چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 714

بایډن:که زه له ټاکنو په شا شوی نه وی؛ ټرمپ ته مې ماتې ورکوله

0

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، پېښمانه دی، چې له ټاکنیزو سیالیو یې لاس واخیست.

نوموړي زیاته کړې، که دی په ولسمشریزو سیالیو کې وی؛ نو ټرمپ ته به یې ماتې ورکړې وه.

ګارډین په سپینه ماڼۍ کې د سرچینو له قوله ویلي، چې بایډن صحنې ته د کاملا هرېس په راوستلو سخت پېښمانه شوی دی.

د یادونې ده، چې د ټرمپ پر وړاندې په یوه مناظره کې له پاتې راتلو وروسته؛ بایډن له ټاکنیزو سیالیو په شا او هرېس یې را وړاندې کړه.

جنوبي کوریا؛د الوتکې لوېدو پېښه کې ۴۷ کسان وژل شوي

0

په جنوي کوریا کې د موان نړیوال هوايي ډګر کې د یوې الوتکې لوېدو له کبله ۴۷ تنه وژل شوي دي.

د یاد هېواد د رسنیو د معلوماتو پر اساس، دغې الوتکې د ښکته کېدو پر وخت خپل کنټرول له لاسه ورکړی وو.

په یاده الوتکه کې ۱۷۵ مسافر سپاره وو.

لوېدلې الوتکه د ججو ایر شرکت اړوند ده، چې مسافر به یې لېږدول.

انس خطاب:د اسد د واکمنۍ ګڼې ادارې مو منحل کړې

0

د سوریې د اطلاعاتي سازمان نوي رییس ویلي، چې د بشارالاسد د واکمنۍ ګڼې ادارې له منځه وړل شوي دي.

انس خطاب ویلي، دا ادارې به بېرته له سره جوړې او د خلکو لپاره به د اسانتیاوو د برابرولو مرکزونه وګرځي.

هغه د اسد په واکمنۍ کې دا ادارې له فساد ډکې بللې دي.

نوموړي د سوریې پخواني حکومت کې د خلکو پر وړاندې ظلم او د هغوی ځورولو ته په اشارې ویلي، چې دوی هڅه کوي د سوریې خلک له هر ډول اسانتیاوو برخمن کړي.

حنیف پشتین حسن خان ته:یوه شیبه د هغو مظلومو ماشومانو له وینې ونه شرمیدې چې څومره په بې دردۍ شهیدان شوي وو؟!

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پشتین د افغان ډیپلومات نجیب ننګیال او پاکستاني خبریال حسن خان بحث ته په اشارې سره لیکلي چې د پښتنو غلامي ځکه اوږده شوه چې د حسن خان غوندې تش په نوم پښتانه د پنجابي ریاست سهولتکاران دي.

ښاغلي پشتین په خپل فیسبوک پاڼې لیکلي: «حسن خان څومره په سپین سترګۍ وایي چې وزیرستانیان د پاکستان خپل خلک دي نو وژلي دي یې وي؛ افغانستان څه کار لري چې غندي یې؟!»

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه غړي حسن خان ته د پیغور په ژبه وایي:«
حسن خانه یوه شیبه د هغو مظلومو ماشومانو له وینې ونه شرمیدې چې څومره په بې دردۍ شهیدان شوي وو؟!
ریاستونه خو هیڅکله خپل خلک نه وژني،بلکې تحفظ یې کوي، پاکستان چې زموږ خلک وژني، موږ هم د استعمار په سترګه ورته ګورو او هیڅکله به یې خپل ریاست ونه شمېرو.»

هغه حسن خان مخاطب کړی او ویلي یې دي چې له ټولو افغانانو او پښتنو دا تمه مه کوه چې ستا غوندې دې ضمیرونه مړه وي او د پښتنو په نسل کشۍ دې خاموش او د خپل بادار لپاره دې چاپلوسي وکړي.

