چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 715

امیرخان متقي؛د سوریې د بهرنیو چارو وزیر سره ټیلفوني خبرې کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سوریې انتقالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني سره ټیلفوني خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې متقي په دې خبرو کې هغه ته د بریا مبارکي ورکړې.

متقي ویلي، هیله لري چې افغانستان او سوریه له یو بل سره منظمې دیپلوماتیکې اړیکې ولري.

بل لورته د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي.

د کابل آمنیه قوماندانۍ ویاند:په کابل کې هیڅ چاودنه نه ده شوې

د کابل آمنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ حماسه ميډیا ته وویل چې په کابل کې هیڅ چاودنه نده شوې.

ښاغلي ځدراڼ وویل:«نن د کابل په شهرنو سیمه کې هېڅ چاودنه نه ده شوې، ځینې رسنۍ بې‌بنسټه ادعاوې خپرې کړي چې حقیقت نه لري.»

تردې وړاندې د خراسان ډایري په ګډون یوشمیر رسنیو د خپلو خبریالانو له قوله کابل کې د هند سفارت ته څیرمه د چاودنې خبرونه خپاره کړي وو.

د کابل په شهر نو سیمه کې د هند سفارت ته څیرمه د چاودنې غږ اوریدل شوی

د کابل ښار په شهر نو سیمه کې د هند سفارت ته څېرمه نن له غرمې وروسته شاوخوا ۳:۳۰ بجې د یوې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.
تر دې دمه د مرګ ژوبلې په اړه کره راپور نه دی ورکړل شوی او نه هم طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.

د یادونې وړ ده چې د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۴ مه په جلال اباد کې د هند د کونسلګرۍ افغان کارکوونکی په یوه برید کې ټپي شو

خیبرپښتونخوا؛د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې له څلورو ټپي پاکستاني پوځیانو یوتن یې ساه ورکړه

0

دویم تعقیب:

له خیبر پښتونخوا څخه سرچینې وایي، چې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې له څلورو ټپي پاکستاني پوځیانو یو تن یې ساه ورکړه.

د یادونې وړ ده چې نن د خيبرپښتونخوا د باجوړ ضلعې په ملاسيد بانډې په سالارزو سیمه کې د وسله والو او پاکستاني پوځ ترمنځ نښته رامنځته شوې وه.

شیخ هبت الله:تر دې وروسته د دستار بندۍ مراسمو کې عامو خلکو ته ډوډۍ مه ورکوئ

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده په یو تازه فرمان کې ویلي چې له مدرسې څخه د فارغو طالبانو مراسم باید په ساده ډول ترسره او له ډېرو مصارفو باید پکې ډډه وشي.

نوموړي ویلي، چې دغه جلسې اوږدې وي، مصرف یې زیات وي او ډېر وخت پکې لمونځونه د وخت له کبله ځنډیږي چې مکروه حالت ته رسېږي.

هبت الله اخوندزاده زیاتوي، چې تر دې وروسته دې په دغو مراسمو کې عامو خلکو ته ډوډۍ نه ورکول کېږي، ترڅو د لوړ لګښت مخه ونیول شي.

پاکستانی پوځ؛د یوه پاکستاني ژوند او خوندیتوب ورته تر ټول افغانستان غوره دی

د پاکستان د پوځ ویاند شریف چوهدري نن په یوې خبرې غونډه کې یوځل بیا د پاکستان د پوځي مشر هغه خبره تکرار کړه چې د یوه پاکستاني ژوند او خوندیتوب ورته تر ټول افغانستان غوره او لومړیتوب لري.

‏چوهدري له طالبانو وغوښتل چې وسله والو ترهګرو او د ټي‌ټي‌پي غړو ته پر پاکستان لومړیتوب ور نه کړي.

‏طالبانو تر دې وړاندې په وار وار ویلي، چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد نه کاروي او پاکستان کې یې روانه ناامني د هغه هیواد کورنۍ مسئله بللې ده.

پښتونخوا؛په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند د ۸۲ کالو په عمر ومړ

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند د ورپیښې ناروغۍ له امله د ۸۲ کالو په عمر ومړ.

د خيبر پښتونخوا والي فيصل کريم کنډي رستم شاه مومند د مړينې خبر تاييد کړ.

نوموړي لیکلي ټاکل شوې د ښاغلي مومند جنازه نن په پېښور کې ادا شي.

رستم شاه مومند د پاکستان پیژندل شوی دیپلومات او کارپوه و چې په افغانستان کې یې د پاکستان د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

نوموړی د دوه زره لسم کال په لومړیو کې او د حامد کرزي د حکومت په پیل کې په کابل کې د پاکستان د لومړي سفیر په توګه دنده ترسره کړې.

نوموړي په بېلابېلو مرکو او مقالو کې د سیمه ییزو سیاستونو په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي دي.

روان کال؛پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان یو شمېر سیمو کې۳۸۳ افسران او سرتېري وژل شوي

0

روان کال له امنیتي پلوه د پاکستان لپاره بد کال ګڼل شوی، چې پکې یوازې د وسله والو ضد جګړه کې ۳۸۳ افسران او سرتېري وژل شوي.

د پاکستان د پوځ ویاند یو خبري کنفرانس ته ویلي، چې دوی هره ورځ د ترهګري د مخنیوي لپاره ۱۶۰ څخه زیات عملیات ترسره کوي.

نوموړي ویلي، روان کال یې بیا د ټي‌ټي‌پي په ګډون ۹۲۵ وسله وال وژلي چې د تېرو پنځو کلونو په پرتله لوړه شمېره ده.

نوموړي دغه راز بیا له طالبانو غوښتي چې افغانستان کې د پاکستان ضد وسله والو ډلو له ملاتړ لاس واخلي.

ارشد شریف پر پکتیکا د پاکستان بریدونو په اړه ویلي، چې دغلته ټي‌ټي‌پي خپل ځایونه لري.

خیبر پښتونخوا؛د وسله والو سره په نښته کې څلور پاکستاني پوځیان ټپیان شوي

0

خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې څلور پاکستاني پوځیان ټپیان شوي.

سرچینې وایي چې دغه نښته د خيبرپښتونخوا د باجوړ ضلعې په ملاسيد بانډې په سالارزو کې رامنځته شوه.

سرچینې زیاتوي، چې په ټپیانو کې یو لوړ رتبه افسر هم شامل دی.

د ملا امیرخان متقي څخه د مولوي رحمت الله اندړ پوښتنه:تاسې په تیرامارت کې د الوتکو د خوندیتوب خبره کړې وه، هغه الوتکې چیرې دي؟

جمهوري حکومت کې د ملي امنیت شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ ویلي، له طالبانو باید د هغو الوتکو پوښتنه وشي، چې خپله تېره واکمني کې یې له سقوط وړاندې ویلي وو، چې خوندي ځای ته یې استولي.

نوموړي ویلي، تېر ځل له سقوط وړاندې امیرخان متقي بي‌بي‌سي ته ویلي وو، چې دا الوتکې یې خوندي ځای ته استولي.

د اندړ په وینا، دا خوندي ځای د دوی لپاره پاکستان وو او اوس باید دغه هېواد ته د انتقال شویو الوتکو پوښتنه وشي.