د لېږد یوه اساسي برخه ګڼل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هېواد یې د ایران پر ضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي او زياته کړې چې واشنګټن به پر ایران خپل فشار لا زیات کړي.

د راپور له مخې، وروستیو نښتو هغه لنډمهاله تفاهم هم تر پوښتنې لاندې راوستی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو په پایله کې د کړکېچ د کمولو لپاره رامنځته شوی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here