انوارالحق احدي:پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندم؛ طالبان هم باید د ښې حکومتولۍ لپاره غېږ پراخه کړي

د مالیې پخواني وزیر انوارالحق احدي پر افغانستان د پاکستان برید غندلی او ویلي یې دي چې دا چاره له نړیوالو اصولو سرغړونه ده.

ښاغلي احدي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د اوسني ضعیف افغان حکومت علت له خلکو فاصله اخیستل دي.

نوموړی له طالبانو غوښتي چې د حکومت قاعده لویه او پراخې نړیوالې اړیکې پیدا کړي.

هغه له پاکستان هم غوښتي چې له افغانستان سره له دوښمني لاس واخلي.

مولوي رحمت الله اندړ ته د متقي د وزارت د یو رئیس ځواب:شفیع اعظم وایي تاسې ملت ته، ازبکستان ته د ۶۵ الوتکو حساب ورکړئ

وروسته له هغه چې په حماسه میډیا کې د جمهوري نظام د ملي امنیت شورا پخواني ویاند مولوي رحمت الله اندړ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي څخه د هغو الوتکو پوښتنه وکړه، چې خپله تېره واکمني کې یې له سقوط وړاندې ویلي وو، چې خوندي ځای ته یې استولي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم په ځواب کې ورته لیکلي:« په طالبانو داسې بده ورځ راغله چې خپل سر یې هم خوندي نکړای شو.»

ښاغلي اعظم د حماسه میډیا د خبر د تبصرو په برخه کې لیکلي:«هغه الوتکې او ټانګونه د کابل او نورو سیمو افغانانو لیدل چې د بمبار له ویرې یې پرې د ونو ښاخونه او ترپالونه واچول. هغه ټول بیا ستاسې ملګرو ډي ډي آر کړل.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي له مولوي اندړ څخه پوښتلي :« اوس تاسې ازبکستان ته د ۶۵ روغو الوتکو حساب ملت ته ورکړئ.»

خیبرپښتونخوا؛ د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې تر اوسه دوه پوځیان وژل شوي

0

درېیم تعقیب

د باجوړ په سالارزو کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ د روانې جګړې له کبله دوه پوځیان وژل شوي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، جګړه لاهم روانه ده او یو شمېر وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

پټ یرغل که ښکاره یرغل؟؟

ليکوال: پوهاند محمد اسماعيل يون

تاریخي تجربو ښودلې چې پټ دښمن او پټ یرغل تر ښکاره دښمن او ښکاره یرغله ډېر خطرناک دي. افغانانو د تاریخ په اوږدو کې تقریباً ټولې هغه جګړې ګټلي چې دښمن یې ښکاره، څرګند او یرغل هم په مستقیم ډول تر سره شوی وي. د افغانانو په روح او روان کې د دین او مذهب جذبه د دنیا تر نورو ټولو قومونو زیاته ده، نو ځکه خو یې د تاریخ په بهیر کې زیاتره هغه جګړې ګټلي چې د خپلو مخالفو مذهبینو پر ضد یې تر عقیدوي انګېزې لاندې ترسره کړي دي، څرګند مثالونه یې له انګرېزي، روسي او امریکايي امپراتوریو سره مخامخ جګړې وې.

دا جګړې که څه هم ډېرې ناانډوله وې او اکثره حکومتي اډانې هم د یرغلګرو تر څنګ ولاړې وې، خو بیا هم په ټوله کې افغان ملت د سختو قربانیو په ورکړه هغوی له ماتې او شاتګ سره مخامخ کړل. خو دا جګړې داسې نه وې چې افغانانو ترې مثمر سیاسي نتایج، اقتصادي ګټې او بشري پرمختګونه تر لاسه کړي وي.

