دوشنبه, جولای 13, 2026
Homeافغانستاند افغانستان د نفوس پر شمېر اختلاف؛اوچا او د طالبانو حکومت بېلابېل...

د افغانستان د نفوس پر شمېر اختلاف؛اوچا او د طالبانو حکومت بېلابېل ارقام وړاندې کوي

د افغانستان د نفوس په اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) او د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ادارې ترمنځ اټکلي شمېرې د پام وړ توپیر ښيي.

اوچا د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانستان نفوس نږدې ۴۸.۶ میلیونه اټکل کړی، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو اداره وایي، د هېواد اوسنی نفوس ۳۷.۲ میلیونه تنه دی.

د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رفیع ویلي، د دوی د معلوماتو له مخې، ۵۱ سلنه نفوس نارینه او ۴۹ سلنه یې ښځې دي.

هغه زیاته کړې چې شاوخوا ۱.۵ میلیونه کوچیان او نږدې ۸ میلیونه افغانان چې له هېواده بهر ژوند کوي، په دې شمېرنه کې نه دي شامل شوي.

د طالبانو حکومت د احصایې اداره ادعا کوي چې ځینې نړیوال بنسټونه د بشري مرستو د جذب لپاره د افغانستان نفوس له واقعي شمېر څخه لوړ ښيي.

بل لور ته، اوچا ټینګار کوي چې د نفوس اټکل یې د بشري اړتیاوو د ارزونې او د مرستو د پلان جوړونې لپاره کارول کېږي، نه د رسمي سرشمېرنې په توګه.

په ورته وخت کې کارپوهان وایي، د دواړو شمېرو ترمنځ توپیر د نفوس د محاسبې د بېلابېلو میتودونو، د کډوالۍ د دوام، او په افغانستان کې د نفوس د ثبت د هر اړخیز او معیاري سیستم د نشتوالي له امله رامنځته شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here