یکشنبه, مې 31, 2026
Homeافغانستانسرچينې:د کابل او اسلام‌اباد د غیررسمي مذاکراتو نوی پړاو په کابل کې...

سرچينې:د کابل او اسلام‌اباد د غیررسمي مذاکراتو نوی پړاو په کابل کې جوړېږي

سرچینې وایي، ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیررسمي خبرو اترو راتلونکی پړاو په کابل کې ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، دا غونډه په اصل کې د لوی اختر تر مخه پلان شوې وه؛ خو د پاکستان له لوري د ځینو تخنیکي او تنظيمي ستونزو له امله وځنډېده.

په لومړي پړاو خبرو کې د افغانستان له لوري عاطف مشعل، عبیدالله بهیر، جعفر مهدوي او غنچه‌ګل، او د پاکستان له لوري اصف دراني، مشاهد حسین او حامد میر ګډون کړی و.

شنونکي باور لري چې دغه ډول غیررسمي ناستې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو، د ګډو اندېښنو د بحث او د سیاسي تفاهم د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here