د افغانانو د جګړه ییز تاریخ بله ځانګړنه بیا دا ده چې په تېرو څوارلس سوو کلونو کې یې تقریباً اکثره هغه جګړې بایللي چې له خپلو هم مذهبو او همدینو سره یې کړي ، روښاني تحریک تر اتیاکلنې مبارزې وروسته سقوط شو، د خوشال ملي غورځنګ تر پنځوس کلنې مبارزې وروسته هم د بري رنګ رانه وړ. د دریاخان او ایمل خان وسلوالې مبارزې هم خپل هدف ته و نه رسېدې ، د امان الله خان پرمخیال غورځنګ د مذهب په نوم د ارتجاعي عناصرو له خوا ړنګ شو. د دې کار یو علت دا دی چې په افغانانو کې د ملتپالنې د جذبې په انډول د دینپالنې ولوله ډېره پیاوړې ده .

اتیا کاله وړاندې چې په سیمه کې د مذهبي یا دیني انګېزې پر بنسټ د انګرېزي ښکېلاک له خوا د پاکستان په نوم یو نوی هېواد د لوی هند له بدنې څخه رابېل او جوړ شو، له همغه پیله بیا تر دې دمه د پاکستان له خوا په افغانستان کې د اوږد مهالې جګړې ستراتېژي پیل شوه. په دې اتیا کلن واټن کې چې په کابل کې هر کیڼ اړخي او ښي اړخي شخص او ډلې واک تر لاسه کړی، پاکستان یې د کمزروی هڅه کړې ده. د ټولو مخالفو ډلو لپاره یې په پاکستان کې روزنځایونه او پټنځایونه جوړ کړي دي.

په دې ټول بهیر کې پاکستان له مذهبي عنصر څخه د ملتپالو افغانانو، ملي او مدني خوځښتونو د ځپنې لپاره کار اخیستی دی. نه یوازې په افغانستان کې یې دا کار کړی ، بلکې د پاکستان تر اشغال لاندې په ټوله پښتونخوا کې یې د ملي خوځښتونو د ځپنې لپاره زیاتره وخت له مذهبي عناصرو ګټه پورته کړې ده ، څرګند مثال یې د باچاخان تر مشرۍ لاندې د خدایي خدمتګارو تحریک او تر هغه وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون نور ملتپال تحریکونه دي او دا لړۍ لا همداسې روانه ده.

اویا کاله د افغانستان پر ضد د پاکستان پټه جګړه د هغه د نیابتي ډلو له خوا پر مخ وړل کېدله ، د هرې نیابتي ډلې تاریخ چې به تېر شو ، یا به افغانستان ته داخله شوه او یا به په نیمه ډول واک ته ورسول شوه ، د هغې پر ضد به بله نیابتي ډله وار دمخه ډیزاین شوې وه او بیا به د مذهبي اصولو د بشپړ انفاذ داستان او سریال تکرار شو. په نتیجه کې به مرکزي حکومت دومره کمزروی شو چې هېوادوالو ته د خدماتو د رسولو پر ځای به د ځان د بقا په فکر کې شو . د دې بهیر تکرار نه یوازې د حکومتونو د ړنګېدو ، بلکې د نظامونو د ړنګېدو سبب هم شو.

د حکومتونو ړنګېدل که څه یو هېواد ته غټ ګوزار دی ، خو د نظامونو ړنګېدل بیا یوه ستره غمیزه ده ، چې بیا جوړښت او ټیګنښت یې لسګونه کلونه وخت غواړي .اوس پاکسان بیا غواړي ، افغانستان د یو حکومت او نظام له حقه محروم کړي ، لومړی اوسنی حکومت د تېرو حکومتونو په شان له کمزورۍ او بې‌ثباتۍ سره مخ کړي او بیا د بلې نیابتي ډلې په واسطه د افغانستان ټول بنسټونه ونړوي .

