چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 713

بلوچستان کې؛ چاودنې درې تنه ساحلي ساتونکي ټپیان کړي

0

بلوچستان کې چاودنې درې تنه ساحلي ساتونکي ټپیان کړي.

دغه چاودنه د بلوچستان د ګوادر ولسوالۍ په جیواني سیمه کې رامنځته شوې.

تر اوسه کومې ډلې ددغه برید مسولیت نه دی منلی.

غزه کې؛د اسراییلو په تازه بریدونو کې ۳۶ کسان وژل شوي

0

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، د غزې پر ځینو برخو د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د غزې په تړانګه کې د کمال عدوان روغتون له عملیاتو وروسته د اسرائیلو پوځ د طبي کارکوونکو په ګډون ۲۴۰ فلسطینیان نیولي دي.

له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان پر کمال عدوان روغتون باندې د اسرائیلو د برید په غندلو سره ویلي دي چې د غزې د روغتیا سکتور سیستماتیک ړنګول د څه باندې ۷۵ زره فلسطینیانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

یوناما:افغانستان کې لا هم خلک د ناچاودو توکو له خطر سره مخ دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموريت یا یوناما وايي، له لسيزو جګړو وروسته لا هم دغه هېواد يو له هغو هېوادونو څخه دى چې د ځمکنيو ماينونو او چاودېدونکو توکو له پاتې شونو ډېر ځپل شوى دی.

یادې ادارې په خپله ایکس‌پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره په افغانستان کې د جګړې له امله د پاتې شویو ماینونو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی.

یوناما دغه راز وايي، هره ورځ د ځمکنیو ماینونو ګواښ د انسانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي.

د یادونې ده چې په تېرو څو لسیزو کې ناچاودو توکو د ګڼو ملکي افغانانو ژوند اخیستی او لا هم دغه خطرونو سره لاس او ګریوان دي.

افراسیاب خټک:طالبان د پاکستاني استخباراتو شاګردان دي

پښتون سیاستوال ‏افراسیاب خټک وایي، طالبان د پاکستاني استخباراتو شاګردان دي.

افراسیاب خټک یوې تازه مرکې کې ویلي، چې پاکستاني جنرالان او طالبان زاړه انډیوالان دي او په پټه له یو بل سره ستراتیژیکې اړیکې لري.

هغه ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه کومه جدي خبره نه ده او په وینا یې دوی دا ډول بمبار او جګړه فقط د داخلي بحرانونو څخه د خلکو د پام اړولو په موخه کوي.

افراسیاب خټک دغه راز ویلي، چې د تاریخ په اوږدو کې په افغانستان کې دومره مداخله نه ده شوې، لکه د طالبانو په وخت کې چې کېږي او په خبره یې دا ځکه چې ددوی حکومت هېڅ مشروعیت نه لري.

شیخ هبت الله؛موسساتو ته امر کړی چې ښځینه کارمندانې له دندو منفک کړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده موسساتو ته امر کړی چې ښځینه کارمندانې له دندو منفک کړي.

ټولنیزو رسینو کې لاس په لاس شوي مکتوب کې لیدل کېږي، چې ټولې موسسې د دغه امر په عملي کولو مکلفې دي.

د طالبانو اقتصاد وزارت په کندهار کې یوې موسسې ته دغه حکم اورولی او ویلي یې دي، چې که موسسې دغه حکم عملي نه کړي؛ نو فعالیتونه به یې وتړل شي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت:کونړ کې د یوې ۱۸ کلنې پیغلې او ۷۰ کلن سړي د نکاح مخه مو نېولې

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف کسانو کونړ کې د یوې اجباري نکاح مخه نیولې.

یاد وزارت په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په کونړ کې یې د یوې ۱۸ کلنې پیغلې نکاح چې ۷۰ کلن سپینږیري سره تړل کېده مخه نیولې.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د یادې اتلس کلنې نجلۍ پلار د دوه سوه زرو افغانیو په بدل کې غوښتل خپله لور اویا کلن بوډا ته په نکاح کړي.

زاخاروا:کابل او اسلام اباد باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا له کابل او اسلام اباد غوښتي، چې د ستونزو د حل لپاره له خبرو اترو کار واخلي.

نوموړې ویلي، مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ په فرضي کرښه د وروستي کړکېچ له کبله اندېښمن دی.

هغې ویلي، دوی هیله لري، چې کابل او اسلام اباد د ستونزو حل په رغنده خبرو کې ولټوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر پکتیکا د پاکستان د جټ الوتکو له بمبار وروسته؛ تېره ورځ خوست او پکتیا کې له فرضي کرښې هاغاړه طالبانو پاکستاني پوځیان په نښه کړي وو.

ټایمز اف اسرائیل:د هنیه وژل کېدو لپاره د هغه بالښت کې ماین ځای پر ځای شوی وو

0

اسرائیلي رسنیو د اسماعیل هنیه د وژل کېدو څرنګوالي په اړه معلومات خپاره کړي.

د ټایمز اف اسرائیل ویلي، چې د اسماعیل هنیه په بالښت کې هغه ته بم ځای پر ځای شوی وو.

دا بم له څو میاشتو وړاندې په دغه خونه کې ځای پر ځای شوی وو.

سرچینه زیاتوي؛ هنیه د خونې د کولر د خرابوالي له کبله خپل اتاق پرېښی وو؛ خو وروسته تخینکي کارکوونکو کولر جوړ او هنیه بېرته خپلې خونې ته راغلی وو، چې د شپې یوه نیمه بجه پرې ماین چاودنه کړې وه.

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د اسرائیل دفاع وزارت ومنله چې په دې پېښه کې د دوی لاس وو.

بایډن:که زه له ټاکنو په شا شوی نه وی؛ ټرمپ ته مې ماتې ورکوله

0

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، پېښمانه دی، چې له ټاکنیزو سیالیو یې لاس واخیست.

نوموړي زیاته کړې، که دی په ولسمشریزو سیالیو کې وی؛ نو ټرمپ ته به یې ماتې ورکړې وه.

ګارډین په سپینه ماڼۍ کې د سرچینو له قوله ویلي، چې بایډن صحنې ته د کاملا هرېس په راوستلو سخت پېښمانه شوی دی.

د یادونې ده، چې د ټرمپ پر وړاندې په یوه مناظره کې له پاتې راتلو وروسته؛ بایډن له ټاکنیزو سیالیو په شا او هرېس یې را وړاندې کړه.

جنوبي کوریا؛د الوتکې لوېدو پېښه کې ۴۷ کسان وژل شوي

0

په جنوي کوریا کې د موان نړیوال هوايي ډګر کې د یوې الوتکې لوېدو له کبله ۴۷ تنه وژل شوي دي.

د یاد هېواد د رسنیو د معلوماتو پر اساس، دغې الوتکې د ښکته کېدو پر وخت خپل کنټرول له لاسه ورکړی وو.

په یاده الوتکه کې ۱۷۵ مسافر سپاره وو.

لوېدلې الوتکه د ججو ایر شرکت اړوند ده، چې مسافر به یې لېږدول.