په تېره نیمه پېړۍ کې چې ملتپالو عناصرو د پاکستان پر ضد هر ډول غږ پورته کاوه ، په خپله په پاکستان کې د جوړو شویو افغاني تنظیمونو د غړو له خوا به یې غږ په ستوني کې خپ کېده، پاکستان په افغانستان کې ملي روحیه او ملتپال عناصر د خپلې ستراتېژۍ لپاره اصلي خطر ګاڼه او لا یې هم ګڼي. اوس یو شمېر پخوانۍ جهادي ډلې او د هغوی تاریخ تېري مشران هم د پاکستان پر دې منافقت پوه شوي، هغوی هم لږ تر لږه ظاهراً د پاکستان ضد ناره پورته کوي، خو اوس ډېر ناوخته دی او دې نارې کې نه کوم قوت شته او نه کوم لذت، خو بیا هم یو نسبي پرمختګ دی.

اوس نو د نویو واکمنو وار دی. پاکستان پر دې پوهېږي چې نوي واکمن هم ډېرې نیمګړتیاوې او کمزورۍ لري، له نوي او عصري علم سره بې تفاوتي څه چې ځینې وختونه ضدیت هم لري، ټول وطن یې پر مدرسې بدل کړ، هر څه د مدرسې له زاویې ګوري، په تېرو دریو کلونو کې لا هم له ښځو سره له جګړو او کشمکشه نه دي وزګار شوي، نو دوی به په کومو وسایلو د پاکستان د جټ الوتکو مقابله وکړي؟ په تعویذونو، دم او چوف خو هسې هم الوتکې نه ویشتل کېږي، نو راځه د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره دا تر ټولو ښه فرصت دی.

پاکستان اوسمهال افغانستان یو بې صاحبه ملک ګڼي او د افغانانو کمزروۍ ورته ښې معلومې دي . په تېر تصنعي او اومغلن جمهوریت کې هم ورته د نسب ورکو واکمنو کمزروۍ او داخلي کشمکشونه ښه معلوم وو، د هغوی د واکمنۍ پر مهال یې هم وخت پر وخت پر افغانستان توغندي ویشل، خو د وخت واکمنو یې یوازې د توغندیو شمار کاوه. د ډیورند کرښې پر سر اغزن تار یې د هماغې واکمنۍ پرمهال تېر کړ. اوس نو خبره بېخي هوايي بمباریو ته ووتله.

اوسني واکمن چې نه یې نړیوال دریځ په لاس کې دی ، نه یې څوک په رسمیت پېژني او نه هم په کور دننه د خپل مشروعیت او قوت لپاره عملي ګامونه پورته کوي ، له هوایي او اقتصادي ځواکه هم بې برخې دی او تر اوسه یې لا په خپل ذهن د شریعت ټول حدود هم نه دي نافذ کړي ، نو ډېره سخته ده چې د پاکستان دې ډول ظالمانه بریدونو ته مناسب ځواب ورکړي . خو دې ټولو ستونزو سره سره بیا هم همدا د افغانستان نظام دی چې اوس حاکم دی. دوی اوس تر هر چا زیات د وطن ساتنې مسولیت لري، ټولو افغانانو ته په کار ده چې له خپلو اختلافونو سره سره په دې حساس وخت کې له همدې اوسني نظام سره، همکاري وکړي چې په هېواد کې اوسنۍ ثبات له ګډوډۍ سره مخ نه شي ، د بیا رغونې او نوې جوړونې بهیر ټکنی نه شي ، زورواکۍ او جنګسالارۍ ته بیا لاره اواره نه شي .

له اوسني حکومت څخه هم هیله کوو چې خپله ټوله پاملرنه د پاکستان د توطیو خنثی کولو ته واړوي، خپلو خلکو سره خپل چلند نرم کړي ، د ښځو تعلیم ته بې له ځنډه اجازه ورکړي ، نوې ټکنالوژۍ او ساینسي علومو ته ترجیح ورکړي ، هغه چارواکي چې کورونه یې پاکستان کې دي ، ژر تر ژره دې خپل کورونه هېواد ته راوړي او کنه نو له دندې دې لرې کړای شي . څومره به ښه شي هغومره ((استش هادي ))حملې چې پخوا په افغانستان کې کېدلې لږه تر لږه د هغوی نیمایي خو دې لاهور ، کراچۍ ، پېنډۍ او اسلام اباد ته انتقال شي .

سره له دې چې مرګ د انسانیت له زاویې مردود دی، خو دښمن چې ستا مرګ پسې څراغ ګرځوي ، نو ته به څه کړې ؟ که لاهور کې جهاد شروع شي اسلام ته به څومره ګټه ورسي ، (( هیرا منډیي )) به ړنګه شي ، روژه خواره به پر روژې مکلف شي ، پر سود ولاړ بانګونه به وتړل شي ، بد حجابي به له منځه لاړه شي ،انګرېزي قانون به ختم شي ، زموږ د امربالمعروف وزارت به هلته مصروف شي ، اسلام کې خو هسې هم سرحد نه شته ، دا د هر مسلمان یوه وجیبه ده چې د خدای پر ځمکه د خدای قانون نافذ کړي ، نو چې اسلام اباد کې اسلامي شریعت نافذ نه شي ، نو بیا به چېرته نافذ شي ؟

که زموږ اوسني واکمن پاکستان کې د جهاد پیل اعلان نه کړي ، نو دا به ورته په ډاګه ووایو چې کابل به بیا د پاکستان له خوا کافر ګڼل کېږي ، دلته چې د کعبې امام هم واکمن وي ، پاکستان پرې جهاد فرض ګڼي ، نو مخکې تر دې چې تاسې هم د بلې نیابتي ډلې له خوا د کفر په تور تکفیر شي ، ښه به وي چې د انګرېز دا منافق برګټی له دې ننګونې سره مخ کړئ او که دا و نه کړئ ، نو د تېرو واکمنو له برخلیک سره به مخ شئ.

د دې لیکنې په پای کې د دې خبرې یادول هم ضروري دي چې پاکستان د افغانستان پر پکتیکا ، پکتیا ، خوست او څو موده وړاندې پر نورو سیمو د بمباریو له امله خپله اصلي څېره افغانانو او ټولو نړیوالو ته وښوده ، خبره یې له نااعلان شوې جګړې څخه اعلان شوې جګړې ته واړوله ، افغانانو ته د معلوم دښمن ماتول ډېر اسانه کار دی، نن نه سبا، سبا نه بل سبا، هدف معلوم شو، دښمن معلوم شو، مخکې خو یې افغانانو ته خپل لاس په خوله کې ورکړی و، اوس به نو په ټول افغانستان کې داسې څوک پیدا نه شي چې پاکستان ته د مسلمان یا ورور هېواد په سترګه وګوري، ان هغه کسان چې دوی په خپله لمن کې روزلي، د دښمن دا ډول تثیبت د افغانانو لپاره لوی بری دی.

امیرخان متقي؛د سوریې د بهرنیو چارو وزیر سره ټیلفوني خبرې کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سوریې انتقالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني سره ټیلفوني خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې متقي په دې خبرو کې هغه ته د بریا مبارکي ورکړې.

متقي ویلي، هیله لري چې افغانستان او سوریه له یو بل سره منظمې دیپلوماتیکې اړیکې ولري.

بل لورته د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي.

د کابل آمنیه قوماندانۍ ویاند:په کابل کې هیڅ چاودنه نه ده شوې

د کابل آمنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ حماسه ميډیا ته وویل چې په کابل کې هیڅ چاودنه نده شوې.

ښاغلي ځدراڼ وویل:«نن د کابل په شهرنو سیمه کې هېڅ چاودنه نه ده شوې، ځینې رسنۍ بې‌بنسټه ادعاوې خپرې کړي چې حقیقت نه لري.»

تردې وړاندې د خراسان ډایري په ګډون یوشمیر رسنیو د خپلو خبریالانو له قوله کابل کې د هند سفارت ته څیرمه د چاودنې خبرونه خپاره کړي وو.